د ښځو ګمارنه: یو کلتوري انحراف؟

رحمت شاه فراز

0 903

په خوست کې د ځلا ځاځۍ له ګمارنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ډول ډول غبرګونه را پورته شول. ډېری خلکو د حکومت دا کار غیرمنطقي، له کلتوري او مذهبي اړخه ناسم او په افغانستان کې د ډیموکراسۍ یوه ناوړه ثمره وګڼله؛ بل خوا ځینو بیا د حکومت د دې ګام تود هر کلی وکړ او د اوسني عصر د یوې تقاضا، د ښځو د تر پښو لاندې شوو حقونو د را ژوندي کېدو د پیلامې او د هېواد د پرمختګ او متمدن کېدو لپاره د یوې عقلي او وړ لارې په سترګه وکتل.

ټولنې هر ډول پېښو ته د خپل کلتور له عینکو ګوري او د هرې ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او مذهبي پېښې او مسئلې (issue) توجیه له همدې اساس و بنسټ څخه کوي، یعنې یوې پېښې ته د لید زاویه يې له همدې ځایه سرچینه اخلي. په کلتور کې هم د هغې پېښې په توجیه کې لوی لاس و واک، د هغه کلتور د غالب عنصر په برخه وي. په همدې تړاو، د ټولنو کلتور هم ډول ډول وي. په ځینو کلتورونو کې مذهب غالب عنصر وي، چېرته بیا دود و دستور، په ځینو ټولنو کې توکم، نسل او یا ژبه د کلتور غالب عنصر جوړوي او په کومو ټولنو کې چې علم ډېره وده کړې وي او د پوهې واکمني وي، هلته بیا علم او پوهه د کلتور برلاسی عنصر وي. په دې اساس، که په یوه ټولنه کې مذهبي اثر و رسوخ زیات وي، هلته بیا هرې پېښې او مسئلې ته له مذهبي اړخه کتل کېږي؛ که بیا غالب عنصر دود و دستور وي، هلته همدا اړخ خپله واکمني چلوي؛ دغه راز، که پر یوه کلتور علم او پوهه برلاسي وي، هلته بیا هر څه د علم و عقل په رڼا کې تحلیل و تجزیه کېږي، او په دا ډول ټولنو کې د دلیل و منطق سکه چلېږي.

په یادو زاویو کې عقلاني او معتدله لار د علم او عقل په رڼا کې د یوې پېښې توجیه کول دي؛ د دې خبرې دلیل دا دی چې علم، لومړی د هرې موضوع او/یا شي اړوند (relevant) او نااړوند (irrelevant) فکتورونه بېلوي او بیا هغه موضوع یوازې د هغې د اړوند یا relevant اړخونو او فکتورونو له مخې توجیه کوي. د دې برعکس، پاتې ټول اړخونه له نا اړوند یا irrelevant اړخه موضوع ته ګوري.

د دې کرښو د ښه ترا څرګنداوي لپاره به د خپلې اصلي موضوع پر یوې وړې بېلګې – د ځلا ځاځۍ پر ګمارنه – خبرې وکړو. پاتې دې نه وي چې زموږ اصله موضوع په عمومي ډول د ښځو ګمارنه ده. په دې اړه که یو لوری استدلال کوي چې دا ګمارنه له اسلامي اړخه ناسمه او نامشروع ده، او په ورته وخت کې یو بل لوری ټینګار کوي چې نه، په اسلام کې د یوې ښځې پر کار کولو هېڅ ممانعت نشته،  نو په اصل کې دواړو لورو موضوع ته له نااړوند او غیرمتعلق (irrelevant) فکتورونو کتلي او له موضوع / ښځو سره یې بې انصافي کړې.

همدا رنګه، که وایو چې د ښځو ګمارنه یو سم او ګټور کار دی او په دې اړه مو دلیل دا وي چې ټولنه ورته اړتیا لري او که په یوه ټولنه کې د نارینه ډاکټر، انجینر، عسکر، ښوونکي… شتون اړین دی، په همدې ډول یوې ښځې ته هم شدیده اړتیا ده او ممکن ټولنه یې له شتون پرته نیمګړې وي؛ نو دلته مو هم د موضوع نا اړوند یا irrelevant اړخ را نیولی او د ښځو ګمارنې ته له ټولنیزې زاویې ګورو. په دې معنا چې ټولنه دا وايي/یا دې ته اړتیا لري چې ښځه دې کار وکړي. په ورته ډول، که یو څوک د افغانیت او پښتونولۍ له مخې د ښځو ګمارنه یو ناوړه کار بولي، نو په حقیقت کې دی هم موضوع له نااړوند فکتوره راسپړي.

دا توجیهات یوې ټولنې ته د منلو وړ کېدای شي او داسې هم امکان لرلی شي چې یوه ټولنه دې په بشپړ ډول پخپله زاویه او لیدلوري اجماع او توافق ولري، خو دا هېڅکله د یوې موضوع علمي او ساینسي توجیه نه شو بللای او په اکاډمیکه (academic) او ساینټیفیکه(scientific) نړۍ کې دا ډول توجیهات هېڅ ارزښت او بنیاد نه لري؛ د دې تر ټولو لوی لامل دا دی چې له علم پرته هره زاویه او هر لیدلوری موضوع ته له نا اړوند یا irrelevant اړخه ګوري؛ او کله چې قضیه په دې ډول ده، نو دا په دې معنا ده چې د پېښې د توجیه لپاره سم بنیاد او عقلاني تګلاره نه ده غوره شوې، او چې دا کار نه دی شوی، د موضوع حقیقت / جوهر  لا هم پټ او ورک پاتې دی. په دې اساس، له موضوع سره دیانت نه دی شوی، نو ځکه دا توجیهات هم بې بنسټه دي.

د ښځو د ګمارنې په موضوع یا په خاصه توګه د ځلا ځاځۍ په پېښه کې اړوند اړخ و فکتور دا دی چې یوه ښځه/ځلا ځاځۍ پخپله څه غواړي؟ د خپل ځان په اړه څه پرېکړه کوي؟ او د مذهبي لارښوونو، ټولنیز وضعیت او روانو حالاتو په اړه د پوره پوهاوي او سمې تجزیې وروسته پخپله د ښځې دریځ څه دی؟ ښځه، انسان ده او انسان ازاد خلق شوی دی. د دې خپلواکۍ یوه حتمي پایله دا ده چې انسان به په خپلو پرېکړو کې هم ازاد او خپلواکی وي. که څوک وايي چې ښځه ازاده نه ده، بلکې د سړي او یا ټولنې تر امر لاندې او غلامه یې ده، نو اړ به وي چې خپل دلیل وړاندې کړي او د ښځې غلامي په علمي دلایلو ثابته کړي. دغه راز، که یو څوک د یوه مذهب له ادرسه دا ادعا کوي چې ښځې ته د کار اجازه نه ورکوم، نو هغه هم باید له مذهبي اړخه دا زباده کړي چې یو سړی دا حق لري چې خپله ښځه په کور کېنوي او د کار اجازه ور نه کړي. البته، دا بېله خبره ده چې یو مذهب پخپله ښځې ته د کار اجازه ور نه کړي او بندیز ورباندې ولګوي؛ په داسې وخت کې به هم پخپله په ښځې پورې اړه لرله چې هغه د مذهب دې امر ته غاړه ږدي، او یا یې نه ږدي. دلته که اوس څوک را پورته کېږي او وايي چې مذهب ښځې ته د کار اجازه نه ده ورکړې نو ځکه کار نه شي کولای، نو irrelevant توجیه او استدلال یې کړی او د ښځې و مذهب ترمنځ د ځان ځایولو هڅه به ترې شوې وي.

ښځه و کور، ښځه و کار،  ښځه و ټولنه، ښځه و مذهب، ښځه و دود، ښځه و فرهنګ او… په دې ټولو دوه اړخیزه اړیکو کې، که دریم لوری مداخله کوي، نو لومړی به د دلیل کیلي راوړي او بیا به دا دروازه پرانیزي. له دلیل پرته په دې اړیکو کې لاسوهنه د ښځې له ذات سره بې انصافي او له علمي اړخه بې بنسټه کار دی، ځکه چې علم او عقل د دې لاسوهنې ملاتړ او پلوي نه کوي. دغه راز، دا بې انصافي او له علمي اړخه بې بنسټه کار به هغه مهال هم پخپل ځای پاتې وی/ او وي به چې حالت د دې برعکس وی او په پورتنیو دوه اړخیزه اړیکو کې د ښځو ځای سړي نیولی وای او بیا یوه ښځه را پورته شوې وای او په دې اړیکو کې یې، په کومه یوه یا ټولو کې لاسوهنه او خبرې کړې وای.

د مقالې د وروستیو کرښو په توګه ویلای شو چې علم یوې موضوع ته د هغې د اړوندو اړخونو له زاویې ګوري او د موضوع په اړه داسې توجیه وړاندې کوي چې له اکاډمیکو و ساینسي اصولو سره برابره او انساني عقل ته تر ټولو نږدې وي. تر اوسه پورې د ښځو د ګمارنې ماجرا ته له نااړوندو فکتورونو کتل شوي وو، له همدې کبله په دې تړاو شته توجیهاتو د ټولنې مشوشو اذهانو ته علمي و عقلاني اطمینان او ارامتیا نه شوی بښلای.

د پرمختللو ملتونو د پرمختګ یو لوی لامل دا دی چې د هغوی د کلتور غالب او برلاسی عنصر، علم او پوهه وي؛ هغوی د ټولنې د هرې پېښې او مسئلې، علمي او ساینسي توجیه کوي، له همدې امله هېڅ پېښه او مسئله د دا رنګه ټولنو د پرمختګ مخه نه ډب کوي او مسایل په کم وخت او غوره توګه هوارتیا مومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply