کامیابه پانګونه/ خبیب علي

0 609

د پانګه اچونې ماهرانو د کامیابې پانګونې لپاره ګڼې لارې او بېلابېلې سټراټېژۍ راښودلې دي چې کولای شو د اغېزمنې طریقې په حيث ترې کار واخلو. باید ووایو چې ځینې پالیسۍ او تګلارې تر پانګونې وروسته هم ونډه لري، يانې موږ باید تر پانګونې وروسته هم پکې برخه واخلو او لازم تدابیر ورته ونیسو، خو ځینې سټراټېژۍ داسې هم شته چې یوازې پانګونه غواړي او نور زیار ګاللو ته پکې ضرورت نهشته.
د پانګونې ټولې سټراټېژۍ د ټولو خلکو لپاره یو ډول کار کوي او ټول ترې یو ډول استفاده کولای شي؛ نو ځکه ضروري ګڼل شوې ده چې تر پانګونې وړاندې باید خپل اوسنی او راتلونکی مالي حالت وسنجوو، تر څو په راتلونکي کې له زیان سره مخ نه‌شو.
په پانګه اچونه کې تر ټولو له مخه لومړۍ خبره دا ده چې د پانګونې سټراټېژي باید غوره شي. د پلان په دې برخه کې باید خپلې مالي موخې روښانه کړو او په پانګه اچونې پورې مربوطې ټولې پوښتنې له ځانه وپوښتو، مثلاً؛ پانګونه د څومره سپما لپاره کوو یا پانګونه د څه شي لپاره کوو؟
دویم ټکی دا دی چې له مصرفي پورونو باید ځان بې‌غمه کړو. يانې موږ باید مطمین شو هغه پورونه چې موږ د پانګونې لپاره کړي دي، موږ ته ګټه را رسوي. دلته دا پوښتنه شوې چې ولې باید داسې وکړو؟
په ځواب کې یې ویل شوي دي چې پور اخیستونکی تل له ذهني فشار او ګډوډي سره مخ وي. فکري تمرکز یې برابر نه وي او نه‌شې کولای چې ښه تصمیم ونیسي یا له فرصتونو سمه ګټه واخلي. که ووایو چې ټول پورونه بد نه وي. ځینې پورونه کولای شي موږ ته ګټه وکړي مثلاً؛ موږ د پور په پیسو یو کور رانیسو او په کرایه یې ورکوو. دې عاید ته «Rental Income» وایي.
په درېیم قدم کې باید خپله بودیجه وټاکو. له لویه سره د ټولنې ټول وګړي غواړي سپما وکړي، ځکه سپما کول د پانګه اچونې لپاره لومړی شرط دی. همدا سپما زموږ د بودیجې په ټاکلو کې مرکزي رول لري. څومره چې موږ سپما او بچت زیات وو، په هماغه اندازه زموږ بودیجه ډېرېږي. کله چې موږ بودیجه ټاکو، موږ ته د خپلو پیسو او پانګې لپاره مناسب ځایونه را ښکاره کېږي.
دا له موږ سره مرسته کوي چې د پانګه اچونې ځای او نور مشخصات بدل او یا په خپل حال پرېږدو. د بودیجې ټاکل کومه ځانګړې پوهه یا مهارت نه غواړي، یوازې باید یو قلم او کاغذ ولرو او شرایط درک کړو.
څلورمه خبره دا ده چې فیسونه او مالي مصارف باید را کم کړو. منظور دا چې د پانګونې مصارف باید له عایده زیات نه‌شي. که په مالي برخه کې له افراطه کار اخلو، که په پانګونه کې زیات مصرف کوو او که لګښت مو له عایده زیات وي؛ نو په لوی لاس خپله پانګونه ناکاموو او کېدای شي چې د ګټې پر ځای تاوان وکړو.
پنځم ټکی چې باید پام ورته وشي دا دی چې د شتمنیو تخصیص وکړو. د شتمنیو وېش یا تخصیص هغه تګلاره ده چې موږ پکې د پانګونې دوسیه او ساحه په بېلابېلو برخو وېشو. بانډونه، املاک، اختیاري پانګونې او نغدي پیسې د دې برخو ښه مثالونه دي. د دې تخصیص یوه ښېګڼه دا ده چې د پانګونې د ساحې په وېشلو سره موږ ته پېښېدونکي خطرونه را کموي، يانې ټولې هګۍ په یوه درجن کې نه اچوي چې په یو ځل د یوې هګۍ پر ځای ټولې هګۍ له منځه لاړې شي. د شتمنیو تخصیص یو ډول نه دی. د پانګه اچونې ماهرانو د دې چارې لپاره ګڼ مېتودونه را منځ ته کړي دي. سربېره پر دې ډېر موډلونه شته چې په دې برخه کې مرسته را سره کولای شي. زما په نظر تر ټولو ښه تخصیص او وېشنه د MPT د تیوري په اساس کېدلای شي.
دا تیوري او سټراټېژي د بېرته راستنېدونکو خطرونو په کمولو کې مرسته کوي. په دې ډول چې زموږ د پانګونې ساحه په بېلابېلو شتمنیو وېشي. د دې مېتود په وسېله وېشل شوې برخې له یو بل سره اړیکې نه لري؛ نو که شتمني ته زیان رسېږي، بلې ته یې نه رسي او په خپل عادي حال پاتې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply