Browsing Tag

نعمت الله صدیقي

۳ مارچ ـــ د لیکوال مرثیه

له تېرو اوو ــ اتو لسیزو راپدېخوا د دریېمې میاشتې دریم تاریخ یعنې د (مارچ ۳ مه) په ټوله نړۍ کې د لیکوال د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې هدف یې د لیکوالو یادول او قدرداني کول دي، ترڅنګ یې لیکوالۍ او لوستنې ته د خلکو د پام وراړولو یوه…

بند تحقیق او محقق

د پوهنتونونو او علومو په اوسنیو اکاډمیو او پوهنځیو کې مې ګڼ محقیقن او څېړونکي لېدلي دي، چې د خپل تحقیق او څېړنېزو پروژو په لیکلو او چاپولو کې د تحقیق پر ځای یې له میتود او طرز سره په سخت جنجال وي، دوی داسې فکر کوي او بلکې دوی ته همداسې…

موږ او روښانفکري

په اروپا کې چې د منځنیو پيړیو رنسانس ظهور وکړ او د یوه مسلسل زماني جریان په اوږدو کې یې له کوم اوږد، تور او تیاره چاپیریاله د رڼا و تمدن پر خوا ګام واخیست؛ نو د دغې ابتکار او نوښت یا جدت فکر، شعور او عمل ته روښانفکري وویل شوه، چې لوی ټکي…

نثرم یو حماقتي بحث

د نثرم یا منثور شعر (نثري نظم) او یا هم د نثري شعر په اړه چې په پښتو ژبه او ادبیاتو کې تراوسه څومره خبرې هم شوي دي، له لږ و ډېرې استثنا پرته اکثریت یې په همغه روایتي ژانر او چوکاټونو بحث دی او ښايي همدا علت وي، چې زموږ دا لیکنه او غږېدا…

د خپلې ادبي تیورۍ مدعا او مغالطې

د ادبي تیورۍ یا د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم په اکثرو ادبي مباحثو کې له دې نېوکې او اعتراض سره ډېر مخ کېږو، چې موږ خپله تیوري ولې نه لرو؟ یا یې نه ایجادوو؟ او یا هم د نورو د تیوریو پر مباحثو ولې دومره ډېر تمرکز کوو؟ ځينې کره کتونکي یې د تطبیقي…

د نظامونو خلا

"په سور سالو کې ګنا نشته" نظام یا حکومت د خپل بنسټيز هویت له مخې هم د شکل او طرز له پلوه او هم د معنوي ارزښت او عمل له مخې د یوه ریاست او ملک دوه بېلا بېلې ریاستي اډانې او فورمونه دي. د نظامونو او حکومتونو ترمنځ خورا لوی توپير وي، زموږ خلک…

د ازادۍ معاصر تعبیر

د نړۍ په معاصرو تقریباً ټولو سیاسي او نظامي تعبیراتو او تشریحاتو کې د اوسمهالیو او پخوانیو اصطلاحاتو او عملي ادعاوو مفروضې او فرضیې یې برعکس یا له پخوانیو هغه تعریفونو سره يې مفاهیم او معناوې په کافي اندازه بدلې شوې دي. مثلاً که اوسنیو جګړو…

ورک عقلانیت

ورک عقلانیت کالم/ رنسانستان عقلانیت یوازې د اروپايي رنسانس د دورې میتافیزکي او فلسفي بحثونه نه ول، چې یوازې له مذاهبو او فکري ډسکورسونو سره دې یې په جنګونو او لاینحله مباحثو تعبیر کړو؛ بلکې دا د انسان له طبعي اړتیاوو سره سم یو داسې…

رنسانستان څه او چېرې دی؟

رنسانستان څه او چېرې دی؟ کالم/ رنسانستان نعمت الله صدیقي د تېر کالم د مونوګرام (کالم ټایټل) رنسانستان په اړه ځينو دوستانو پوښتلی یم، چې له رنسانستان دې مقصد همغه اروپايي رنسانس دی؟ او که وي؛ نو په هغه رنسانس کې زموږ ځای چېرې و؟ یا اوس…

لومړۍ کالم

کالم یا کالم لیکنه  اصلا رسنیزه غیر رسمي او عامه لیکنه ده، چې د یوه اخبار په ادارتي مخ یا منځپاڼه کې د یوه خاص مونوګرام یا پوخنوم په بڼه چاپېږي، لغوي مانا یې ستون یا مینار دی او په اصطلاح کې چې یې هر څه بولئ، همغه شی دی، ما خو ځکه ورته شی…