د لوست درې میلیارده ضایع شوي ساعتونه

پوهندوی آصف بهاند

148

د لوست درې میلیارده ضایع شوي ساعتونه

او درې‌میلیارده خاورې شوې هیلې

په افغانستان کې تر شپـږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځیو پر بندېدو باندې زرورځې واوښتې. اټکل کېـږي چې د افغانانو د نوي نسل د یوې برخې (نجونو) درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شول او له دې سره سم له لوست نه د راگرځول شوي نسل درې میلیارده علمي ــ هنري هیلې هم خاورې ایرې شوې. د دې په اړخ کې به څومره استعدادونه او لیاقتونه ځپل شوي او وژل شوي وي چې د دې وطن له لاسه تللې معنوي شتمني شمېرل کېـږي.

 زموږ هرڅه بې‌مثال دي، یو هم همدا د نجونو د ښوونځیو د بندولو قضیه ده چې تر اوسه مو د خپل نوي نسل درمیلیونه درسي ساعتونه ضایع کړل او د درې میلیونه هیلو د خاورې کولو تر څنگه مو په زرگونو استعدادونو ووژل او ډېر نوښتونه مو په نطفه کې خنثی کړل، همدا زموږ بې‌ساریتوب دی.

څو ورځې کېـږي چې د افغان نجونو د تړلو ښوونځیو موضوع باندې میډیا بیا بحثونه تاوده کړي دي.  د افغان نوي نسل د ژوند او زدکړو د وخت پر ضایع کېدو باندې بحثونه روان دي. بي‌بي‌سي پښتو او تاند ویبپاڼو داسې رپوټونه خپاره کړي دي چې د افغان نجونو پرمخ د ښونځیو پر تړلو باندې زر ورځې تېرې شوې او د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې د اټکل له مخې، په میلیاردونو درسي ساعتونه ضایع شول. د بي‌بي‌سي په یورپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:

«د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د “غم او اندېښنې” موده بللې ده.

د یونسیف اجرائیوي مشرې ‘کاترین رسل’ نن (پنجشنبه د جون ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې زر ورځې له زدکړو محرومېدل په دې مانا دي، چې د افغان نجونو د زدکړې ۳ میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د زدکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو “سیستماتیک” ایستل نه یوازې د دوی د زدکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا خرابېدو لامل هم ګرځي.

 ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي “د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه، سیاست لپاره نشي یرغمل کېدای. د دوی ژوند، راتلونکی، هیلې، او خوبونه په انډول کې نغښتي دي.”

د یونسیف مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه بندیزونه یوازې نجونې هم نه اغېزمنوي، بلکې روان بشري کړکېچ لاپسې سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ مسیر ته جدي ناوړه پایلې لري.

د یادونې ده چې افغانستان وار له مخه له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی او میلیونونه وګړي یې دمګړۍ پر نړیوالو بشري مرستو پايي.

یونسیف د هغو نړیوالو سازمانونو په ډله کې دی، چې په افغانستان کې اړمنو خلکو، په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره د زدکړې، روغتیا او خوړو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.‌

د دغه سازمان مشره وايي، له خپلو شریکانو سره یې په افغانستان کې ۲ اعشاره ۷ میلیون ماشومانو ته د لومړنیو زدکړو او شپږ سوه زره نورو ته چې دوه پر درېیمه برخه یې نجونې دي، کلیوالي ټولګیو کې د زدکړو فرصت برابر کړی دی…»

تر شپـږم ټولگي پورته له ښوونخي څخه د نجونو د منعه کولو پلویانو ته په هره ژبه چې وویل شول او له هر ادرس او له هر نظر څخه چې استدلال ورسره وشو، دوی ونه منله. اوس په افغانستان کې د نجونو د تعلیم ستونزه په داسې ناسور زخم اوښتې ده چې د علاج لاره یې هم له طبیبانو ورکه ده او هم له پوهانو څخه.

خلک ډېر ناهیلي دي. دغه لاندې څو لنډې جملې د یوه چیزفهمه قلموال د ناهیلۍ وروستی برید ښیي:

«په وړه ژبه يې وویل:

غوالم ډاکتله شم، مالمه شم.

ما ویل، څنګه درته ووايم چې دا ارمانونه په شپږم ټولګي نه پوره کیږي، په زړه کې دې ښخ کړه.

هسې هم زموږ کوچني زړونه د لویو لویو آرمانونو ډلییز قبرونه دي.»

په ټولنه کې د خلکو هرقشر او هرصنف د ښوونځیو د پرانستلو غوښتنه وکړه، خو له پیل نه تر اوسه د حاکمانو ځواب داسې گونگ دی چې خلکو نه یې لارې ورکې کړې دي او لکه د چا خبره په تورو نخودو پسې یې لېـږلي دي. خو اوس هم خلک وایي چې یوه ورځ به خامخا د نجونو ښوونځي پرانستل کېږي.

ښوونځي ته د نجونو د تگ هیلې او د یوه ښونکي خاطره چې د زده‌کونکو او ښونکو تجربې ښه انځور په‌کې شوی دی. محمدالله مسعود چې عملاً ښونکی دی، داسې لیکلي دي:

«اونۍ وړاندې مې په کلي کې د جونو دریم ټولګی پیل کړ. په اوله ورځ مې له درسونو وروسته د دوی خاطرې هم واوریدې . د ژمني رخصتیو خوږې او ترخې کیسې یې راسره شریکې کړې . دوی د مکتب په شروع کولو ډیرې خوشالې وې. د دغه خواږه زیري د شیبو عکاسي ځینو جونو دومره ښکلې او جالبه راخیستې وه ، چې زه یې بل ډول حیران کړمه . یوې جینۍ ووې: ماښام چې خبره شوم ، اول مې په مینه، مینه د مکتب لوښي سمبال کړل. بیا مې په نورو جونو زیری وکړ. بلې ووې: په ما باندې شپه دومره ستره شوه ، چې هېڅ سبا کېده نه. دې ته مې بېړه وه ، چې کله به اوس مکتب ته ځم ؟ بلې ووې: زه سخته پسې خپه شوې وم. معلم نه مې هم پوښتنه کوله چې مکتب کله شروع کېږي ؟ او زه دا هیله هم لرم چې نورو جینکیو مکتبونه هم شروع شي.

ما په اوله کې دوی ته ووې چې؛ تاسو د دویم ټولګي په اړه هم وغږیږئ. او بل به د دریم ټولګي په اړه نظر ورکوئ. دا فعالیت هم وشو. بیا مې د املا، رسم او خط ارزیابي هم ترې واخیسته. دوی ته مې ووې چې دا ستاسو د دریم ټولګي د سر کارونه دي. دا بیا د میاشتې د اخېر له کارونو سره ګورو، بس چې هر چا له دې اولې ورځې نه ښه کار کړی و ، نو تشویقېږي به. که تاسو هم یو ټولګی نوی پیلوی نو ؛ مهمه دا ده چې اول سر کې یې لنډه ارزیابي اخلئ. دا ډیرې ګټې لري. ځینې هلکان / جونې داسې وي چې پرمختګ یې کړی وي ، اما دوی ته یې مالومات نه کېږي. نو که موږ د دوی له حساب، املا، وینا، رسم یا خط څخه عکس یا ثبت اخیستی وي ؛ نو دوی په اسانه قانع کولای او تشویقولی شو.»

ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانستل کېدلو له ستونزې سره اوس افغانان عادت شوي دي. پر ځینو خلکو د ناهیلۍ څپې غالبې دي او ځینې اوس هم هیلې څرگندوي چې بری به د خلکو په نصیب وي، یوه ورځ به راشي چې دا تړلي ښوونځی پرانستل شي، د افغانستان د نوي نسل د هیلو ډیوې به بلې شي او تیارې لارې به رڼا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.