غزل

ذبیح الله احساس

440
فکر مې نه و، خو حتمي راته تر دې شوې ته
لکه څراغ خال په تندي د تورې شپې شوې ته
پام به دې نه وي چې بېلتون هم خپل کيفيت بايللی
رانه يې لرې نه کړې، لا پسې نزدې شوې ته
څوک چې د عشق خبره وکړي ما ته، ته ياده شې
واحد مې زړه کې اوس د دغې اندازې شوې ته
نور رانه ودرېدل، خو تا راسره غبرګه کړله
چې زه روان شوم لکه سيوری راپسې شوې ته
زه دې له نيمې لارې ستون کړمه خمار دې پرېښوم
ناځوانه خپله اوس دربان د ميکدې شوې ته
د دلوې ۲۵مه، ۱۴۰۱لمريز

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.