د وریښمو لارې او کمربند جوړیدل او ګټې یې / ناصرخان شیرزی

0 1,113

چین  غواړي له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي په توګه په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي او هڅه کوي چې د وریښمو لاره بیا فعاله کړي.

د وريښمو لارې په اوږدو کې د يو اقتصادي کمربند او په ٢١مې پيړۍ کې د سمندري وريښمو لارې د جوړونې پلان په هکله نړيواله همکاريزه سرمشريزه غونډه به د می له ١٤مې نيټې څخه تر ١٥مې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شي.

د وریښمو لارې په جوړیدو سره به د واخان غرنۍ سیمې له نور افغانستان سره او د چین هیواد به له مدیترانې او نورې اسیا سره ونښلول شي.

دا چې اوس نړۍ له اقتصادی ستونزو سره مخ ده که چیرې چین د سیمې له هیوادونو سره نږدې شي دا ددغه هیواد په کاروبار او اقتصادی کړو وړو کې خورا مهم کار دی.

 چین د اسیا تر ټولو ستر سوداګریز هیواد دی او په کال کې یې سوداګریزې راکړې ورکړې ۴۰۰ میلیارده ډالره اټکل شوې او ددغو دوو هیوادونو تر منځ متقابلې راکړې ورکړې هم تر سلو میلیاردو دالرو پورته کیږی.

ددغې لارې په جوړیدو سره به  یوازې چین  نه بلکې ۴۰ نور هیوادونه  هم یو ډول نه یو ډول په سوداګریزو مرکزونو بدل شی.

څرنګه چې د يو کمربند او يوې لارې په اړوند نړيواله غونډه به د لومړي ځل لپاره تر سره شي، نو مونږ افغانان ورته ډیرې هیلې لرو ، دغه لاره د افغانستان لپاره یو حیاتي ارزښت لري.

له دې لارې افغانستان کولای شی د لرې ختیځ هیوادونو او اروپا ته صادرات ولري ځکه موږ په وارداتو کې هم د کمې ګټې شاهدان یو.

له دې لارې چین او افغانستان دواړه کولای شي پانګونه وکړي.

همداسې د واخان کوریدور هم د وریښمو لارې یوه مهمه دروازه وه چې مخکې به بهر ته د افغانستان صادرات او واردات ترې کیدل.

د واخان کوریدور چې د وریښمو د لارې یوه برخه ده ډیر مهم دی او د افغانستان صادارات او واردات به دواړه زیات شی.

په دې سره به د هیواد د وارداتو د لګښت سلنه ډیره کمه شي او ان شونې ده له دې لارې د عینکو مسو د کان خام مواد چین ته ولاړ شی.

 نوددې لارې ارزښت یوازې افغانستان ته نه بلکې چین ته هم خورا ډیر دی.

 د سیمې جغرافیه هم ښیی چې چین او نور هیوادونه د ځمکې او اوبو له لارې له یو بل سره نښلیدلي دي او دا لار کولای شی مسافرو او د توکو د لیږد په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته کړی.

د افغانستان پلاوي به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، په دې برخه کې د افغانستان رول لرل ډیره اړینه خبره ده ، ځکه چې ددغه لارې ډیره برخه به د افغانستان په خاوره کې تیریږي.

او افغان دولت به ددغې لارې جوړیدو ، ساتنې او امنیت برخه کې پوره پوره همکاري ورسره کوي.

همداشان که  افغانستان له دې لارې له چین سره ونښلول شي نو تر ډیره به د ترانزیت په برخه کې د افغانستان اوسنۍ ستونزې حل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply