وړه سیمه او ستره پېښه

محمد نعمان دوست

1,033
تاسو زما لاس ته وګورئ. په همدې کوچنۍ سیمه کې یوه ستره واقعه شوې. دا واقعه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ د شلمې نېټې ده. په همدې تاریخ او همدې ځای کې د افغانستان یو استراحت طلبی او په عصریت میین امیر وویشتل شو او یو مفشن شخص، د سپیرو خاورو غیږ ته وکوچیده.
دا ځای د اوسني نورستان مربوط او د کله ګوش سیمه ده. دلته د دوو غرونو منځ کې سیند لکه بې مهاره اوښ ځغلي، د وطن له موجوده سرحداتو تیریږي او په پردیسۍ کې لکه بې نومه او بې نښانه جسد، محوه کیږي.
که څه هم د ( کله ګوش) نوم په مختلفو اوسنیو تاریخونو او لیکنو کې په همدې بڼه ثبت شوی اوخلک یې هم په همدې نوم یادوي؛ خو یو ځايي مشر دا غلط مشهور ګڼي. د شاهي دورې وکیل محترم غلام سخي راته وویل چې دا اصلاً ( ګله ګوش ) دی. چې ګله د سیند او ګوش د سمڅو په مانا دی او یو وخت دلته د سیند په غاړه ډيرې اوږدې سمڅې وې.
په هرصورت؛ دا ځای د امیر حبیب الله خان مقتل دی. دې امیر ته له خپل پلار (امیر عبدالرحمان خان) څخه یو ارام او تابع افغانستان پاتې شوی و.
امیر عبدالرحمان خان د امارت زیاته برخه د داخلي اغتشاشونو په ځپلو، د ملک الطوایفیو، لوټماریو، لاره وهونکیو او غلو په له منځه وړلو کې تېره شوه. د هغه د خپلې خولې خبره ده چې دا کارونه ( د افغانستان ارامي) د پنځلس کلنو جګړو محصول دي.
که څه هم په دې موده کې پریمانه وینه تویه شوه؛ خو د نورې وینې تویونې ورخ وتړل شو. د امیر په وینا، اوس په ټول افغانستان کې د کال د قتل پنځه قضیې هم نه پیښیږي.
د امیر عبدالرحمان خان ۲۱ کلنه واکمنۍ (۱۸۸۰- ۱۹۰۱) ته که ځير شوو، نو په دې موده کې دا امیر له درېیوو مهمو ننګونو سره مخ و: د داخلي اغتشاشونو ځپل، د غلو او لاره وهونکیو له منځه وړل، د برتانیې او روس په څير د دوه سترو بلاګانو په منځ کې له خپلې واکمنۍ ساتنه.
دې امیر افغانستان د پیاوړي او غښتلي مرکزي حکومت څښتن کړ؛ خو دا کار وړیا ونشو. (افغانستان در قرن بیستم) د ډاکټر محمد اشرف غني په حواله لیکلي چې د دې کار لپاره د نږدې (۱۰۰زره) کسانو وینې تویه شوې.
امیر خپله هم اعتراف کوي چې یواځې د شمال د اغتشاشونو په ځپلو کې یې نږدې ۵۰۰۰ کسان په خپله د توپ خولې ته تړلي او ۱۰۰۰۰ نور یې د لښکر لخوا وژل شوي دي. دې امیر د هیواد په ختیځ کې هم د خپلو مخالفینو کله منارونه جوړ کړي وو.
د دې ټولو وینې تویونې پایله داشوه چې خپل خلف ته یې ارام وطن پریښود. همدا دلیل و چې حبیب الله خان پرته له هر ډول تشویشه خپله پاچاهي وکړه او په حرم سرای کې یې پریمانه ساعتیري وکړه.
د ده په ۱۸ کلنه واکمنۍ (۱۹۰۱- ۱۹۱۹) کې فقط درې سترې پيښې وشوې: د پکتیا او د کندهار ولسي پاڅونونه ( ۱۹۱۲ – ۱۹۱۳) چې په ډيرې بې رحمۍ وځپل شول او بل، په کال ۱۹۱۸ کې د کابل په شور بازار کې پرې ډزې وشوې چې بخت ورسره یاري وکړه او بچ شو.
په کله ګوش کې د وژل شوي امیرحبیب الله خان، عجیبه شخصیت و. ده په اول کې د یوه مذهبي او تقوادار انسان په شکل ظهور وکړ. په ښارونو کې یې میرمنې له حجابه پرته منع کړې. سندرغاړې او نڅاګرې یې توبه ګارې کړې؛ خو وروسته د عیاشیو په ډنډ کې داسې غوپه شو چې تر ژونده ترې راونشو وتلی.
د دې امیر لکه زموږ ډاکټر صیب عبدالله غوندې خپل لباس او سلیقې ته ډير پام و او په مفشن او تشریفاتي ژوند میین و؛ خو له ده سره یې فرق دا و چې د وطن په خیر یې هم ځینې مهم او بنیادي کارونه وکړل. لکه د عصري زده کړو ترویج، د حبیبې په نوم د عصري زده کړو د ښوونځي جوړول ( ۱۹۰۳). د لومړي ځل لپاره د موټرو واردول، د بریښنا جوړول، ګڼو ولایتونو کې په عصري بڼه د ماڼیو جوړول او…
که دا فهمیده او دانشور امیر عیاشیو نه وای خراب کړی شاید چې وطن ته یې ډير خیر رسیدلی وای. د پلار په وینا یې؛ حبیب الله خان په انګلیسي پوهیده، د تاریخ، جغرافیې، هندسې، نقشه کشیو او … علوم یې زده ول.
د ده په حرم سرای کې د منکوحه او غیر منکوحه ښځو شمېر تر (۱۰۰) رسیده. همدې ګڼ حرم سرای ورته سرخوږی جوړ کړ او د دې پریمانه ښځو د برترۍ سیالیو او دسیسو ترې ارام واخیست.
د ځايي سپین ږیرو وینا ده چې امیرحبیب الله خان به کله ګوش ته ښکار ته راغی، نو کلیوال به مجبوره شول چې غرونو ته وخیژي، شور جوړ کړي، شپیلکې ووهي چې مرغان هغه خواته روان شي چې امیر به ورته په کمین کې و. خو بالاخره، دا ځل خپله ښکار شو.
د دې امیر د پاچا کیدو او قتل کیسه هم عجیبه ده او د هغه متل ښکاره تمثیل دی چې وايي (څه چې کرې، هغه به ریبې).
کیسه داسې ده چې د امیرحبیب الله خان پلار امیرعبدالرحمان خان د باغ بالا په ماڼۍ کې د بیمارۍ په کټ پروت و. مرزا محمد ابراهیم خان، د ده معتمد او معالج طبیب و. په هغه ورځ دا طبیب د یوه کار لپاره د امیر له ماڼۍ ووت چې بیرته راته نو همدې وقفه کې په امیر د درملو جام څښل شوی و. مرزا، د یوه نوکر په لاس کې خالي جام ولیده چې د امیر له خونې راووت. ترې وې پوښتل چې جام کې څه ول؟ نوکر وویل چې دارو دي او سردار صیب ( امیر حبیب الله خان ) امیر صیب ته ورکړي. په همدې وخت کې حبیب الله خان د خپل پلار له خونې راووت، د پلار طبیب مرزا محمد یې محکمه څپیړه وواهه او ورته ویل یې: امیر صیب ویده دی او ته په زوره خبرې کوې! خدمتګار یې له جام سره رخصت کړ او خپله د پلار خونې ته ورغی خو په سبا بیا عبدالرحمان خان ساه ورکړه!
کټ مټ همداسې له ده سره هم وشول. دی ( حبیب الله خان) کله ګوش کې خیمه کې ویده و. یو دم یې په خیمه کې ډز وشو. ساتونکي یې رامنډې کړي، ګوري چې یو څوک د تیښتې په حال کې د خیمې په پړي کې نښتې او لویدلی. ساتونکي هغه ونیوه، خو دې وخت کې نادرخان راغی، ساتونکی یې محکمه څپیړه وواهه او ویل یې : امیرصیب ویده دی، باید ارام پریښودل شي!
رښتیا هم، امیر ویده و؛ خو په داسې خوب چې بیا هیڅکله راویښ نشو.
پای
۱۴۰۰/ جدي/۲۶
محمد نعمان دوست
ماخذونه:
1. افغانستان در قرن بیستم – ظاهر طنین
2. تاج التواریخ – امیر عبدالرحمان
3. افغانستان در مسیر تاریخ – میرغلام محمد غبار
4. نګاهی به تاریخ معاصر افغانستان – پوهندوی خلیل احمد جامی
5. ظهور و سقوط اعلیحضرت امان الله خان – ک. پیکار پامیر
May be an image of 1 person, nature and tree

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.