د افغانستان جمهور رئيس ته! بالمثل روش- طالبان – پاکستان!

0 882

پاکستان کې په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول د افغان کابل حاکمیت ضد ‌‌‌‌‌‌ډلې وجود لري او د پاکستان له رسمي هوایي میدانو او د پاکستان د امنیتي ارګانو د حمایې سره پاکستاني ښارو کې اوسي او دفاتر لري. شفاخانه او کوچنیو ته یې مکتب لري. دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې چې یوه یې د طالبانو له نورو ‌‌‌‌‌‌ډلو جدا د ملاهیبت الله ‌‌‌‌‌‌ډله ده او د افغانستان د کابل حکومت په رسمیت نه پېژني او دا دی ورسره د پاکستان صدر اعظم عمران خان هم رسماً کتل هم غواړي او ګوري او د افغانستان او پاکستان د اړیکو په باره کې بحث کول غواړي د دقت وړ خبره او بحث دی.

لږ وړاندې د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني په خپل تویت ( دوه تویتو ) یواځې د پښتون تحفظ موومنټ د فعالینو پر وژلو او د پاکستاني امنیتي اداره د بد چلند په هکله یواځې خپل تشویش وښود نو سم د لاسه د پاکستان د خارجه چارو وزیر په خپله پرې اعتراض او دا یې په پاکستان کې د افغانستان مداخله وبلله. هلته د ای اس ای نوکر حسن خان هم له ادبه بهر د افغانستان د جمهور رئيس پر ضد اول اظهارات وکړل او بیا یې مصلحت ولید چې له هغو خبرو نه لاس په سر شي. نو د کابل حکومت ته ویل غواړم چې سوله نه ګدایي کیږي. انساني رسالت باید اداء شي او دده په څنګ کې بالمثل حرکت باندې لاس پورې او د بالمثله حرکاتو پراخ تدابیر ونیسي او یا ادامه هم ورکړي. د پښتنو او بلوچو د حقه حقوقو نه دفاع د انسان وجیبه ده او افغان حکومت نباید دې برخه کې ساکت کړای شي. بالمثله اقدامات په کار دي او حق اخیستل کیږي.

افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر القوه امکانات دې برخه کې لري چې بالفعل شي. پښتون تحفظ موومنټ (پ ټ ایم) دپاکستان نظام ړنګول نه دي اعلان کړي، اما د ملا هیبت طالبان نه تنها چې د کابل حکومت په رسميت نه پېژني، هغه مسلحانه ړنګول هم غواړي. د طالب حرکت او سفر روسیې ته د هغوی ملاقاتد روسي رسمي مقاماتو سره دوه جدا بحثه دي. د طالب حضور پاکستان کې او د هغوی تحت الحايګي او بیا راتلونکې رسمي کتنه د فکستان له صدراعظم عمران خان سره له سره د منلو نه دی او افغانستتن د بالمثله حرکاتو پوره پوره حق لري. پښتون تحفظ موومنټ ( پ ټ ایم) د حق او عدالت آواز دی او له هغونه ملا تړ او د استاد ابراهیم آرمان لوڼي د وژنې غندنه اسلامی، انساني او افغاني وجیبه ده!

د. صلاح الدين سعيدي ١٣/٠٢/٢٠١٩

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply