خوب خوب مې یادیږي

نعمان دوست

918
خوب خوب مې یادیږي؛ مشر ورور به مې ماښام اذان ته نږدې بایسکل له هنډله نیولی و او خولې خولې به په کور راننوت. د بایسکل کنجوغه کې به یې ګړی ټینګ تړلی و او په احتیاط به یې راکوز کړ. دا ګړی به د الینګار ولسوالۍ له همدې څاه ډکیده. د دې څاه اوبه سړې وې. هغه وخت نه د یخ فابریکې وې او نه د یخ تولید. هوا ګرمه وه او روژه کې د هر روژتي لوی ارمان دا و چې خپل وچ حلق په سړو اوبو تازه کړي.
که څه هم د الینګار په غیږ کې مست سیند بهیږي؛ خو اوړي کې ګرمي دومره ډيره وي چې له دې سیند څخه د رالټیدلې سړې هوا، د ګرمۍ په مهارولو زور نه رسیږي.
زموږ له کورونو د الینګار ولسوالۍ ترمرکزه، شاوخوا شپږ کیلومتره واټن دی. هغه وخت چې د موټرو تګ راتګ نه و او یا بیخي کم و؛ نو موږ به پیاده تللو او دا واټن مو په نږدې یوه ساعت کې واهه.
ولسوالۍ ته په لاره د سړک تر غاړې یوه سیمه د چمالا په نوم یادیده. دلته یو وخت ګڼې ونې وې. موږ اوریدلي و چې په دې ځنګله کې شیشکې دي، بس چې دلته به په رڼا ورځ هم راورسیدو نو د ویرې څپه به مو په بدن جاري شوه.
د الینګار ولسوالۍ ته نږدې یو ښایسته تعمیر دی. یوه نرۍ لاره ورغځیدلې. لوحه پرې لګیدلې او پرې لیکلي یې دي: الینګار کتابتون او کلتوري مرکز.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ( اکتوبر۳۰، ۲۰۲۱) ولسوالۍ ته لاړم. د همدې لوحې لیدلو ځانته راکاږلم. ورغلم: یوه لویه خونه کې ایښې المارۍ له کتابونو ډکې دي. دلته د زده کړو لپاره وړیا کورسونه هم دایریږي او د شاخوا کورونو بیوزلي ماشومان او نوي ځوانان ورته راځي.
د کتابتون مسوول یو خوش چلنده او خوش مزاجه ځوان و. مجلس مو شروع کړ. دا ولسوالۍ د تیر دولت (جمهوریت) د سقوط په مهال د خال خال جګړو شاهده وه. د کتابتون مسوول د هغه وخت کیسې کولې چې څومره د دې کتابتون روغ پاتې کیدو ته اندیښمن و او ټول وخت په دې فکر و چې خدای مکړه، د اور خوراک نشي.
د دې ولسوالۍ عجیبه برخلیک دي؛ په تېره کابو نیمه پیړۍ کې څو ځلې د وخت د حکومتونو او د هغوی د وسلوالو مخالفانو ترمنځ لاس په لاس شوې او د خونړیو جګړو شاهده پاتې شوې.
د ثور کودتاه په لومړیو کلونو کې خو د یوې داسې سختې جګړې شاهده وه چې اوس یې هم ترخې کیسې خلکو ته یادې دي. یوه کیسه یې دا وه چې ډیر زیات کسان وژل شوي و. جګړه روانه وه او د جسدونو د ټولولو فرصت کم او یا بیخي نه و. کوڅي ډبي سپیان د جسدونو په خوړلو روږدي شوي و. یو سړی چې ولسوالۍ ته روان او د دمې لپاره تر یوې ونې لاندې غځیدلې و او څادر یې اغوستی و، نو یو وخت شدید درد راویښ کړی و چې ګورې نو پښو ته یې سپی ولاړ دی، وږي سپي په دې مساپر هم د جسد ګومان کړی و.
زه هم د دې ولسوالۍ د یوې خونړۍ جګړې شاهد یم، داسې جګړه چې زما د ماشومتوب ټول خواږه یې ولوټل او دومره یې وویرولم چې تر ډيره مې ویرونکي خوبونه لیدل.
کتابتون کې مجلس تود و. ما الماریو کې ایښودل شويو کتابونو ته کتل. په یوه کوچني کاغذ مې سترګې ونښتې. په دې کاغذ یوه خبرتیا لیکل شوې وه او له مراجعینو غوښتل شوي و چې په خپلسر کتابونو او الماریو کې لاس و نه وهي.
خو، په همدې کاغذ یوې سپین سترګې مرمۍ پرته له اجازې خوله ښخه کړې وه او کاغذ یې سوری کړی و. نو مرمۍ څه ملامته وه؟ د شیخ سعدي خبره: (( تیر را قوت پرهیز نباشد ز نشانه…)) له مرمۍ مې بیا هم مننه وکړه، چې د کوم کتاب سینه یې نه وه څیرلې.
دې مرکز ته سخت خوشاله شوم. د خوشالۍ ځای خو دا و چې دا د همدې سیمې د یوه علم پروره کورنۍ (نعیمي) په مالي مرسته اباد شوی او د همدې کورنۍ په مرسته چلیږي.
د دې کورنۍ یوه غړي او د یاد مرکز مالي مسؤل ښاغلي Shoukat Naeimi راته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې مرکز د دوی پر ځمکه د دوی او په ډنمارک کې د یوې ادارې په مالي لګښت په کال ۲۰۱۱ کې جوړ شوی دی. له جوړیدو وروسته د مرکز ټول لګښتونه د دوی او په بهر کې د ځینې نورو فرهنګپاله شخصیتونو لخوا تمویلیږي.
هغه اشخاص نیکبخته دي چې خپل ولسونه، د جهل له تیارو را کاږي. د علم څراغونه ورته لاسونو کې ورکوي او دا کار فقط په دې نیت کوي چې یو وخت د تروږمۍ ټغر ټول شي او هره خوا رڼا رڼا شي.
تر ډيره مې کتابونو، د کړکۍ ماتې شوې ښیښې او سوري کاغذ ته کتلې. زړه کې مې یو اور بل شو، وویریدم، ما ویل لکه (ققنوس) اوس ټول سره لمبه نشم، زه خو په هرصورت چې دا له کتابونو ډکه خونه ونه سوزي، ژر مې د سترګو په اوبو اور ګل کړ.
خدایه!
دې بې وسه وطن مې ډیرې ناخوالې ولیدلې. د جګړو په اورونو کې بار بار وسوزیده. کنډواله شو. د خپلو اولادونو په وینو رنګ شو او…
خدایه!
دا وطن مې نور له هر ډول جګړو وژغوره.
خدایه!
ستا خلقتونه ټول ښایسته او لا ثاني دي؛ خو ماته له ټولو زیاته ښکلا د خپلو خلکو پر شونډو په خوره موسکا کې ښکاري.
ربه!
تل در ځنې همدا ننداره غواړم!
May be an image of text
May be an image of 3 people and indoor
May be an image of 1 person, standing and indoor
May be an image of 1 person, beard, standing and outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.