ښکاره دریځ!/ ډاکټر ص. سعیدي

0 473

ښکاره دریځ!

د پښتنو، بلوڅو او افغان اولس تراژيدۍ او د پنجاب ظلم او تعدي لړۍ اوږده ده!
ددې تراژیدۍ مقابل کې غلی پاتې کیدل، اعتراض نه کول، دهغو سره چې ددې ظلم، تعدي، او تجاوز مقابل کې ولاړ دي د هغوی درد، او رنځ سره نه شریکیدل، او هغه خل نه ګڼل، ملاتړ یې نه کول او په دغه مبارزه کې سهم نه اخیستل هیڅ سلیم ضمیر او با عزته انسان نه شي ردولای او نشي منلای. د اوږدې مودې روان پنجابي ظلم پر وړاندې او مقابل کې همغږي او مقابله د هر سلیم انسان ، هر پښتون، بلوچ او هر بادرده انسان وجیبه ده.

مونږ په کلکه د پ ټ م چې ددې سترې داعې او ستر ې مبارزې اوسنی علمبردار دی او د منظور پښتین د هوښیار زعامت ملاتړ کوو او په ټول توان یې پيروان او لارویانو یو!

مونږ د پ ټ م ملاتړي یو او دا كار زمونږ وجیبه ده!

مونږ د تاریخي افغان هیواد، افغان اولس، پښتنو او بلوڅو د حقوقو مدافعین یو!

مونږ په دغه برخه کې د پ ټ م مجبوریتونه او د پنجاب ناروا او تعدي باندې خبر یو، خو مونږ د پاکستان تحفظ موومنټ سره هیڅ تړاو نه لرو او د هغو خلاف یو چې هغوی د پ ټ م ، د ملاتړ په بهانه د پاکستان د بیرق پورته کوي او په دې ‌‌‌‌‌‌ډول د پنجاب ملاتړي دي. د داسې هڅو او ناروا سره په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول شریکه لار نه لرو او دا لاره د پښتون تحفظ موومنټ لار نه ده. دا د پنجابي دښمن پایې او اساس ټينګوي او دا ملي خیانت دی او مونږ
یې پر ضد یو!
د پ. ټ. م. مشر تابه ته په کار ده چې د افغان اولس یووالی، له آمو نه تر آباسینه ددغه ستر ملت په ستونځو متمرکز پاتې شي او دغې لار ته چې په پينځو مادو کې د اوس لپاره آماده کړي ادامه ورکړي. مونږ نباید د ای اس ای او د پنجاب د تهمتونو تر تأثیر او ناروا اغیزې لاندې ددې خط او دې لارې نه یو څپک او یو قدم هم په شاشو.
د افغان اولس بیرق ددغه ملت ملي سمبول دی او دغه ملت د پښتنو او بلوڅو د مبارزو جز او د شریکې او ګ‌‌‌‌‌‌ډې مبارزې او ستر کُل جز دی. دا وحدت او یو والې مو نباید د پنحاب او ای اس ای په دسیسو او فتنو څوک مات او خراب کړي!

زمونږه قوت او د بریا تضمین زمونوږ په یو والی کې دی. دغې یووالی ته باید په پوره دقت په شعار او عمل کې کار وکړو او دا يو والی باید په پورت جرئت او هوښيار تیا وساتل شي!
و ما علينا الا البلاغ المبين
٢٦/٠٥/٢٠١۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply