Browsing Tag

رحمت شاه فراز

د ماشوم ارواپوهنه

د سوال او ځواب لاره د ماشومانو د ژوند د عامو پېښو، هغو شیانو چې دوی ورسره علاقه لري او د دوی د خوښې وړ فعالیتونو په تړاو که له ماشوم څخه مخامخ پوښتنې وشي او ځوابونه يې په ترتیب سره را ټول کړای شي، نو د ماشوم د ځوابونو د تحلیل له لارې هم د…

د لوبو د لېوالتیاوو ارتقايي پړاوونه

د تجربې او عمر له زیاتوالي سره د ماشومانو د لوبو ذوق هم بدلېږي. که څه هم د ماشومانو په هوساییزو لېوالتیاوو کې جدي توپیرونه لیدل شوي، خو بیا هم د لوبتیا د ودې او تکامل تدریجي پړاوونه شاوخوا هر ځای او د هر توکم په ماشومانو کې تر ډېره مشترک…

دلته که نه وي، هلته یې هم نه غواړو

دوی چې د کور دننه د متقابل احترام په نوم څه نه پېژني او نه یې مراعتوي، نو که په رښتیا هم ځان د ملت استازي بولي، تر پولو اخوا دې هم نه مراعتوي. دوی چې د کور دننه ديپلوماسي نه لري، آن د ديپلوماسي په معنا هم نه پوهېږي، له بهرنیانو سره…

د بحث یوولس اصول

بحث په لغت کې له ځمکې څخه د ګرانبیه او ارزښتمنو ملغلرو را ویستو ته ویل کېږي. د مکالمې او خبرو اترو لپاره هم د بحث کلمه په همدې معنا کارېږي چې د خبرو دواړه ښکېل لوري په یوه موضوع او مسئله کې د حقیقت ګرانبیه او باارزښته ملغلرې ته لار ومومي.…

د ښځو ګمارنه: یو کلتوري انحراف؟

په خوست کې د ځلا ځاځۍ له ګمارنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول غبرګونه را پورته شول. ډېری خلکو د حکومت دا کار غیرمنطقي، له کلتوري او مذهبي اړخه ناسم او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ یوه ناوړه ثمره وګڼله؛ بل خوا ځینو بیا د حکومت د دې ګام…

حکیم او حاکم: روانه ماجرا او اندېښمن ولس

ژوند او مرګ د بشري نړۍ تر ټولو ستره ماجرا ده. هېڅ معقول انسان او متمدن قوم په دې ماجرا کې د جوړجاړي یا Compromise کولو هڅه نه کوي او په دې لوبه کې تل د ژوند بریا غواړي؛ ځکه انسان هر څه د ژوند لپاره کوي او کله چې مرګ د انسان ژوند ته د پای…

د کورونا پایله: بدمرغه نړۍ که نوی انسان؟

انسان هغه مخلوق دی چې د تاریخ په هره دوره کې یې د طبیعت پر وړاندې مقاومت او مبارزه کړې او د طبیعت له ګواښونو او زیانونو څخه یې ځان ژغورلی او تر نن ورځې ژوندی ساتلی دی. هغه مهال چې طبیعت د واورو او توپانونو په بلاناکه څېره کې د انسان پر…

د مچانو شورا

د شورا منشي ښاغلی بُن بُن: ((ښاغلو او آغلو مونسټرانو او مشرانو زموږ د نن ورځې د شورا ایجنډا د روان کړکېچن حالت لپاره حل لارې پیدا کول او په اینآنانو د راغلي آفت له کبله په روانو ستونزو، د خوراکي توکو د کمښت پر مسئلې او په دې بحراني وضعیت…

پېشلمي ته د را ویښولو دودونه

روژه د الهي برکتونو، رحمتونو او عبادتونو میاشت ده. دا میاشت د مسلمانانو لپاره د الله تعالی یوه ستره پېرزوینه ده. په دې نېکمرغه میاشت کې د دوزخ دروازې تړل کېږي، د جنت دروازې پرانیستل کېږي، سرکښه شیطانان په زولنو او زنځیرونو تړل کېږي او د…

کورونا راغله

کورونا راغله. کرونا یوه طبیعي وبا ده. مسلمان پر دې عقیده دی چې د الله له لوري ده، هماغه ذات به یې چاره کوي. دا عقیده پخپل ځای درسته ده، خو که له عقلاني چلند او منطقي تدبیر سره غاړه غړۍ نه شي؛ فکر کوم مسلمان امت به د خپل دین د اساسي لارښوونو…