موږ او روښانفکري

نعمت الله صدیقي

243

په اروپا کې چې د منځنیو پيړیو رنسانس ظهور وکړ او د یوه مسلسل زماني جریان په اوږدو کې یې له کوم اوږد، تور او تیاره چاپیریاله د رڼا و تمدن پر خوا ګام واخیست؛ نو د دغې ابتکار او نوښت یا جدت فکر، شعور او عمل ته روښانفکري وویل شوه، چې لوی ټکي او مهم اهداف یې د هغه وخت سیاسي او ټولنیز مطلق العنانیت او مذهبي اجاراداري ختمول وو. خلک او اولسونه، چې له دغو مستبدو حاکمیتونو تر پوزې راغلي وو؛ لومړی فکر او شعور یې پر همدغه څه متمرکز کړ، چې په حیث د انسان موږ ولې د نورو انسانانو د مطلقیت او استبداد پر زنځیر تړل شوي یو؟ ولې د ژوند په چارو کې کلیسا او پاپ له موږ زیات زموږ پر شخصي ژوند او اند واک او اختیار لرونکی دی؟ څنګه فردي او اجتماعي ازادۍ محدودې او محصورې دي؟ دا څوک او څه ډول فلاسفې دي، چې انساني غږ او طبعیت په کې خاموش دی؟ او بلاخره دا پر ښایست ښکلی او ویړ جهان ولې په مسلسله توګه پر ځای ولاړ، منجمد او زړه تنګونکی دی؟

دا او دې ته ورته پوښتنې هغه څه وې، چې د هغه وخت انسان، ټولنه او تفکر یې راویښ کړل او په یوه داسې ګډ او روښانه سفر یې اړ کړل، چې بیا یې کله هم یوازې دا پوښتنې ونکړې؛ بلکې د خپل راتلونکي لپاره یې دې ټولو پوښتنو ته (نه) وویل او یوازې د فکر او شعور په (هو) او ملتیا یې د ویښتیا او روښانتیا تاداوونه کېښودل. د پریس ایجاد، فردي او اجتماعي ازادۍ، ولسي بیس او ارزښتونو ته درناوی، انساني شرف او کرامت ته درنښت، پر مکالمې او خبرو تمرکز، امن او ثبات د یوه حیاتي ارزښت په توګه منل، فکري او فرهنګي مرکزونه او مکاتب رغول، خپلمنځي یوالی او وحدت قایمول، عدالتي تامین، اولسواکه او سیاسي نظامونه پر قانونمندی درول، ښوونیز، تعلیمي او ساینسي تمایلات خپلول یې هغه اوزار او وسایل وو، چې د اروپايي روښانفکرۍ د څو پیړیو اجتماعي ډسکورس یې بللی شو.

دا د روښانفکرۍ د معاصرې نړۍ هغه عملي او نظري بېلګه ده، چې اساس، هدف او مفهوم یې اصلاً له ویښتیا او روښانتیا سره غوټه ده. د ویښتیا او روښانتیا داسې کوم منجمد مفهوم او تعریف نشته، چې یو څوک دې يې پر کومو خاصو زماني او مکاني خلکو او افرادو یا حوزو وویشي؛ یعنې د هر چا لپاره روښانفکري د هغوی د نویو فکري او عقلاني تمایلاتو په اساس لکه یو فورم، میتود او کڼلاره داسې یوه پروسیي وسیله ده، چې هر څوک یې د خپل علم، فکر او شعور په اساس د خپلو ټولنو او افرادو لپاره په خاصو ټولنیزو، سیاسي او فکري شرایطو کې خپلولی او خپرولی شي. مانا دا چې دا تخصیص او توجیه ناسمه ده، چې یو څوک روښانفکري یا ویښتیا او روښانتیا په یو خاص فکر یا په کومه خاصه سیاسي او فکري جغرافیې پورې وتړي؛ بلکې د هرې ټولنې او حوزې خپله خپله ویښتیا او روښانتیا او روښانفکري تمایلات یې وي.

روښانفکري که میتود یا فکري طرز او کړنلاره هم وي؛ مګر عملي ډول یې یو لړ جدي او علمي اصول، اساسات او ځانګړنې هم لري؛ مثلاً په اساساتو کې یې لومړۍ اصل د عقلانیت دی، چې تر ډېره حده یې کلیات له مشاهدو او تجربو سره غوټه دي. عقلانیت یعنې ټولې هغه شعوري ګټې او ښیګړې، چې محور یې پر نویو ملي، انساني او هېوادنیو ریفورمونو یا اصلاحاتو راڅرخي دا عقلانیت دی.

علم او فکر یې د یوه بنسټيز اصل له مخې بل هغه اساس دی، چې د عقلانیت د تعریف او پېژاند ترڅنګ یې د خپلو ټولو تمایلاتو او وسایلو تعین پرې کوي، یعني د روښانفکرۍ د ټولو هغه اصطلاحاتو او د نظریو اساس یې باید علمي او فکري وي.

ټول علوم، نظریې، فلسفي افکار او هنرونه د بشریت د مشترک میراث په توګه منل او اخیستل، چې بنسټيزه موخه یې انساني تنوع، وسعت او ګډه بشري وده او تکامل رامنځته کول دي.

د نړۍ تمدونونه، تهذیبونه، قومي، کلتوري، نسلي او فکري راویتونه د انسانپالنې د نظریې په اساس د ټول بشر ترمنځ مهم او د تامل وړ بولي، هیڅ انسان د بل انسان پر تمدن، تهذیب، کلتور، نسل او مذهب تېرۍ نشي کولای؛ بلکې پر یوه مهذب او باتمدنه انساني اجتماع یې تمرکز وي.
فردي او اجتماعي ازادیو ته درناوۍ او احترام یې بل هغه ارزښت دی، چې د یوه لوی انساني تنوع په توګه یې مني، هیڅ انسان او د هغه فردي ذوق او سلیقه پر بل انسان او فرد برتري یا امتیاز نه لري، ټوله انساني کتله د خپل بشري خلاقیت او خاصیت په اساس یو ډول د ازادۍ او احترام وړ بولي.

فکري او نظري رواداري، ټولنیز تامل او تحمل یې د خپل روښانه طرز عمل له مخې داسې چلن دی، چې هیڅ د بل فکر او نظریه له یوې مخې مرودوده نه ګڼي، اما بحث او مکالمې ته لار حمتاُ ورکوي، اختلاف یو اصل بولي، په دغه مکالمه او اختلاف کې د سپکاوي، توهین او اهانت پلويتوب نه کوي، په عامه ډول ټولنیز معاملات او په ورځني ژوند کې تحمل او تامل داسې تلقینوي، چې هیڅ ټولنه او خلک باید ټولنیز او فردي انتشار ونلري.
په هر حال کې د ټولنې او خلکو ترمنځ د رښتیاوو او اقعیتونو پر خواو د ودرېدو ترڅنګ د درواغو، چل و فریب او د هر ډول بد اخلاقیو او بد نظمویو مخالفت کول او پر وړاندې یې مثبته مبارزه یوه جدي اړتیا بولي.
پر هیڅ جنګ و جګړې، تشدد او استبداد باور نه لري او نه یې هم پلويتوب کوي، د همدې کتلې ټول هغه اوزار لکه بمونه، اسلحې او باورد د انساني ارتقا او کلچر نفي بولي او پر ځای یې پر علم، پوه، فکر او کتاب باورمن دي.

د ورځنيو سیاستونو، ژوند، معاملاتو او معمول په چارو کې هغه معاصریت خپلول جدي اړتیا بولي، چې ګټې او لاسته راوړنې يې د نویو تمایلاتو په اساس په نن او صبا دواړو کې محسوسې او څرګندې وي.

دا او دې ته ورته لږ و ډېر نورې هغه ځانګړنې چې له همدې پورته اساساتو سره مربوطې او تړلې وي، د روښانفکرۍ د رویې او چلن مهمې او جدي ځانګړنې او اصول دي، چې په هره ټولنه او هر دور کې یې هر چېرته ویښ او روښانه مغزونه او فکرونه د خپل ژوند، اند او مسیر لپاره لازم بولي. هغه ټولنې او خلک چې د روښانفکرۍ اصل او جوهر نه لري، د تیارو، جهل او جهالت پر یوه ناتمامه مسیر او سېمبول اوښتي دي.

موږ چې په همدې پورته ځانګړنو کې خپله (موږ) یا ملي روښانفکري ګورو؛ نو یوه روښانفکري د همدې منځنیو پيریو په خواوشا کې د روښانیانو د علمي، تصوفي او سیاسي مکتب په افکارو او نظریاتو کې وینو او بله هغه یې تر ډېره حده د معاصرې روښانفکرۍ له تقریباُ ټولو اصولو سره منظمه او مربوطه مشروطیه روښانفکري وه، چې له اماني دورې لږ وړاندې وروسته یې د فکر او مبارزې راویتونه او نقشونه له موږ سره خوندي دي.
له دې وروسته د ویښ زلمیانو له روښانفکرۍ تر دې دمه، په تېره د وروستیو درې، څلورو لسیزو په اړو ګړو کې چې زیاته برخه یې ناسیاسي او نافکري وه، په دې کې هم نظري او عملي دواړه ډوله روښانفکران موجود وو؛ خو لکه څنګه چې لازمه وه، نه یې هغسې مسوولت ترسره کړ او نه یې هم د روښانفکرۍ همدا پورته مسیر او کڼلاره خپله کړه. علتونه یې شاید نور هم ډېر وي؛ خو هغه علت چې روښانفکري یې د یوه ناسم تعبیر او درک پر مورګه ودروله، هغه یې د نظریو او فکرونو افراطي خورول او په خواوو ویشنه وه، حتی د ښي او کيڼ روښانفکري او روښانفکره اصطلاحات هم په کې وو او دي، د داسې یوه ملي ترکیب ورکه تر اوسه موجوده ده، چې د دغه متنوعې او پراخې دنیا د خلکو او فکرونو تامل ته دې په کې ځای موجود وي، همدا ویشنې او افراطي عمل و، چې حتی روښانفکري یا ویښتیا او روښانتیا هم تکفیر او پروژيي وبلل شوه.
که د تېرو ستونزو او مغالطو له شمیرنې او یادونې سره موافق نه یاست، یوازې هم دا عقلانیت یادوم، چې د روښانفکری د یوه بنسټيز اصل په توګه مو یاد کړ، د تېر څلویښت کلن په هیڅ سیاسي، فکري او فرهنګي جریان کې یې د خپلونې حتی هڅې هم نه دي شوي؛ بلکې لا یې متنفر او مردود ګڼلی.
پردۍ او استخباراتي سیاسي او فکري بداخلاقۍ همدا وې، چې هر څه د یوه منظم او علمي عمل پر ځای پر احساساتو او ورځنیو چارو او ارزونو طی کړای شول او په همدې ډول معاصر علمي او فکري تمایلات لکه علم، پوه، ساینس، ملي او هېوادني ارزښتونه، اقتصاد، فکر او مکالمه داسې تبعید شول، چې حتی له همدې نومونو (اصطلاحاتو) سره هم حساسیت پيدا او معتاد شو.

د اوږدمهاله سیاسي انتشار ماحول جنګ و جګړه، وژنې، تشدد، استبداد، ویره او خپلمنځي کرکې او نفاق بل هغه څه وو، چې زموږ په روښانفکره کړیو کې یې یو معقول او مثبت فکري او علمي تامل او اعتدال ونه شو ساتلی، هر څوک او د هرې ډلې د نظریې علمي او فکري عالمان او پوهان د دلیل او استدلال پر ځای سره عصباني او غوصه شول او په دغه غصبانیت او ضد تر اخره ودرېدل؛ حال دا چې روښانفکري ضد او اختلاف د اختلاف لپاره پر ځای خوځنده او مدلل فکر او عمل ته لومړیتوب ورکوی. موږ په دې برخه کې بېخي د صفر تر حده بایللې وه او ده.

له خپلې خاورې، ملي او هېوادني ارزښتونو سره زموږ د روښانفکرانو لريوالۍ او جلاوطنۍ یې بله هغه ربړه وه، چې د نظریو او عصريتوب پر زماني او مکاني واټن یې نه پوهېدل، په نورو وطنونو کې د خپل وطن فکر او نظریه بلکل له بل هغه سره متفاوته ده، د روښانفکرۍ یو اصل پر خپله خاوره ودرېدل او د خپلې خاورې په اړه موقف اختیارول دي، زموږ د همدې څوګونو روښانفکرانو د تېرو څلورو ــ پنځو لسیزو د ژوند او اند مطالعه راته وايي، چې ډېر کم یې پر خپلې خاورې او خپل ملي فکر پر قلمرو راسره پاتې شوي روښانفکران او منورین دي.

زموږ د روښانفکرۍ او روښانفکرانو له دې مغالطو او ناسمو یې اخیستلی شو، چې نه نور باید مقدس او پاک لفظونه او اصطلاحات بدبین کړو او نه یې ورسره چلن هغسې وکړو، چې د همدې اصطلاحاتو له اصل او جوهر سره تضاد ولري، دا پېړۍ د همدغسې نورو ډېرو اهمو او مهمو اصطلاحاتو د عمل او چلن پېړۍ ده، ټول هغه څوک چې له دې ډول معاصرو اصطلاحاتو، میتودونو او تمایلاتو سره بلد نه وي یا یې په خپلولو کې تمایل ونلري، ممکن په همدومره کچه او اندازه یې له زیانونو او معاصره بحرانونو سره مخ شي. دا باید ومنو، چې د نړېوالې او معاصرې روښانفکرۍ په دغه معاصره ټولنیزه او نړیواله سیاسي، فکري او رسنیزه لوبه کې تر هغې د نېکمرغۍڅرک د مرغۍ پۍ ده، چې ترڅو مو د خپلو همدغه اساساتو پر بنسټ خپله ملي او معاصره روښانفکري نه وي خپله کړي.

کالم/ رنسانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.