د کورونا پایله: بدمرغه نړۍ که نوی انسان؟

رحمت شاه فراز

0 730

انسان هغه مخلوق دی چې د تاریخ په هره دوره کې یې د طبیعت پر وړاندې مقاومت او مبارزه کړې او د طبیعت له ګواښونو او زیانونو څخه یې ځان ژغورلی او تر نن ورځې ژوندی ساتلی دی. هغه مهال چې طبیعت د واورو او توپانونو په بلاناکه څېره کې د انسان پر وړاندې را پورته شو، انسان غار ته پناه یووړله. په غار کې له یخنۍ څخه د بچ کېدو لپاره یې اور خپل سپر کړ. د طبیعت دا رنګ تر نن ورځې نه دی پیکه شوی او لا هم د انسان له ګواښلو او زیان رسولو څخه نه دی په کرار شوی، په ورته ډول انسان هم د طبیعت د هرې وسلې پر وړاندې سپر موندلی او د طبیعت له وار څخه یې ځان ساتلی دی.

د یوه ورانپوهاوي چې دلته د طبیعت له کلمې څخه زېږېدلی شي، د هوارولو لپاره د دې خبرې څرګنداوی اړین دی چې لیکوال دلته د طبیعت کلمه د هغه دود ساینټیفیک او فلسفي تصور له غېږې څخه نه ده را پورته کړې، بلکې د طبیعت دا ګواښونه که هره سرچینه او منبعه ولري، په ظاهري توګه خو بیا هم همداسې ښکاري چې دا آفت یا بلا طبیعت زېږولې ده. په یوه مثال به دا خبره ښه واضح کړو. په یوه سیمه کې زلزله راغله. د دې زلزلې دوه توجیهات کېدای شي، یو ساینټیفیک او بل مېټافیزیک. خو دواړه لوري له دې څخه نه شي انکاري کېدای چې د دې معلول علت چې هر څه وي، د دې سبب که هر څه وي، خو بطن یې یوازې او یوازې همدا ویړ او پراخه طبیعت دی. د طبیعت کلمه دلته همدا صبغه لري.

بېرته به د طبیعي آفتونو ماجرا ته را وګرځو. طبیعي آفتونه که یوې خواته د انسان لپاره ستر ګواښ وو، نو بل خوا د انسان په ذهني وده، بدني رغښت، جسمي مقاومت، اخلاقي وضعیت، هنري استعداد کې يې هم لویه برخه لرلې ده. که له یوې خوا د انسان ژوند تر پوښتنې لاندې وو، نو بل لور ته همدې معلولاتو او مسبباتو د انسان عقل پوخ کړ، له طبیعت سره د مبارزې او جګړې ځواک او قوه یې ورکړه، د نورو مخلوقاتو برخلاف د طبیعت له ښکار کېدو څخه یې وژغوره، د طبیعت له دې سختیو څخه د ځان ساتنې لپاره یې د ډول ډول وسلو او وسایلو فن او هنر ور په برخه کړ. د علم الانسان مطالعه په ډېر علمي او (د فلسفې په اصطلاح) د علت او معلول د نسبت له مخې د پورتني اجمال، غوره تفصیل زموږ مخې ته ږدي.

په همدې اساس، هر طبیعي آفت له ځان سره یوه لویه ګټه او مثبت جانبي اثرات (side effects) هم راوړي او د انسان په ژوند او/یا شخصیت کې د لوی بدلون لامل ګرځي. که دلته د انګلیسي ژبې یوه اصطلاح را پور کړو نو خپلې خبرې ته به مو یو لنډ او جامع لباس موندلی وي، یعنې The Greater Good. په دې معنا، که یو طبیعي آفت یوې خواته د انسان لپاره لوی ګواښ جوړوي، نو بل خوا د The Greater Good ډالۍ او یا ستره نېکمرغي هم ورسره راوړي. دا ګټه پوټینشیل/بالقوه هم کېدای شي، او همدا رنګه امکان لري چې بالفعل وي.

پورته وویل شوو چې انسان له لومړۍ ورځې راهیسې له طبیعي آفتونو سره مخ دی. دا آفتونه په فردي ډول هم راغلي او په اجتماعي توګه هم انسان د دې آفتونو ښکار شوی. دا چې د تاریخ پاڼې په عامه توګه فردي پېښې نه ثبتوي، نو ځکه یوازې له هغو لویو لویو آفتونو څخه خبر لرو چې یو ټول قوم يې له منځه وړی وي او د انسانانو لوی شمېر ته یې زیان اړولی وي.

د نوح علیه السلام په قوم راغلی توپان یوه تاریخي پېښه ده چې په ټولو الهامي مذاهبو کې په لږ او ډېر توپیر د یوه حقیقت په توګه منل شوې، تر دې چې د همداسې توپان څرکونه په هغو مذاهبو کې هم لیدلی کېږي چې الهامي نه دي. دغه راز د لوط علیه السلام پر قوم راغلی عذاب… دلته د خپل یوه ناوړه عمل له کبله د ځمکې یوه ټوټه چې دا قوم پرې مېشت وو، هوا ته پورته کېږي او په دا بل مخ را ویشتل کېږي. که یوې خوا ته دا عذاب د انسان لپاره یو ستر ناورین او فاجعه وه، خو  د راتلونکو پښتونو لپاره د الله یوه ستره پېرزوینه هم وګرځېده. راځئ څو شېبې به دې فکر ته تم شو چې که د لوط علیه السلام قوم دوام موندلی وی، نو نن ورځ به نړۍ له څه ډول حالت سره مخ وه؟ د هاغه حالت دوام د انسان لپاره په ګټه وو، که پای یې؟ دا نړۍ ډېره ښکلې ده، که ها نړۍ به ډېره نېکمرغه وه؟

د انسان وینه تر هر څه زیات شرف او فضیلت لري، خو که دا وینه بهېږي نو د The Greater Good لپاره به وي. په اسلام کې د جهاد فرضیت، د فتنې او فساد استیصال، د عادل پاچا واکمنول و امثالهم د همدې فلسفې په تناظر کې ولاړ دي.

یو ځل بیا له اوږدې مودې وروسته نړۍ له همداسې یوه ستر طبیعي آفت، کرونا، سره مخ ده. کرونا د ټولې نړۍ هېوادونه ولړزول، انسانان يې په کورونو کېنول، د انسانانو د جسدونو لپاره ځمکه کمه شوه او د وېرې یوه داسې څپه یې خوره کړه چې له ماشوم نیولې تر سپین ږیري او ښځه و نر ټول يې ورېږدول. خو د تل په څېر د دې آفت لمنه هم د سترې نېکمرغۍ (The Greater Good) له ارمغان څخه تشه نه ده او هېڅکله به داسې نه وي چې دا دومره لوی آفت به د خپلې ابتلا څو چنده لویه نفع ونه لري. دلته به یې یوازې پر یو څو وغږېږو.

کورونا د ژوند په ګڼو برخو کې موږ هوښیار کړو. هاغه چې لومړنی انسان یې د ساړو په مقابل کې غار ته په تګ اړ کړ، همدا رنګه کورونا هم په بهرنۍ نړۍ کې لالهانده انسان خپلې کورنۍ ته را ستون کړ. له خپلې کورنۍ سره یې څو شېبې ناستې ته اړ کړ. د یو بل له حالت څخه یې خبر کړل.

کورونا موږ ته خپلې نیمګړتیاوې یوه یوه را په ګوته کړې. د علم په ډګر کې پخپله یو څه بریا باندې مغرور او متکبر انسان ته یې دا وښودله چې څومره ډېرې کمزورتیاوې او نقائص لري. په ډېری علمي ساحاتو کې انسان تېروتنه کوله، د فکر کولو وخت یې ور کړ. پخپلو تجربو، مشاهدو او څېړنو یې بیا غور کولو ته کېناوه. انسان فکر کاوه چې د مصنوعي هوښیارتیا (Artificial Intelligence) په مټ به وکولای شي چې مصنوعي انسان خلق کړي، خو الله ورته په ډاګه کړه چې تاسو لا تر اوسه د دې جوګه کله یاستئ چې خپل ځانونه له یوه کوچني وایروس څخه وژغورئ، د انسان خلق کول خو ډېر وروسته پرېږده.

کورونا زموږ اخلاقي وضعیت او حالت د روڼ لمر په څېر زموږ په وړاندې کېښود. ومو لیدل چې څومره اخلاقي کمزورۍ، نیمګړتیاوې او انحرافات لرو. د علم الاخلاق په ډګر کې لوی لوی پرمختګونه او اکتشافات شوي، خو اخلاق الانسان له زوال او ځوړتیا سره مخ دی. کورونا یوه هینداره شوه؛ موږ ته یې موږ را ښکاره کړو.

کورونا وروسته پاتې او اضمحلال کې اخته قومونه او ملتونه وڅنډل. هغه قومونه یې را ویښ کړل چې له پېړیو پېړیو راهیسې د غفلت په خوب ویده وو. اعلان یې ورته وکړ چې دا نړۍ خوبوړو، غافلو او نا اهلو خلکو ته ځای نه ورکوي. له اجتماعي، اقتصادي، سیاسي، علمي او اخلاقي پلوه لوېدلي قومونه یې خبر کړل چې دوی د نورو په پرتله څومره بې وسه او لاچاره دي.

لیکوال په دې باور دی چې هر طبیعي آفت او فتنه له انساني ټولنو څخه ضرري او د فساد ماده له منځه وړي. کورونا د همداسې مضرې مادې په لټه راوتلې او تر څو چې نړۍ له هغې فاسدې مادې څخه پاکه او سپېڅلې نه کړي، تر هغو به زموږ په منځ کې ژوند کوي.

د مایکروسافټ کمپنۍ مشر، بیل ګېټس (له کورونا سره څنګه مبارزه وکړو؟) تر عنوان لاندې پخپله مقاله کې لیکي چې کورونا موږ په دې پوه کړو چې موږ د روغتیا او طب په برخه کې څومره کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې لرو او دغه راز ویې ننګولو چې په راتلونکي کې له دا ډول نړیوالو وباوو سره د مبارزې لپاره خپل ځان چمتو کړو.

کورونا له شک پرته یو ستر آفت او نړیواله وبا ده، خو په دې وبا پسې را روانه ستره ګټه او یا The Greater Good هم یو نه انکار کېدونکی حقیقت دی، ځکه دا د آفتونو طبیعت دی چې هر کله د زیان تر څنګ ګټه، په سختۍ پسې آساني، له غم سره خوشالي او ستونزو پسې سوکالي اوږه په اوږه له ځان سره وړي او دې نړۍ ته یو نوی انسان ډالۍ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply