د مور د ورځی په مناسبت د دوستی فرهنگي ټولني د مبارکۍ  پیغام

96

سويډن // دمالمو ښار

۱۴۰۳   ل کال دغبرګولی ۲۴ مه

سويډن // دمالمو ښار

د مور د ورځی په مناسبت د دوستی فرهنگي ټولني د مبارکۍ  پیغام

د مور دورځ  دا پيغام د پېژندل سوی شاعر سرتېر صاحب  پدې شعر پيلوم کومې چې د همدې ورځ په وياړ یې ليکلی وو  :

موري!

مورې خداي دې وبخښه يادېږې مي

ډېره راته گرانه  یې خوښېږې مي

اوه واړه جنت دې مکان اوسه

گلونو کي پوخلی دې ټول ځان اوسه

لاس دنوازش دې پر خپل سرغواړم

ډک دي له خوږوپه ځان نظر غواړم

بيامي که په ژوند نړۍ ته راشې ته

بيامي که رنځونوته دواشې ته

بيادي چې په غېږه کي للوشمه

بياچې لږ اوډېر په يو څه پوشمه

خاوري دپښوبدي رانۍه کړمه

سترگي به رڼې ورباندي زه کړمه

غږته به دې جان وايم قربان موري

وړم به دې هر آمر اوفرمان موري

تېربه مي ټول عمر په خدمت کړم ستا

تل به زه خدمت په صداقت کړم ستا

گرد بدې رخسار باندي پرې نږدمه

سترگي بدې لار باندي پرې نږدمه

تادزنده گۍ په راز پوه کړی  يم

تادآزادۍ په راز پوه کړۍ يم

تا راکړې پيو کي دقام مينه

تادانسانيت اوداسلام مينه

زه بدي تر سره هر ارمان کړمه

تابه زه جوگه دکهکشان کړمه

تاته به ډالۍ ټولي خوښۍ کړمه

تابه ددې عصر ملالۍ کړمه

ستادپيوبيه به پوره نشي

نشی ،نشی ،نشی گر سره نشی

غواړم چې بيرغ دخپل هيواد دي کړم

فخر ددې خاوري اواولاد دي کړم

غواړم چې جوغه داسيادي کړم

وياړ دانسانيت اوددنيادي کړم

وياړ دي پر پوړنی دافغان موري

اي داحمد شاه او ميرويس خان موري

روح دي په باغونو کي دجنت اوسه

خاوري دي گلونه دفرهت اوسه

بسم الله الرحمن الرحيم

نن په هيوادکي د هغې مور ورځ  ده  د کومي چې چيغو يې عرش عظيم لړ زولی .

روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان  مبارک باد

نېکمرغه دې وي د مور وياړلې ورځ

درنو مندو او خوندو !

تر هر څه وړاندي تاسو پتمنو ميندو او خوندو ته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دموردنيکمرغه او تاريخي ورځې  درارسېدو له امله  دزړه له کومي مبارکی او نيکو هېلو په   وړاندې کولوسره تاسو ټولو باغيرته ميندوته د لوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوم .

وياړ په تاسو غيرتی مور!

روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه شماوتمام مادران بزرګوار و رنجديده مهین ما درهر کجاي  جهان که هستيد تبریک و تهنیت ګفته ارزو ی صحت، سلا متی و بهروزي شما مادرا ن عزیز را تمنا دارم .

زموږ د هيواد په کالهينداره کښي د شاوخوا نهو لسېزو راپدې  خوا د جوزا د مياشتي (( ۲۴ )) د مور  د ورځی  په نوم  لمانځنې  ته ځانگړې سوې ده اوددې  دورځې په مناسبت  دهيواد په پلازمېنه او د ولايتونو په مرکزونوکي غونډي اوکنفرانسونوپه  جوړېدل   .

زموږ په هيواد کښي ترډيره بريده د مور ورځ په دولتی او تشريفاتي  بڼه لمانځل  سوېده ، ځکه زموږ د ولس غوځ اکثريت نالوستی دي، پدې خاطرد نوري نړۍ پشان دمور دورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته ډالۍ ورکول يوازي په هغوکورنيو کښي تر سره کيږي  کوم چي د سواد له نعمت نه برخمن وي اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ  دمورځانگړی درناوی وشی .

 متاسفانه په حقيقت کښي تراوسه لا د کليمې په واقعی مفهوم زموږ د هيواد ښځو ته د هيواد په سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنگي ژوندکي د فعال او برابرگډون امکانات ندي برابرسوی .اوس خو یې گورو چي زموږ د لوڼو پر وړاندي دا زرورځې کېږي چې دتعليم او تحصيل  دروازې تړل سوی  او د ښځوپر وړاندي د کار او ټولنيز فعاليت په اړوند پاټکونه جوړ سوی دي .

په ټولنيز ژوند کښي د ښځو د فعال گډون په وړاندي د همدې حاکمو چارواکو او زورواکانو لخواپه يوه او بله بڼۀ تور اوتاريک پاټکونه جوړېږي .غواړی چې زموږ خوندي اومندي دمنځنيو پېړيو په ددوله هرڅه نه محرومي او شاته پاته ژوند ولري .

رښتيا خودا ده چې زموږ مندي او خوندي ترهرچازيات په ډيرو بدو او زړه بوږ نوونکو شرايطو کي ژوندکوي چې تاريخ یې بېلگه نلري . داترڅلورولسيزو زياتی مودې راهسی زموږ موردغم پر لمڅي په سرو اوښکوناسته ده ،چيغو یې آسمانونه اوعرش عظيم ولړزاوه خودې  بې خبر و اوځان غوښتنکو پرې رحم ونکړ اونه یې همدا اوس کوي .

په سويډن کې  ددوستی فرهنگی  ټولنه پرملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو دبشردحقوقونړيوال سازمان اونورو اړونده نړيوالوسازمانو ږغ کوي چي په افغانستان کښي دمور اوماشوم دژونددې زورونکی حالت اوددوي انساني حقوقو پايمالېدوته جدي پاملرنه وکړئ اوزموږ دهيواد دزورېدلی ولس ،ميندو او خوندو لولوڼو دې زورونکی حالت  ته دپاي ټکی کښېږدئ ، زموږ ولس له جگړې او دې روان وحشت  نه بې اندازې زيات ستړی سوی دئ .

افغانانوته  دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی، راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددويته  دخوښ ،هوسا اوبسيا ژوند هر ډول امکانات  او شرايط برابرکړو. ومن الله التوفيق

د دوستی پرهنگی ټولنې د مشر حبيب الله غمخور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.