خلیلزاد بیا په ۱۸ ورځني سفر را وخوځېد

0 666

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې هڅو په لړ کې يو ځل بيا سیمې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته اتلس ورځنى سفر پيل کړ.
ټاکل شوې د خليلزاد په مشرۍ دغه پلاوى د فبروري له ١٠مې تر ٢٨مې په سيمه کې افغانستان، پاکستان، ترکيې، په منځني ختيځ کې قطر او په اروپا کې هم جرمني او بلجيم ته لاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، خلیلزاد به په دې سفر کې له افغان حکومت سره د سولې هڅو لا ګړندیتوب لپاره سلا مشورې وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکلو وروسته، دا د نوموړي پنځم سفر دی چې سیمې او د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته یې کوي.
د خبرپاڼې له مخې، په یاد سفر کې به د امریکا د ملي ګټو پر ټینګښت سربېره د بین‌الافغاني مذاکراتو اسانولو لپاره هم هڅې وشي.
ټاکل شوې زلمي خلیلزاد د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه نېټه په قطر کې له طالب استازیو سره د افغان سولې پر سر بیا خبرې وکړي.
زلمی خليلزاد تېره مياشت په قطر کې له طالبانو سره له پنځه ورځنۍ ناستې وروسته امريکا ته ستون شو او امريکايي چارواکيو ته يې د افغان سولې په بهير کې د شویو پرمختګونو په اړه مالومات ورکړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply