د پوهې په برکت ځوان سپین ږیری

نعمان دوست

837
ښاغلی کاندید اکاډمیسن اعظم سیستاني Azam Sistani، د شاوخوا (۸۳) کلونو دی. دا سِن زموږ د وطن د خلکو لپاره، چې ټول عمر یا خپل غم ته زړه خوري، یا د نورو او یا وطن ته، داسې عمر دی چې ټوله انرژي پکې زبېښل شوې وي؛ خو سیساتي صیب، بر عکس د همداسې وطن او د همداسې ناخوالو د زجر له ګاللو سره سره، یو کمساری پر انرژي انسان دی. داسې انسان چې ډير ځوانان یې په نیمايي هم د کار حوصله نه لري. دا مشر په همدې عمر کې هره ورځ د ګڼو کتابونو او تحقیقي رسالو په لسګونو پاڼې اړوي، په دقت یې لولي، څیړنې کوي او بیا د یوه سخي شخص په توګه د خپلې څیړنې ټول محصول په پوره مینه، امانت او جرئت له لوستونکیو سره شریکوي. نه د پاداش په تمه وي او نه د شاباس.
هغه مقاله، یا څیړنه چې دی یې د خامو موادو د پوره کولو لپاره لسګونه پاڼې لولي، موږ ته یې نچوړ په دوه – درې مخونو کې مخې ته ږدي او په دې توګه ټول زحمات د دې لپاره ګالي چې نورو ته کار اسانه شي.
زه، د خپل هیواد د تاریخي مسائلو په اړه وخت نا وخت د دې پرکاره مشر فیسبوکي وال ته ځم او په خپلې نیمګړې پوهه کې څه ناڅه زیاتوالی راولم.
د دې مشر څېړونکي یوه بله ښېګڼه، چې ممکن ډير محققین ترې محروم وي، دا ده چې په ډير جرئت مسایل څیړي او د هغو بې ځایه مصلحتونو پرواګیر نه دی چې ګوندې د چا د خپګان لپاره دې واقعیتونه مسخه کړي او یا دې له هغو حقیقتونو پرده پورته نکړي چې خامخا کومه ډله/ټپله، یا کوم قشر خپه نشي. ځکه دی پوهیږي چې واقعیتونه له ټولو مهم ارزښتونه دي او که په تیارو کې وساتل شي نو ولسونه ګمراه کوي. د لیکوالۍ د همدې جرئت په برکت، وخت نا وخت داسې وقایع را سپړي او اصلي بڼه یې نورو ته ښکاره کوي چې ځینو مغرضینو او متعصبینو پرې د جعل او تزویر پردې اچولي دي.
پوهیږم چې استاد به د دغه ډول څیړنو له کبله ډيرو مغرضینو تخریب کړی وي، حتی ځینو بې ادبو به ورته سپکې سپورې هم ویلي وي؛ خو ده جرئت له لاسه نه دی ورکړی او ټولو رقیبانو ته لکه خوشال خان په ډاګه وايي : (( د عَلم ډيرې خبرې – لور په لور تورې لښکرې – زړه مې نه خوځي له ځایه، غر خو هسې دی کنه ))
د دې ستر څیړونکي بله ښېګڼه داده چې مهم تاریخي واقعات داسې بیانوي لکه استاذ چې د ښوونځي د شاګردانو مخې ته ولاړ وي. په ساده الفاظو، روښانه جملو او په داسې ژبه مسائل څیړي چې هضم یې د هرچا لپاره اسانه وي.
سیساتي صیب، زما لپاره د کاري انګیزې یوه سرچینه ده. زه چې د دې سپین ږیري او پر کاره مشر کاري حوصلې ته ګورم، نو زړه مې غواړي ټول عمر مطالعې او لیکنو ته وقف کړم؛ خو دریغا چې داسې نشم کولای او دا ځکه چې : (( برخې ازلي دي))
دا نا لیدلی او زما لپاره د احترام وړ مشر چې په دې سپینه ږیره دومره کاري حوصله او انرژي لري، نو شاید دلیل یې خپل عالي دانش وي. د ستر شاعر فردوسي دا خبره بلکل رښتیا ده چې:
(( توانا بود هر که دانا بود – ز دانش دل پير برنا بود ))
رب دې زموږ د وطن د ې توانا او د پوهې په انرژۍ برنا ( ځوان) سپین ږیري ته له صحته ډک اوږد عمر ورکړي چې نورې څیړنې وکړي او لا نور واقعیتونه روښانه کړي.
درناوی
د کاندید اکادمیسن استاد اعظم سیستاني په لسکونو لیکنې په لاندې لینک کې موندلای او لوستلی شئ:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.