Browsing Tag

نعمان دوست

ژوند د زهرو جام…/ نظم

ژوند د زهرو جام دی، واخله نوش کړه (سوکراته*) هسې هم بد رنګه دنیا پاتې ده میراته دغه نړۍ څه ده؟ قتلګاه د امیدونو ده ښخ دي ارمانونه، نظر وکړه شاوخواته مګر، ابتدا مو د ژوندون په قتل ونشوه؟ نکل د (قابیل) په زَور او زیر یاد…

ګردی مېزونه

ګردی مېزونه د (ګردیو مېزونو) لپاره یوازې د راډیو او ټلویزیون سټډیو ته تلل او د تحلیلګرانو موجودیت شرط نه دی؛ په خپلو کورونو کې یې هم ترسره کولای شئ. مثلا: د شپې ډوډۍ ته راټولیدل یې غوره وخت دی. ځکه دا وخت ټول حاضر وي. هره شپه چې دسترخوان…

غضب (لنډه کیسه)

ویښتان یې په یوه ډډه کاږه ول.همداسې کږه غاړه او د ګوتو په سرونو روانه شوه او په ډک محفل کې د هغه ځوان مخې ته ودریده چې د بانکنوټونو بنډل یې په لاس کې و. د بدن هر غړي ته یې جلا جلا حرکتونه ورکول. ځوان، ځانته راجوخته کړه. یو لاس یې…

زما د مور اوښکې

له تک شنه او ساړه ایبټ آباده بیرته خپل سپیره او ګرم کیمپ، هریپور ته را روان وو. مور مې موټر کې ښیښې طرف ته ناسته وه. چې څنګه له یوه اوږده پول راتیر شوو؛ نو د ماښام د اذان خوږې کلمې د جومات له منارې لکه سپینې کوترې والوتې. دا ځای یې…

ډکې لارۍ دي را روانې له خيبره…

ډکې لارۍ دي را روانې له خيبره... د پېښور ښار په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د دوبۍ په نوم رسټورانټ و. اکثریت به افغانان ورتلل. دلته به وي سي آر، لګیدلی و او رسټوراڼت والا به پکې افغانۍ سندرې چالان کړې وې. یوه ورځ زه هم له دوه نورو…

په اسلام اباد کې په یوه میاشت کې د وو افغان ځوانانو ځانوژنه

میاشت لا پوره نه ده چې له اسلام اباده د دوه افغان تحصیلیافته ځوانانو د خودکشۍ خبرونه ترلاسه کیږي. لومړی ځوان د کابل پولیتکنیک محصل و او دویم ځوان له حقوقو او سیاسي علومو څخه فارغ و. دا ډیر دردونکي خبرونه دي چې زموږ د لوړو زده کړو لرونکي…

راشد خان ته د عقیدت ګلونه

راشد ناروغ دی، راشد دې روغ شي چې هسک یې لاس کې د بریا توغ شي په دغه ستوري آسمان ښایسته دی دا چې لږ تت دی، بیا دې فروغ شي *** د وطن نوم یې تل ځلولی ملي بیرغ یې ډیر رپولی وياړ د وطن دی، ویاړ د ولس دی د سیال له سترګو یې، خوب تښتولی…

غزل

ساړه مې کیږي، زړه کې کور راکړه له آتشي شونډو لږ اور راکړه چې مې د عمر ستوماني لرې شي جوخت مې سینې ته کړه او زور راکړه زه پاړوګر یم، ګلې نه ویریږم د تورو زلفو تور منګور راکړه زه د رنګونو امتیاز نه منم سپین اننګي…

غزل

زړه مې تنګ شوی دی، له ډک ښاره صحرا ته راغلم هوسیو راشئ! زه ناچاره ستاسو خواته راغلم لکه لاله پر زړه داغونه بې حسابه لرم لکه ګلاب شوم، پاڼې پاڼې هرې خواته راغلم بچي یې وږي دي، های پام په غرڅې ډز و نکړې! ګوره ښکاري! په…

:د ر حمان بابا پر قدم

” څوک دې را کاندې قسم په کردګار” که په غم کې د ډوډۍ یم، یا روزګار قناعت سره یو ځای یمه لوی شوی نه هوس د عیش لرم، نه د دربار لکه موج بې قرارۍ سره بلد یم لکه زړه له دریدو لرمه ډار له اوبو سره هم ژوند شم تیرولی لکه…