د پاکستان او ایران «جهادی» ډنډوری په افغانستان کښی

اختر محمد یوسفی

3,418

د پاکستان او د ایران د هری دوری کرغیړن واکدارانو د خپلو شومو ګټو د تر
لاس کولو د پاره د افغانستان د «جهاد» تر نامه لاندی یی ځانونه ته شیری غوا
جوړه کړیده. په افغانستان کښی د ۱۹۷۳ م کال د جمهوریت اوښتون او د هغو
پيښو په وروستیو پړاونو کښی پاکستان، او ایران افغان «مذهبی» بنسټپال کړی
یی د افغانستان د دولت پر ضد راوپاول. په افغانستان کښی د «مذهبی» بنسټپالو
تحریکات له لمړی ورځی څخه د پاکستان د استخباراتو په لاس کښی ؤ.

د افغانستان د اویایمی کلونو په پرله پیسی پیښو کښی چی د نړی د سترو
هیوادو د رقابت په نتیجه کښی پیدا شوی ؤ د پاکستان او ایران د کرغیړن
واکدارانو ته په افغانستان کی د پراخو مداخلو فرصتونه برابر کړل.

لومړی پاکستان:
پاکستان د اویایم کلونو په سرکی د ختیځ بنګال په جګړی کښی د هندوستان او د
بنګال د خلکو په مټو سره کلکه ماته وخوړل، هم یی بنګال له لاسه ووت، او هم د
پاکستان نیمګړی اقتصاد دړی وړی شو.

پاکستان د جوړیدو په وخت د هندوستان د نیمی وچی د اقتصادی وروسته پاتی
برخه کښی جوړ شوی ؤ. پاکستان د بنګال د لاس ورکولو څخه وروسته هیچ
داسی منابع نه درلودل چی پاکستانیانو ته خوراکی مواد وربرابر کړی.
د پاکستان د ژوندی پاته کیدلو لپاره یواځنی منبع د پاکستان هغه اجیر عسکر وه،
چی د عربو د شیخانو په چوپړ کښی ؤ. د پاکستان د صدراعظم ذوالفقار علی بوټو

دوه مخی پالیسی سیاستونه ( امریکا او چین سره پټ دوستی) هم ونه چلید، په
۱۹۷۷ کال کښی د جنرال ضیا د کودتا لخوا ړنک شو.
د شورویان د عسکرو راتګ افغانستان ته پاکستان د «جهاد» د صادرلو د پاره
لوی تاریخی چانس برابر کړل. پاکستان د خپل شومو اهدافو د سرته رسولو لپاره
ځکه وغرب او عربو ته د جګړیز د خدمتونو زمینه برابر کړل تر ځو چی په
یو تیر باندی دو نښانه ووهی. لومړی هدف دا ؤ چی د افغانستان جهادی نهضت
رهبری د افغان واقعی مجاهدینو له لاسه څخه وباسی، افغان جهاد یی و خپل
اجنټان ته پلاس ورکړ، پاکستان پدی کار کښی پوره بریالی شو چی جګړه تر
اوسه پوری دوام لری.

پاکستان د افغانستان ملی وحدت او د افغان اولس آزادی غوښتونکی جهاد ته لویه
صدمه ورسول. د افغان جهادی رهبری یی و خپل اوو جهادی ډلو ته ورسپارل
چی ټول یی د پاکستان د استخباراتو غلامان ؤ. د افغان جهادی نهضت مشران په
اصل کښی یو هم د افغان اولس پوری اړه نه درلودل، که چیری کوم واقعی افغان

خپل ږغ پورته کړیدی، بیا هم سمدلاسه د پاکستان د استخباراتو لخوا وژل
شویدی. د پاکستان په لاس جوړ شوی جهادی رهبران د ۱۹۹۲ م په افغانستان
کښی د واک د رسیدو پر وخت باندی وښودل چی دوی د افغان واقعی بچیان ندی،
بیله د افغانستان د ورانیولو، غلا او جنایتونه څخه نورهیچ د ګټور کار یی هیواد
ته و نکړ. دا چی اوس حامد کرزی او پاکستانی سیاستوال په سپین سترګو د
طالبان سره د مرستی لاپی وهی ټول درواغ دی. د پاکستان استخبارات آګاهانه
دښمنی له مخی د عربو تروریستی ډلی یی د افغان مجاهدینو په لیکو کښی ور
داخل کړب چی و افغان ملی جهاد ته د تروریزم بڼه وکړی، په نتیجه کښی
پاکستان او د عربو «جهادی» ډلو د افغان آزادی غوښتونکی نهضت اوافغان ملی
هویت بدنامه ګړل.
دویم ایران:
د ایران د خلکو نیم ژوند د افغانستان په مفتو اوبو پوری تړل دی. په افغانستان د
اویایم کلونو تحولات او په هیواد کښی د جمهوریت راتګ، د ایران شاهی نظام
یی وارخطا کړ، مګرد ایران د پاچاهی نظام د ملایانو لخوا ډیر ژر رانسکور شو.

د ایران ملایانو سمدلاسه په نړی کښی د شیعه ګانو د امپراتوری په جوړولو پیل
وکړ، په افغانستان کښی د ایران نفوذ هم د ایرانی ملایان له لومړیتوب څخه ؤ.
ایرانی ملایان د شوروی د یرغل پر وخت کی د افغان مهاجرینو څخه اته جګړیز
ډلی جوړی کړی وی. د ایران په لاس جوړ شوی جهادی رهبرانو او ډلو د

۱۹۹۲ م په افغانستان کښی د واک د رسیدو پر وخت باندی وښودل چی ایرانیان د
سعودی عربستان سره خپله نیابتی جګړه په افغانستان کښی پرمخ وړی.
ایرانی ملایان د افغان شیعه ګانو د حقوقو د غوښتنی په نامه د افغانستان په کورنی
چارو کښی تل مداخله کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.