Browsing Tag

ذبیح الله احساس

غزل

زياتي مې خپلو ارمانونو باندې ننګ نه شي په دې پوهېږمه چې تا سره مې جنګ نه شي که د درخو د مړوندو د بنګړو شرنګ نه شي دلته به بيا د آدم خان د رباب ترنګ نه شي د پاچايانو کيسې مفته دي، بې غمه اوسه خو چې په ژوند کې هم خپه درنه ملنګ…

 غزل

د‌ طبيعت غېږ کې ارامه زندګي غږېږي نری نری باران ورېږي موسيقي غږېږي لګيا ده خپله د خپل ځان صفت کوي لېونۍ زه ورته ګورمه او زړه مې رانه وړي غږېږي شور ته حاجت نشته هر څه په چوپه خوله روان دي تمامه ورځ زمونږه ښار کې خاموشي غږېږي…

غزل

زړه مې خوږېږي له بارانه وروسته څوک رايادېږي له بارانه وروسته چې اوښکې څاڅي نو اغېز پرې باسي ځمکه لمدېږي له بارانه وروسته هغه د خټو کورګی نوی جوړ کړ اوس به ځورېږي له بارانه وروسته پرېږده چې وژاړي، چې زره يې سپک شي موسم…

غزل

دا شپه ما ويښه کړه که زه، شپې خوب ته پرې نه ښودم زړه! ستونزه څه وه چې دې زه پرې خوب ته پرې نه ښودم د هرې ورځې امتحان ته يې چمتو ساتلم حالت و داسې لکه مور يې خوب ته پرې نه ښودم نن بيا خوب نه راځي نن بيا د کال هماغه شپه ده چې…

چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه

چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه.... يو نظم يو کال تېر شو، بل کال راغی چا د ژمي ساړه تېر کړل او پر چا د پسرليو شمال راغی چا ګټلې لوبه بايله چا له سره لوبه پيل کړه مټور چپندازانو قيزې کش کړې تازه دم آسونه ښکته شول ډګر ته…

 غزل

څه به مې غوښتی، دعا پاتې نه وه له تا نه اخوا دنيا پاتې نه وه سترګې مې ډنډ وې، بې وسه هم وې نور پکې پوټی ژړا پاتې نه وه شونډې په غاښ مې چې تا پسې کړې راسره بله سزا پاتې نه وه تا خدای پامان کړل، ما به څه ويل نو خبره بله…

غزل

فکر مې نه و، خو حتمي راته تر دې شوې ته لکه څراغ خال په تندي د تورې شپې شوې ته پام به دې نه وي چې بېلتون هم خپل کيفيت بايللی رانه يې لرې نه کړې، لا پسې نزدې شوې ته څوک چې د عشق خبره وکړي ما ته، ته ياده شې واحد مې زړه کې اوس د…

غزل

د احساساتو د پيل هغسې انجام نه کېږي تر دې چې نيت مې درپسې د يوه ګام نه کېږي وس مو د سترګو لګولو دومره بايلود سره د ورځې غېږ کې وايوو زر ولې ماښام نه کېږي مسله دا نه ده، چې يو بل سره نه مخ کېږو مسله دا ده چې مو يو بل ته هېڅ…

يو اغېز

څه مې کول، چېرې تلمه، چا پسې روان ومه بس د خپل وجود له پېژندنې پښېمان ومه کاشکې دې هدف وای، نتيجه به داسې نه وای بيا زه خو تاته نه پوره کېدونکی يو ارمان ومه کله د مذهب په ژبه ما له مينې وېلې دي؟ پوه مې کړئ، زه څه وخت په…

غزل

په وېره نه کېږي، په ډار باندې خو نه کېږي نو عشق حوصله غواړي، تلوار باندې خو نه کېږي نو بس د فکرونو ګنډل ستن د عمل هم غواړي تش د خبرو نري تار باندې خو نه کېږي نو پاکه ستره يې راته ووايه، راځې او که نه کنه نو داسې انتظار باندې…