د جمهوریت د سقوط ورځ او نوم ورکي اتلان

نعمان دوست

924
په هغه سهار د پارلماني چارو په وزارت کې وو. هر څه عادي وو. ډله ډله مامورین د حاضرۍ له لاسلیکولو وروسته خپلو شعبو ته روان وو. شاوخوا لس بجې وې چې فضاء په بدلیدو ښکاریده. له شعبو مامورین راوتلي ول او هر چا د روانو حالاتو په اړه خیټالوژي غږوله. ساعت وروسته د ډزو غږونه واوریدل شول. دې ډزو خلک وارخطا کړل. په اوله کې له وزارته د وتلو اجازه نه وه. خو وروسته وویل شول چې باید تعمیر تخیله شي. د عمومي دروازې مخې ته وسلوال ساتونکي ګوته په ماشه ولاړ وو. چانټې یې تړلې وې او مامورینو ته یې د وتلو سپارښتنه کوله.
دا وزارت ګلبهار سنټر ته نږدې دی. چې سړک ته راووتلو ورو – ورو ګڼه ګوڼه زیاتیده. تا به ویل میږیان له خپلو سوړو راوتلي. ګلبهار سنټر او داودزی مارکیټ یو بل ته مخامخ دي. دا د کابل په کچه د کاروبار ستر مرکزونه دي. همدوی ته په اندیښنه کې وم، ما ویل هسې نه له وخته په استفادې پرې څوک ور ننوځي. دا اندیښنه خو هغه وخت لاپسې زیاته شوه چې ویل کیدل هغه ډزې یو بانک ته د وسلوالو د ننوتلو په مهال شوې وې.
سړکونه له خلکو او موټرو ډک وو. هیڅوک نه پوهیدل چې څه به کیږي. هره خوا خلک روان وو.
عامه ویره دا وه چې شدیده جګړه به ونخلی. خلکو داسې ګڼله چې کیدای شي هغه د ( ۱۸ سنبلې) ټوپکیان، چې په وسلوالو مارشونو به یې ښاریان ویرول، اوس مقابلې ته راووځي.
خلکو فکر کاوه، هغه مشر به له خپلو پلویانو سره راووځي چې ویل به یې: ( اګر قطعه قطعه شوم از حق مردم استفاده می کنم)
خلکو ګومان کاوه، چې هغه اکشني زړور ځوان به اوس د ارګ دروازه کې ولاړ وي چې ویل به یې : اول به زموږ پر جسدونو پښې ږدي او بیا به ارګ نیسي او… خو ټول داسې غلي وو لکه د چنچڼو په سیل چې باښه را غوټه شي.
ده افغانانو کې د زیرزمینې سرته راورسیدو، دلته د خلکو له حده پورته ګڼه ګوڼه وه. هر چا غوږ ته موبایل نیولی و. له خپلو کورنیو او دوستانو سره په اړیکه کې و. که څه هم لا په ښار کې ( د ط ا ل ب ا ن و) درک نه و؛ خو خلک ډېر وارخطا وو او دا ځکه چې نپوهیدل څه به کیږي. موږ همداسې عادي روان وو، البته یوه ویره له موږ سره هم وه او هغه دا چې ،هسې نه خدای مکړه په دې له وسلو ډک ښار کې جګړه پیل شي. ځکه، کابل هغه ښار و چې حتی له یوې قانون جوړونکې څخه زیږیدلي کوچني عقاب ( عقاب تخار) به هم پکې شوقي شاژورونه تشول.
ما او ملګري مې، چې د نورو وارخطايي لیدله، نو ځانونه راته زړور ښکاریدل؛ خو دا بې ځایه کلانکاري مو یوې نندارې ماته کړه:
سټي پارک ته مخامخ، د دهمزنګ سړک تر غاړې، څو خړپړ کارګر له کاري وسایلو سره ولاړ وو او د یوه سړک په ترمیم بوخت ول.
که څه هم هغوی په رڼو سترګو لیدل چې حتی عادي ښاریان هم په تېښته دي او ځانونه کورونو ته رسوي؛ خو دوی له خپل کار سره مینې او کاري ژمنتیا دومره مغروره کړي و چې چُورت یې هم انجړ نه و. په ارامو مغزو یې خپل کار کاوه.
شاید، دغو اتلانو لکه موږ غوندې فیسبوک او ټویټر کې د تظاهر، لاپو شاپو لپاره اکاونټونه هم نه درلودل. شاید ټول عمر د ټلویزون پر ښیښه هم نه وو ښکاره شوي. شاید ټول عمر کې یې د راډیو مایک هم خولې ته نه و نږدې کړی او حتی شاید په عادي مجلسونو کې یې هم کله د وطندوستۍ، وطن ته د ژمنتیا او د خپلې زړورتیا په اړه یوه خبره هم نه وه کړې ؛ خو په هغه ورځ یې له ټول بدنه داسې غیرتونه، ډاډ او زړورتیا څڅیده چې موږ ټول ورته حق حیران شوو.
رښتیا چې د ګفتار خلک د کردار خلک نه وي او کردار والا بیا په ګفتار وخت نه ضایع کوي. په سخته ورځ همدغه شان بې نومه خلک له وطن سره خپل مینه ثابتوي.
دې زړورو او مخلصو کارګرو ته دوه لاسي سلام، هیله ده اوس هم په خپله دنده کې وي او په ټوله ایماندارۍ ورته دوام ورکړي.
په پای کې؛
ټولو بې نومه مخلصینو، ژمنو او وطنپالو ته درناوی!
May be an image of 4 people, people standing and road

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.