د ماشوم ارواپوهنه

ژباړه: رحمت شاه فراز

1,443

د سوال او ځواب لاره

د ماشومانو د ژوند د عامو پېښو، هغو شیانو چې دوی ورسره علاقه لري او د دوی د خوښې وړ فعالیتونو په تړاو که له ماشوم څخه مخامخ پوښتنې وشي او ځوابونه يې په ترتیب سره را ټول کړای شي، نو د ماشوم د ځوابونو د تحلیل له لارې هم د هغه د شخصیت او لومړیتوبونو په باره کې معلومات ترلاسه کولی شو. مثلاً له ماشومانو وپوښتل شي چې … تر اوسه پورې دې کوم حیوانات لیدلي؟ آیا مرغان دې خوښېږي؟ کومې مېوه لرونکې ونې پېژنې؟ ترکاري چېرته را زرغونېږي؟ د کوم حیوان شیدې څښې؟ کوچ څرنګه جوړېږي؟ کوم حیوانات هګۍ اچوي؟ ښه ماشومان کوم کارونه کوي؟ ښه ماشوم کوم کارونه نه کوي؟ که دې کومه کیسه زده وي، موږ ته یې وکړه؟ او داسې نور.

ښکاره ده چې د ماشوم له ځوابونو نه د هغه په باره کې په عمومي معلوماتو سربېره د هغه د شخصیت او رجحاناتو په هکله هم په ډېر څه پوهېدلی شو. د مخامخ سوال او ځواب دغه لاره د ماشومانو په مطالعه کې ډېره ګټوره ثابته شوې. خو یو څو اساسي نیمګړتیاوې هم لري. زیاتره کوچني ماشومان له پوښتنو نه سم مفهوم نه شي اخیستلی او لوی ماشومان بیا په ځوابونو کې له فریب او دروغو کار اخلي. خو که څېړونکی د ماشومانو په فطرت ښه پوه وي، نو کولی شي د دې څېړنیز میتود د یادو نیمګړتیاوو ښه چاره وکړي.

د تداعي لاره

بله، تر یو څه بریده مختلفه تګلاره دا ده چې د ماشومتوب د بېلا بېلو اړخونو په تړاو ټولیز پوښتنلیک بالغو وګړو ته ورکول کېږي او ترې غوښتل کېږي چې د خپل ماشومتوب ورځې  ور یادې کړي او بیا دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. مثلا ورته ویل کېږي چې لږ فکر وکړئ او ووايئ چې په ماشومتوب کې مو له کومو شیانو، کومو خلکو او کومو بوختیاوو سره علاقه وه، او له چا نه مو سخته کرکه وه؟ د ماشومتوب کومه مثبته پېښه یا دردوونکې کیسه راته بیان کړئ؟

په دې لاره کې باید دا ټکی په پام کې ونیسئ چې پوښتنلیک یوازې د یوه ذوق او یو ډول بالغو وګړو ته مه استوئ – بلکې د ټولنې د هرې درجې او هر عمر له لویانو نه ځوابونه وغواړئ، تر څو کله چې له دې ځوابونو نه د ماشومتوب په تړاو کوم معلومات را وباسئ، نو نتایج مو له هر ډول تنګ نظرۍ څخه خالي وي. خو زموږ د حافظې جفا او د رنګین بیاني تمایل د تداعي د لارې تر ټولو لویه خامي ده. څومره چې زموږ عمر زیاتېږي، زموږ بالغ جذبات او د مبالغې رنګینۍ د ماشومتوب د معصومو پېښو شاوخوا د غولوونکو پردو په څېر را چاپېر شي او د وخت په تېرېدو سره له اصلي پېښو نه یو څه له موږ نه هېر شي او یو څه پکې موږ له ځانه زیاتونې کړې وي. په تېره، د ماشومتوب ځینې منفي پېښې خو په خپل لاس هڅه کوو چې له یاده یې وباسو.

د احساساتو د څرګندونې لاره

د ماشومانو د مطالعې دغه لاره له نورو میتودونو څخه یو څه بېله ده. په دې میتود کې د پوښتنو له نوملړ چمتو کولو وروسته د ځوابونو لپاره د تش ځای د پرېښودو پر ځای یو څو احتمالي ځوابونه هم ورسره لیکل کېږي. بیا اړوند کسانو ته ویل کېږي چې سم ځواب په نښه کړي، مثلاً:

۱- په ماشومتوب کې کومې لوبې ډېر خوند درکاوه؟

پټ پټاني

د شګو کلاوې جوړول

د باډیوې الوځول

د یو بل نیول

په ماشومتوب کې مو له چاسره ډېره جوړه وه؟

له مور سره

له پلار سره

له ښوونکي سره

د جومات له امام سره

د دغو ځوابونو له څېړنې او ارزونې وروسته د ماشومتوب په باره کې پراخه ګټور معلومات لاسته راوړلی شو.

د درملنې لاره

په نولسمه پېړۍ کې د ماشومانو د مطالعې لپاره د درملنې میتود پیل شو. په دغه میتود کې د ماشوم د ژوند تقریباً هر اړخ څېړل کېږي او هڅه کېږي چې دا معلومه شي چې د ماشوم د اوسني ښه یا بد شخصیت بنسټ د ماشومتوب پر کومو پېښو او تجربو ولاړ دی. په دې اساس، د ماشوم د ژوند او کورنیو حالاتو، بدني، ذهني او جذباتي ودې او تکامل بشپړه تاریخچه، د ښوونځي مهال او اولنيو ملګرو په تړاو پراخه مواد را ټولېږي او د ماشوم د ژوند بشپړه خاکه چمتو کېږي. د ماشوم په تړاو د ارواپوه شخصي مشاهده، د مور او پلار، ښوونکو او همزولو نظریات د دې معلوماتو په ترلاسي کې خورا ګټور پرېوځي، نو ځکه په دغه میتود کې د یادو کسانو همکاري لازمي ده.

ځینې وختونه د ماشومانو د ورانېدو سبب ناقص یا بېکاره ښوونځی وي، دغه راز د مور او پلار د ناروا چلند او ناوړه ناستې پاستې له امله هم ماشومان بې لارې کېږي. په دې اساس، د ماشوم د بد چلند د ټولو لاملونو له څېړلو وروسته د مناسبې درملنې سپارښتنه ورته کېږي. د ماشومانو د مطالعې دغه میتود ډېره زیاته خواري غواړي او لویه پانګه پرې مصرفېږي، نو ځکه دغه میتود ډېر کم استفاده کېږي.

د ماشومتوب د بېلا بېلو پړاوونو مطالعه

د مطالعې د آسانتیا په خاطر د ماشومانو وده او تکامل په درې پړاوونو وېشل کېدی شي:

۱) لومړنۍ ورځې: له زوکړې څخه یو څه له مخه او تر څو اونیو وروسته پورې.

۲) تر ښوونځي دمخه دوره: له تي خورۍ څخه تقریباً تر پنځه کلنۍ پورې.

۳) د ښوونځي دوره: ښوونځي کې له نوملیکنې څخه تر بلوغت پورې.

په پورتنیو مختلفو پړاوونو کې د ماشوم ارمانونه، وېرې، علاقې او راز، راز ذهني او بدني بدلونونه خوا په خوا مطالعه کېږي، چې د ماشوم د طبیعت په باره کې بشپړه پېژندګلوي په لاس راکوي. له لومړۍ ورځې نه پړاو په پړاو د ماشوم د ودې دغه میتود هم خورا ګټور ثابت شوی دی.

تجربوي لاره

د مطالعې تجربوي لاره بهترین میتود دی، په دې میتود کې د ماشوم د ژوند پر یوه اړخ په ارواپوهنیز لابرتوار کې تجربې او مشاهدې سرته رسېږي. مثلاً د دې لپاره چې وګوري آیا وېره په ماشوم کې په طبیعي ډول وجود لري او که له چاپېریال او تجربې نه ورته پیدا کېږي، د امریکا وتلي ارواپوه ډاکټر واټسن پر ماشومانو بې شمېره تجربې وکړې. یوه ماشوم له مخه هېڅکله مار نه وو لیدلی. خو کله چې په ارواپوهنیز لابراتوار کې یو بې ضرره مار مخې ته ورته کېښودل شو، نو د وېرې او وارخطايي پر ځای ماشوم له هغه سره لوبې او مستۍ پیل کړې. څو ورځې وروسته چې ماشوم له مار سره ښه بلد شو، نو په لابراتوار کې د وېروونکي غږ آله ځای پر ځای شوه. ماشوم به چې څرنګه مار ته لاس ور نږدې کړ، آله به په زوره وکړنګېده. مار ته له لاس وړلو سره سمدستي د وېروونکي غږ د اورېدو له کبله په څو ورځو کې ماشوم هم له مار څخه وېرېدل پیل کړل.

له دې ته ورته نورو تجربو دا پایله ترلاسه شوه چې د ماشومانو وېره تر ډېره د هغوی د شخصي تجربو له امله رامنځته کېږي. د دې لپاره چې علمي څېړنه د ارواپوه له شخصي خوښې یا ناخوښې خوندي وساتل شي، په یوه وخت کې په لوی شمېر ماشومانو په مختلفو لابراتوارونو کې تجربې ترسره کېږي او بیا دا ټولې مشاهدې له یو بل سره پرتله کېږي او په دې ډول د ماشومانو د ژوند او فطرت په تړاو ګټور نتایج ترې چمتو کېږي. داسې لابراتوارونه مناسب ماحول او تخصصي وسایلو ته اړتیا لري. په غربي هېوادونو کې دا ډول بې شمېره لابراتوارونه جوړ شوي دي.

له تنګ نظرۍ او تعصب نه ځان ساتنه

د ماشومانو د مطالعې په برخه کې د ارواپوه تنګ نظري او تعصب ډېر زیات تاوان لري. په دې ځای کې باید یوازې رښتینولي او جامعیت په پام کې ونیول شي. یوازې یوه لاره په بشپړ ډول صحیح منل او په پټو سترګو د هغې عملي کول د مطالعې د غیرعلمي کېدو احتمال رامنځته کوي. له همدې امله د یوه میتود تر انتخابولو مخکې د هغه په مناسبوالي سربېره د ماشوم انفرادي طبیعت هم باید په پام کې ونیول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.