Browsing Tag

خبیب علي

د قیمتونو لوړول

د قیمتونو جوړښت او اندازه د کاروبار په بریالیتوب کې موثره پدیده ګڼل شوې ده. تولیدي واحدونه د وخت په تېرېدو او د شرایطو له درک وروسته په قیمتونو کې تغییرات راولي. دوی ولې داسې کوي؟ معمولا تولیدي شرکتونه د دې لپاره چې په جنس باندې شوی لګښت…

د ټولنې د ملا تیر/ خبیب علي

اته نهه تنه به وو، د سیند په غاړه د لويو ډبرو پر سر ناست وو. څه زما په عمر، څه رانه کشران، څه رانه مشران. د ډېرو یې ږیرې نوې نوې په مخ راغلې وې. زما او د هغوی ترمنځ تقریبا شپږ، اووه متره فاصله وه. اواز یې لږ لږ راتۀ، ما یې خبرې اورېدای شوې.…

کامیابه پانګونه/ خبیب علي

د پانګه اچونې ماهرانو د کامیابې پانګونې لپاره ګڼې لارې او بېلابېلې سټراټېژۍ راښودلې دي چې کولای شو د اغېزمنې طریقې په حيث ترې کار واخلو. باید ووایو چې ځینې پالیسۍ او تګلارې تر پانګونې وروسته هم ونډه لري، يانې موږ باید تر پانګونې وروسته هم…

د اتاتورک یاد / خبیب علي

د ژبې او کلچر مینه ډېره خوږه ده، خو چې کله پکې افراط وشي بیا ترې فساد راولاړېږي. د زاهد خلیلي په یوه ژباړه کې مې لوستي و چې مصطفی کمال اتاتورک د کالج په دوره کې له قومي او ملي جذبې نه ډک اشعار ویل او بیا به یې خپلو ملګرو ته اورول. د ده په…

خوشالي / خبیب علي

د خوشاله خلکو په اړه ویل شوي دي چې تر هغو خلکو ډېر څه ترلاسه کوي چې خپه دي. دا خبره ترډېره ځایه سمه ګڼل شوې ده. په دلیل کې یې ویل شوي دي چې د تاریخ پاڼې له هغو خلکو ډکې دي چې د خوشاله او ښه اقتصادي ژوند له امله یې پرمختګ کړی دی. د لرغوني…

مرکنتلستان / خبیب علي

په یورپ (اروپا) کې پخوا اقتصادي نظریات له مذهب او دیني عقایدو سره تړلي وو. هېچا نشول کولی چې د کلیسا له تګلارو سره اختلاف وښیي. سیاسي تګلارې او اقتصادي فعالیتونه به د مذهب په چوکاټ کې تنظیمېدل. د کلیسا لاس په ټولو ورځنیو چارو بر و. ورو ورو…