د لتا منګشکر د جنازې مراسم مې ولیدل

نعمان دوست

682
د لتا منګشکر د جنازې مراسم مې ولیدل چې په څه شان او شوکت او ولسي مینه اجرا شول.
خپل بې بدیله هنرمند ارواښاد استاد اولمیر ( ۱۳۰۸-۱۳۶۱) را یاد شو.
مشهور هنرمند استاد اولمیر؛ چې تلپاتې ملي، حماسي او عشقي سندرې یې وویلې او د استادۍ تر مقامه ورسیده، د ژوند وروستۍ شیبې یې ډېرې دردونکې وې.
حتی ویل کیږي چې د ژوند په وروستیو شیبو کې به د کابل ښار د خیبر رسټورانټ مخې ته په دې تمه ناست و چې که د کوم سخي زړه پرې وسوزي او یوه مړۍ ډوډۍ ورکړي.
دې بې بدیله هنرمند ته حتی په هغه وطن کې د قبر ځای نه پیدا کیده چې ده یې په وصف کې بې شماره دلنشینه سندرې وویلې.
ویل کیږي چې یوه شاګرد یې په مایوسۍ جسد مخاطب کړ او ورته ویل یې:
استاده!
تا خو ویل: دا مې د بابا وطن، دا مې د دادا وطن…
اوس خو همدې وطن کې درته د قبر ځای نشته.
اولمیر، له نن څخه ۳۹ کاله وړاندې کابل کې وفات شو او په ډېر غربت او مایوسۍ یې له هغه وطنه سترګې پټې کړې چې ده ورته خپله سیمه ( پېښور، نوتیه) پرې ایښې وه.
هوښیار او نیکبخته ولسونه هغه دي چې پرته له ظالم، خاین او مفسده، هر انسان پکې قدر ولري.
اروا یې ښاده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.