کابل ـ اسلام اباد ـ بيجينګ مثلث – چين ولې غواړي د افغانستان او پاکستان منځګړيتوب وکړي؟

0 780

لیکنه : خوشحال آصفي

وروسته له هغې چې افغان ولمسشر غني څو ورځې وړاندې د شانګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کي د چين د خلکو له ولسمشر شي جینګ پينګ او د پاکستان صدراعظم نواز شريف سره وکتل؛ چين له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې چې د کابل او اسلام آباد د کړکيچنو اړيکو د بيا رغولو لپاره منځګړيتوب کوي. په دغه کتنه کې د چين ولسمشر د کابل او اسلام د اړيکو رغولو ژمنه وکړه او د پاکستان صدراعظم يو ځل بيا د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنې وکړې. اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د افغانستان — پاکستان — چين ناستې ته د لارې هوارولو په موخه کابل ته راشي.

اساسي پوښتنې دا دي چې چين ولې غواړي د کابل او اسلام آباد کړکېچنو اړيکو په رغولو کې منځګړيتوب وکړي؟ او د کابل او اسلام اباد اړيکو په رغولو  کې د چين ګټه څه ده؟

د کابل ـ اسلام آباد اړيکو رغول د چين لپاره خورا د اهميت وړ دي ځکه چې:

لومړی: په وروستيو کې چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوي دي نو په مقابل کې يې د کابل ـ ډهلي اړيکې د لا پراختيا پر لور روانې دي. وروستۍ بېلګه يې د افغانستان ـ هند کارګو تر منځ هوايې الوتنې دي. اوس چين هو به هو د پاکستان په شان په افغانستان کې د هندوستان له نفوذه کړيږي. ځکه چين او هندوستان هم د ترينګلو اړيکو سابقه لري. اوس د کابل او اسلام آباد ترينګلو اړيکو په افغانستان کې د هندوستان د حضور د پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. او چين نه غواړي چې سيال يې په افغانستان کې د ده په پرتله ډير نفوذ ولري. د همدې لپاره چې د کابل ـ ډهلي اړيکو د لا پراختيا مخنيوی وکړي نو چين اړی دی څو د کابل او اسلام اباد اړيکې ورغوي.

دويم: په وروستيو کې چې د کابل او اسلام اباد اړيکې ترينګلې شوي دي نو دغې حالت په نړيواله کچه د پاکستان حيثيت ته سخته ضربه ورکړې ده. پاکستان د دې په خاطر چې په افغانستان او سيمه کې ترهګري خپروي، په خپل کور کې يې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه او روزنځايونه ورکړي دي نو په نړيواله کچه يې اعتبار ته زيان رسيدلی دی. په دې لړ کې په پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي هم ډيريږي. او دا چې پاکستان او چين دواړه له هندوستان سره ورته ستونزه لري نو پاکستان د چين لپاره نيږدې ستراتيژيک ملګری کيدلی شي. نو په همدې اساس په نړيواله کچه پر پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي د چين لپاره د منلو وړ نه ده. همدا دی چې اوس غواړي د کابل او اسلام آباد اړيکې ورغوي او پاکستان له انزوا راوګرځوي.

کابل بايد له بيجينګ څه وغواړي؟

په داسې حال کې چې افغان حکومت چين د يو ښه ګاونډي په توګه، د يو اقتصادي قدرت په توګه او په وروستيو کې د کابل ـ اسلام آباد په اړيکو کې د يو دخيل هيواد په توګه پيژني؛ له چين څخه بايد د کابل ـ اسلام آباد اړيکو د رغولو پر مهال ځينې غوښتنې هم مطرح کړي. افغان حکومت بايد له چين وغواړي چې د کابل او اسلام اباد اړيکو د رغيدو په صورت کې د دغو اړيکو يو ځانګړی تعريف وکړي. ځکه پاکستان سره په ځلونو د کابل اړيکو ترينګلې شوي، رغول شوي او بيرته بيا ترينګلې شوي دي. دا ځل بايد چين د کابل او اسلام اباد اړيکو لپاره ځانګړی تعريف وکړي.

چين بايد له کابل سره د اسلام اباد تيرو اړيکو ته وګوري او په کې د شته ستونزو او نيمګړتياوو څخه يې عبرت واخلي. چين بايد دا ځل د پاکستان هغه ټولې دوه مخې پاليسۍ چې له کابل سره يې پر مخ وړي دي؛ په ګوته او د لمنځه وړلو لپاره يې لاس په کار شي. چين بايد دا حقيقت درک کړي چې کابل له اسلام آباد سره د اړيکو د ترينګلتيا لامل، د پاکستان دوه مخي پاليسي او پر خپلو ژمنو عمل نه کول دي. پس افغان حکومت بايد له چين څخه وغواړي چې د کابل او اسلام اباد د اړيکو د ترينګلتيا عوامل له منځه يوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply