عمران خان  او که د ای اس ای لوډسپیکر؟/ ډاکتر ګل مرجان منګل

0 772

که د پاکستان د ملکي حکومتونو تاریخ ته وګورو نو ډیر کم وخت د داسې شوی اوسی چې کوم یو نیم صدراعظم د خپله د کار پنځه کالنه دوره پای ته رسولی اوسي اکثر لومړۍ وزیرانو چې د افغانستان او هند سره یې د روابطو د ښه کولو هوډ کړی دی سمدستي پوځ  ورباندې کودتاګانې کړی دی، مرشاله ګانی یا بيړني حالاتونه اعلان شوی  خو دا وار موږ پوره باور لرو چې عمران خان به خپله دوره په ډیره کامیابۍ سره سرته ځکه ورسوی  پوره به یې کړي چې هغه یعنې عمران خان د ملکی حکومت لومړۍ وزیر نه بلکې د پوځ په ځانګړي توګه د ای اس ای لوډسپیکر دی، دا د عمران خان وړتیا په ولس کې د نوفوذ او یا کوم بل کمال نه وو چې په عمران خان کې يې څوک پیدا کړی، دا د ای اس ای برکت وو لو په ټاکنو کې د ای اس ای ژوره لاسوهنه وه چې عمران خان يې د پاکستان د لومړۍ وزیر یا صدارت پر کورسۍ کشینوه.
د عمران خان صدارت ته رسیدل همدارنګه په پاکستان کې د مسلم لیک او پیپلز ګوندونو کوم چې د پاکستان په تاریخ کې دوه د پام وړ غټ ګوندونه وو هر وخت به د همدغه ګوندونو څخه کله د یو او کله هم د بل  څخه لومړۍ وزیر ټاکل کیده رول ته د  پوځ او ای اس ای لخوا د پای ټکی ايښودل په پاکستان کې د ژور بدلون په مانا ده چې دا نه د پاکستان  د عام ولس په ګټه ده او نه هم د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه د هند او افغانستان، دا ځکه چې د پنجاپ پوځ ملکی حکومت چې کله کله به يې د پوځ سره ښکر اچوه هم د خپل ځان کړ، نو اوس چې پوځ څه غواړی هغه به د عمران خان په خوله چې د ملکی حکومت مشر یا صدر دی خپلو خلکو او نړیوالو ته اعلانوي.
پاتې د نه وی چې دا وار پنجاپی پوځ نه تنها لوی ګوندونه لکه چې پورته يې یادونه وشوه   له سیاسي ډګر څخه وباسل بلکی تش په نوم مذهبی او  ملتپاله  ګوندونه يې هم جارو کړل.
عمران خان او افغانستان:
پداسې حال کې چې عمران خان لا د صدارت لوړه نه ده کړی لومړۍ خبره يې دا وه چې د افغانستان سره د ښو اړیکو جوړل غواړی، همدارنګه د افغانستان سره به پرانیستی سرحد د هغه له  مهمو تګلارو څخه اوسي.
د عمران خان د  هم دغه خبرو په اوریدلو سره  یو تعداد افغانانو چې تر اوسه يې پنجابيان لا نه دي پيژندلي خوشباوری پیدا شوه دوی داسې فکر کوي چې ګويا عمران خان به رښتیا هم همداسې وکړي خو دا بیچاره پدې نه پوهیږی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دا  څلويښت کاله جګړه د څه شي پر سر روانه  ده؟  د افغانانو دا  دومره وينې د څه شی پر سر توی شوي؟  کرزی چې له شلو څخه  زیات سفرونه پاکستان ته وکړل کومه نتجه یې افغانانو ته درلودله؟ کله چې اشرف غنی واک تر لاس کړ لومړۍ سفر یې پاکستان هغه هم د  همدغه هیواد  د پوځ  لوی مرکز ته وکړ څه کوچ ترینه راووتل؟ همدارنګه په کراتو، کراتو واکیلانو او ژورناليستانو اسلام اباد ته سفرونه وکړل ټوله نتجه صفر.
نو، نو، نو نه عام افغان ولس ته پکار ده چې پر عمران خان باندې د هغه پر غورو او ډوزو باور وکړی او نه هم افغان حکومت ته پکار ده چې پر عمران خان او د هغه په باد وړیو هوایې خبرو باور وکړی دا ځکه【 عمران خان یعنې د پنجاپ پوځ، د پنجاپ پوځ یعنې عمران خان】عمران خان د دوه توتانو واک اوداختیار هم نه لری او نه هم دا واک د پنجاپ پوځ عمران خان عاجز ته ورکوي، د عمران خان څخه نواز شریف او له هغه وړاندې وزیر اعظم زردادری ډیر واک درلود خو بیا هم وروستۍ خبره  او وروستۍ فیصله به د پنجاپ پوځ کوله اوس چې عمران خان پوځ تر همدغه ځایه راورسوه لومړۍ وزیر یې کړ لومړۍ او وروستی خبرې یا فيصلې به ټولې د پوځ په واک کې وي، ځکه پوځ يعنې عمران خان، عمران خان یعنې د پنجاپ پوځ.
نتجه:
عمران خان د پنجاپي پوځ په واسطه قدرت ته ورسول شو ځکه خو هیڅ واک اختیار نه لری، د هغه ټول واک د پوځ په ځانګړی توګه د ای اس ای سره دی څه چې پوځ او ای اس ای ورته وایې هغه به کوی، افغانانو په ځانګړی توګه  افغان حکومت ته پکاره ده چې پر عمران خان او د هغه پر هوايې خبرو دوقه نه شی د عمران خان هره خبره د  ای اس ای خبره وشماري.
مننه

30/07/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply