راشد خان ته د عقیدت ګلونه
راشد ناروغ دی، راشد دې روغ شي
چې هسک یې لاس کې د بریا توغ شي
په دغه ستوري آسمان ښایسته دی
دا چې لږ تت دی، بیا دې فروغ شي
***
د وطن نوم یې تل ځلولی
ملي بیرغ یې ډیر رپولی
وياړ د وطن دی، ویاړ د ولس دی
د سیال له سترګو یې، خوب تښتولی…