چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه

ذبیح الله احساس

480
چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه….
يو نظم
يو کال تېر شو، بل کال راغی
چا د ژمي ساړه تېر کړل
او پر چا
د پسرليو شمال راغی
چا ګټلې لوبه بايله
چا له سره لوبه پيل کړه
مټور چپندازانو قيزې کش کړې
تازه دم آسونه ښکته شول ډګر ته
چا په نيمه کې مزل پرېښود او ګوري
چا موزې د نوي تګ پښو کړې، روان شول
خو لا ډېر پاتې مزلونه
شته په لار کې ککلېچونه
ګړنګونه
خدای خبر چې څنګه وي به
دلته پاتې سحرونه
د چا ټول نيالګي دي ژمي سوزولي
د ميوو غوټۍ يې ګل نه شوې ډنډر کې
څوک تکل د نوي باغ لري لګيا دي
جوړوي ورته بندونه سمندر کې
چا په للمو کې شيندلي و تخمونه
چې باران به شي او وبه شي فصلونه
ژوند همدا دی
چا بايللی په يقين دی
چا ته سره زر شول خپل کړي ګومانونه
چا له ځانه خپل لاسونه دي تاو کړي
په خپل کړي صداقت باندې پښېمان دي
څوک په کړي عشق غره دي
وفادار دي
او په تمه د محبوبې د دیدار دي
له چا پاتې عادتونه د مستيو
دي بېزاره اوس له ټولو هوسونو
خو څوک ګوري ميکدې د ښار د څنډو
او لا هغسې جامونو ته خمار دي
تقاضا به د زړه ماتي حالت څه وي
د سبا ماشوم به خاندي که به ژاړي
خدای خبر!
چې به نو بيا په دغه ښار کې
ټاکل شوی به
د مينې قېمت څه وي
چې ماښام شو نو لمر پرېوت
د چا هسک ته نظر واوښت
د چا پښو ته نظر پرېوت
چا د کړو باورونو تاوان ورکړ
څوک تصميم لري له سره يقين وکړي
چا د عشق د قمار دو کې
په يو څو غيرانو ښکلی جانان ورکړ
نو پوهېږې!
ژوند کټ مټ زمونږه ښار دی
څوک ترې لاړل
او څوک بېرته ورته راغلل
يو کال تېر شو، بل کال راغی
چا د ژمي ساړه تېر کړل
او پر چا
د پسرليو شمال راغی
نوروز، ۱۴۰۲لمريز

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.