د مهاتما ګاندهي ( ګاندهي جي ) وژونکي ( قاتل ) څوک واو ولې یې وواژه ؟/ ډاکټر لطیف یاد

0 1,171

مو هنداس کرم چند ګاندهي( ګاندهي جي ) ته دهند ولس ځکه دمها تما لقب ورکړی دی چې مها آتما یعنې ستر ې اروا او یا ستر روح ته ویل کیږي او نوموړی دهنددملت بابا ګڼل کیږي .
مهاتما ګاندي په۱۸۶۹ زیږدیز/میلادی کال کې دهند دګجرات دایالت ( صوبې )په پوربندر نومي ځای کې په یوې اشرافي کورنۍ کې پیداشوی و. ده په لندن کې دحقوقو او قانون په برخه کې زده کړې کړي وې اوډیر وخت یې په جنوبي افریقا کې دوکیل په توګه هم کار کړی و.مهاتما ګاندهي ساده ژوند درلود .تول کارونه به یې پخپله کول ،ځان ته به یې دڅرخې په ذریعه دخمتا کالي اوبدل ، خپل کور به یې پخپله جارو کاوه ، یوه وزه یې درلودله او هغه به یې لوشله او دهغې دپیو ( شودو) نه به یې ګټه اخیستله.دي پر خپلو خلکو او خپل ولس ډیر ګران و او دهند دآزادۍ یو ستر مبارزو اوپه پای کې د۱۹۴۸ کال د جنورۍ په ۳۰ نېټه دیوه متعصب هند و له خوا چې نوم یې نتهو رام ګودسې و وژل شو.
نتهورام ګوډ سې څوک و؟ 
د ده اصلي نوم رام چندرا وینایک ګودسې و Nathuram Vinayak Godse وچې د۱۹۱۰ زیږدیز /میلادي کال کې دهند د مهاراشټرا ایالت پونې ته څیرمه دباراما تي په سیمه کې په یوې برهمنې مذهبی کورنۍ کې زیږیدلی و. خو ځکه ده ته نتهورام ویل کیده چې موریې ده ته په پوزه کې کړۍ اچولې وه په مرهټي ژبه کې دپوزې کړۍ یا حلقې ته نتهو وایی.
نتهورام په پیل کې دګاندي جي دافکارو سره مینه درلودله ، خو کله چې دافراطي مذهبي او تنګ نظره هندو مذهبي نیشنلیستو ډلو او له هغو نه Rashtriya Swayamsevak Sangh (RSS) او Hindu Mahasabha سره یوځا ی شو نو په افکارواوسوچونو کې یې بدلون راغی ، همداراز نتهو رام ګوډسې دمرهټي ژبې یو اخبار هم چلاوه چې نوم یې اګراني و او په هغه کې یې دګاندي جې افکار غندلي او هغه یې دهندوستان دخلکو پر خلاف بللي دي . همداراز نتهورام ګودسي به ویل چې هندوستان یوازې دهندوانو هیواددی او مسلمانان دلته دژوند کولو حق نلري .همداراز ده دګاندهي جي دعدم تشددپالیسي چې دوینو دتو ېیدلو پر خلاف وه هغه یې نرمه پالیسۍ ګنله او غندله یې او دغه پالیسي یې دهند دولسونو په ګټه نه بلله.
په پای کې نتهورام ګودسې تردې نه دمخه هم یوځلې د خپلې یوې هم فکرې ډلې سره له بمبئي نه ډیلي ته راغلی و چې ګاندي جي ووژني دوی په خپل پلان ( منصوبه )کې بریالي نه شول، یو تن یې ونیول شو او نور بېرته بمبئي ته ستانه شول.
لس ورځې وروسته ګودسې بیا له خپلو ملګرو سره ډیلي ته ته راغی او د۱۹۴۸ کالد جنوري په دېرشمه نېټه د مازدیګر په پنځو بجو ېې خپل ځان تر ګاندي جي ورساوه، او په درېیو مرمیو سره ېې وواژه، همالته یې خپله وسله کېښوده، پولیسو ته ېې غږ کړ او خپل ځان یې قانون ته تسلیم کړ.
ګودسې ویلي و: داسې څوک مې وواژه چې سیاست او لارې یې په زرګونه هندوان نابودۍ سره مخ کول، د هغه له منځه وړو لپاره قانوني لاره نه وه؛ نو ځکه مې په مرمیو وویشت.
وروسته د ده محاکمه پیل شوه او بیا د۱۹۴۹ زیږدیز کال د نوامبر په ۱۵ نیټه دا مباله په زندان کې ورته د پاڼسۍ سزا ورکړل شوه .
دده دپاڼسۍ او وژلو دسزا سره دګاندي جي زامنو هریوه مني لعل ګاندي او رامداس ګاندهي مخالفت وکړ او داکار یې دګاندي جي داصولوخلاف کار وباله ، خو دهغه وخت حکومت، عدالت اوسرکار دهغه پاڼسي وغوښتله او ده ته دغه سزاورکړل شوه .

تاسو په لاندنیو انځورونو کې د ګاندي جي د قاتل او وژوتکي نتهو رام او د ګاندي جي دمړینې صحنه لیدلی شئ !

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply