د هالیډې له انده د متني انسجام شننه

څېړنه: نقیب الرحمن عمري

83

متن څه ته وایي؟

متن د هغه کلمو او جملو ټولګې ته ویل کیږي، چې په لیکلي او وینایي بڼه د معلوماتو، فکرونو، اندونو او احساساتو د لېږد له پاره کاریږي. متن کیدای شي، د مقالې، داستان، لیک، راپور، شعر او داسي نور بېلابېلو شکلونو کې ځان ښکاره کړي. د هالېډې په اند د متن لومړنی معیار دادی، چې باید انسجام ولري.

انسجام

انسجام کلمه د فرانسوي cohesion  له پاره کارېدلې چې د پیوستونکي مانا لري، دا کلمه د ۱۷ پېړۍ په وروستیو کې په انګلیسي کې ژبه کې مروجه شوه. انسجام د یوه متن په بېلابېلو برخو کې ګرامري او وییزې اړیکې دي، چې یوه متن ته مانا ورکوي او متن د درک وړ ګرځوي.

د متن لومړنی معیار دادی، چې په متن کې انسجام وي. په ۱۹۷۶ کال کې هالېډې او حسن دانګلیسي ژبې د انسجام پر عواملو وغږېدل، د دوی د لیکنې(په انګلیسي ژبه کې انسجام) په خپرېدو سره د ډېریو ژبپوهانو توجه انسجام او متني ژبپوهنې مسایلو ته شوه. دې وروسته په ۱۹۸۴ کال کې رقیه حسن د هالېډې نظریه په (د انسجام او پیوستون هماهنګي) مقاله تکمیل کړه. بیا یو کال وروسته دوی یو ګډ کتاب د (ژبه، قرینه او متن) په نوم خپور کړ. د دوی د نظرېې له مخې انسجام او پیوستون د متن له پاره اړین عوامل دي.

د هالېډې او حسن په نظر انسجام یو نحوي او مانایي مفهوم دی، چې په متن کې مانایي اړیکو ته اشاره کوي. انسجامي اړیکې د متن په کچه مانیزې اړیکې دي، د مانا د نظام د نورو برخو غوندې د کلمو ګرامر د نظام د اوازو په مټ څرګنديږي اود متن بېلابېلو برخو تر منځ انسجام پیدا کوي.

موخه مو په متن کې له انسجام څخه ماناییز مناسبات دي، چې د یوه متن په توکیو کې موجود وي او متن ته یوالی ورکوي. انسجام هله په متن کې موجود وي، چې د یوه متن د ځینو برخو تفسیر او شننه د همدې متن د ځینو نورو برخو په تفسیر او شننه شونې وي. انسجام یا په خپله د متن د ټوکونو ترمنځ په متن کې وي یا د متن او د موقعیت قرینې ترمنځ وي.

ګوټ وینسکي په دې باور دی، چې په متونو کې کېدای شي قوي یا ضعیف انسجام وي، خو هېڅ متن بې له انسجامه نه جوړیږي، نو هغه څه ته متن ویلای شو، چې انسجام ولري، په ځانګړي ډول په لیکني متن کې د متن او نامتن د تشخیص له پاره همدا دانسجام ابزار دي. انسجام یوه ماناییزه اړیکه ده، خو د نورو مانیزو نظامونو اجزاوو غوندې د ګرامري(وییز) او (پیوندي) نظامونو په مټ رامنځته کیږي.

د انسجام عوامل

د هالېډې او حسن په نظر هغه څه چې د متنیت سبب کیږي، هغه د انسجام عوامل او ابزار دي. د دوی له نظره د انسجام ابزار او عوامل د  کلمو، فقرو، جملو او د متن د تولید سبب کیږي. انسجام هغه ژبنی ابزار دی، چې په مټ یې موږ لیکنه متن بللی شو.

هالېډې او حسن په (۱۹۷۶) کال کې هغه عوامل چې په متن کې انسجام رامنځته کوي. په درېیو ډلو وویشل، په ۱۹۸۵ کال کې یې په همدې ډلبندۍ کې بدلونونه راوستل. منسجمونکي وسایل یې په دوو برخو وویشل.

۱ـ د ګرامر زېږنده: اړیکوییکي، ارجاع، حذف او ځایناستي

۲ـ وییز انسجام دی: تکرار او ملتیایي

کوروش صفوي په خپل کتاب(تعبیر متن) کې انسجام دوه ډوله ښودلی دی. یوه ته د متن د ننه انسجام وایي، چې مطلب یې همغه د ګرامر زېږنده او وییز انسجام دی او دویم ډول ته بهرنی انسجام وایي. بهرنی انسجام همغه د متن دویم معیار(پیوستون) دی، نو له پورته خپرو معلومیږي، چې انسجام او پیوستون د متن دوه هغه عوامل دي، چې د یو بل په څنګ کې راځي. د دغو دوو توپیر په متن کې شکل او محتوا غوندې دي. انسجام بهر او پیوستون دننه اړیکې ښیي.

د ګرامر زېږنده عوامل

په دې ډول انسجام کې په یوه متن کې د جملو جوړښت او نحوي عناصر د انسجام سبب کیږي په دې عواملو کې ارجاع، تکرار، حذف او ځایناستي راځي.

اړیکوییکي

منطقي مانییزې اړیکې ښیي او د یوه متن مختلفې برخې له یو بل سره پیوستوي. په دوه ډوله دي: لومړی: رغښتي اړیکوییکي، چې د یوه غونډ ټوکونه یا دوه غبرګ غونډونه سره نښلوي لکه: چې، ځکه، ولې…

دویم ربطي اړیکوییکي، چې د یوه غبرګ غونډ دوه برخې سره پیوستوي لکه د بېلګې په توګه، پر دې بنسټ او له دې پرته.

ارجاع

په ژبه کې داسې توکي چې له نورو توکیو سره له رجوع پرته یې د مانا درک شونی نه دي. دې توکیو ته د ارجاع توکي وایي، چې یوې مرجع ته یو څیز ارجاع کیږي. ارجاع په متن کې انسجام پیدا کوي. که مرجع په متن کې د ننه وه، د متن د ننه ارجاع او  که مرجع له متن بهر وه، د متن بهر ارجاع نومیږي، چې دویم ډول یې د فرهنګي او موقعیتي قرینې په مټ معلومیږي او ژبه له بهرنۍ قرینې سره نښلوي. متن کې د ننه ارجاع، په متن کې د بېلابېلو ټوکونو ترمنځ انسجام پیدا کوي، ځکه مرجع او د ارجاع توک دواړه په متن کې شته.

ارجاع په دوه ډوله ده؛ لومړی: مخ مرجع لکه احمد راغی، خو زه یې ونه لیدم. دویم: پس مرجع لکه هغې راکې سترګې خښې کړې، ما په لومړي ځل د زرمینې په سترګو کې مینه ولیده. په لومړی جمله کې (یې) او په دویمه جمله کې (هغې) ارجاعي توکونه دي.

حذف او ځایناستي

د غونډ هغه برخه حذف کیږي، چې له تېرې برخې نه یې استنباط کیږي او کله یې ځای نوي توکي نیسي، چې ځایناستي ورته وایي: لیکوالي یوازې لیکل نه دي، بلکې سم لیکل او د پیغام لېږد دی. د بلکې نه مخکې لیکوالي حذف شوې، د مخکیني غونډ له مخې یې استنباط ممکن دی. همدارنګه لومړنی: احمد راغلی

دویم: نه

نه دی راغلی حذف شوی.

 وییز انسجام

د متن د انسجام دویم عامل د کلمو ترمنځ د مانیزو اړیکو شتون دی، چې دوه برخې لري، چې یو تکرار او بل ملتیایي دی:

ا. تکرار په درې ډوله دی:

۱) د یوې کلمې تکرار: د وییز انسجام مستقیمه بڼه ده چې په تصریفي ډول پکې یوه کلمه تکرارېږي:

قانون باید په ټولنه کې سمون راولي، داسې سمون چې د ګډوډۍ هره لار وتړي.

۲) هممانیزتوب: په یوه متني ټوټه کې د دوو یا څو هممانا کلمو تکرار:

خدای رڼا ته ورځ او تیارې ته شپه وویله.

۳) مانیز ګډون: د یوه جنس د څیزونو ترمنځ د کوز و پاس (سلسله مراتب) اړیکې له مخې د کلمو تکرار:

ګل: ګلاب، نرګس، رېدي، غاټول(حمیدزۍ ۱۳۹۶، ۱۹۰-۱۹۵)

ب. ملتیایي: په متن کې ځینې کلمې نورې کلمې راتداعي کوي. په دې توګه لوستونکي هممهاله یا د ورپسې کلموو په اړه وړاندوینه کوي او یوه توقع جوړوي. دا تداعي ښایي د موضوع له مخې وي. مثلا: که لیکوال د کیسې پر توکیو غږېږي او پېښه یادوي، د لوستونکي ذهن ته پلاټ، حرکت، کشمکش او نور راځي او په دې ډول له دې کلمو سره چې له متنه بهر دي، په متن کې یو انسجام پیدا کېږي.

ماخذونه

۱ـ حمیدزۍ، راحله. ۱۳۹۶. ګذار از مقوله و میزان به دستور نقش ګرایی هالیدی. پوهنتون کابل، پوهنځي زبان و ادبیاب، دیپارتمنت فارسی دری.

۲ـ ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. لومړی چاپ، پکتوس خپرندویه ټولنه.

۳ـ هالیدیؤ مایکل. حسن، رقیه. ۱۳۹۳. زبان، بافت و متن. ترجمه مجتبی منشي زاده، طاهر ایشانی. تهران: نشر عملي.

۴ـ حمیدزۍ، راحله.۱۴۰۲. نظریه های زبان‌شناسی. کابل: انتشارات سمون.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.