۳ مارچ ـــ د لیکوال مرثیه

نعمت الله صدیقي

151

له تېرو اوو ــ اتو لسیزو راپدېخوا د دریېمې میاشتې دریم تاریخ یعنې د (مارچ ۳ مه) په ټوله نړۍ کې د لیکوال د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې هدف یې د لیکوالو یادول او قدرداني کول دي، ترڅنګ یې لیکوالۍ او لوستنې ته د خلکو د پام وراړولو یوه بهانه یې هم بولي، چې خلک له لیکوال، لیکوالۍ، لوستنې او د کتابونو له لارې له یو بل سره وصل او وپېژني او همداسې په کې د عامه لوستنې او مطالعې کلچر عام شي.
په دغه ورځ یو جدي بحث د لیکوالو د لیکوالۍ ترڅنګ د دوی د شخصي ژوند په ارتباط هم وي، چې مثلاً دوی له مادي پلوه څنګه دي؟ ځکه د ژوند زیاته برخه یې په معنوي کار و زیار کې تېرېږي او له مادي پلوه عموماً له اقتصادي ستونزو او تنګ لاسۍ سره مخ وي. زموږ خلک چې له هره پلوه غربت ځپلي او ډېرې شتمنۍ نه لري، لیکوال یې د نورو ټولنو په نسبت زیات له دغه ستونزو سره مخ دي. نه خو د همدې معنوي او فرهنګي کارونو بازار هغسې تود دی، چې دوی ته په کې د خپلو خولو په بدل اوجره ورکړای شي او نه یې د کتابونو او لیکوالۍ هغسې لوستونکي شته، چې کتابونه یې خرڅ او لیکوال یې رایلټي یا حقوق ترلاسه کړي.

په دې اړه شاید ډېری عوامل داسې وي، چې هر څوک یې ممکن ونه وايي؛ خو هغه څه چې د ویلو وي، باید د اجتماعي ګټو په اساس یې سره ووایو. له څو کلونو راهیسې د کتاب له بازاره سره بېخي نېږدې پاتې شوی یم او دا مې د سر په سترګو لېدلي دي، چې د سر د قطار لیکوال هم په خپلو میلیونونو نفوسو کې هم زر لوستونکي نه لري او د ډېرو داسې استادانو او نومیالیو لیکوالو کتابونه هم په کلونو کلونو ډيري پراته وي، چې د زمانې د ټولو معیارونو پر تلو او ارزونو ثابت وي. مثلاً همدا د مارچ په ۲ مه مې د مرحوم سعید ګوهر له زوی بلال اسود سره د ګوهر صاحب د هغه کلیات په باب خبرې وکړې، چې دوی تېر کال په خورا لوړ طباعت چاپ او خپور کړی و، د دوی وینا ده، چې په ټول کال کې مو ایله تر پنځوسو کلیات پلورلي دي. ایمل پسرلی چې نسبتاً له مشهورې رسنۍ سره د کار ترڅنګ پېژندل شوې څېره ده، پردۍ ناول یې د څو میاشتو په تېریدو هم ایله د نشت په حساب وپلورل شو. د رفیع صاحب د کتابونو شاهد هم یم، چې د کلونو ګردونو یې د کتاب پاڼې ور زېړې کړې وې او بلا اخره د تکړه ژباړن او لیکوال شفیع الله تاند تنکۍ ځواني هم وینم، چې څنګه یې د کتابونو او قلمونو په جانانه عشق پر غربت او تش لاسۍ اړولې؛ خو د کتابونو بنجاریتوب یې بیا مه پوښتئ!! دا لیکوال او شاعران مې د دې لپاره یاد کړل، چې هغه اعتراض او بهانه هم ختمه شي، چې ګواکې موږ لوستونکیو ته د دوی د ذوق مطابق لیکوالي، شاعري او علمي څېړنې نه دي ورکړي، د ګوهر صاحب شاعري، د پسرلي صاحب، داستان یا ناول لیکنه، د رفیع صاحب علمي او څېړنیز تحقیق او د تاند صاحب ژباړې له شک پرته د رښتوني معیار دلیل دی؛ خو چې څوک یې نه لولي؛ نو معیار نور څه وي؟ پښتانه متل کوي، (چې نه ځې په شا به دې کړم، چې نه یې خورې څه درباندې وکړم.)

زموږ پر ناشرانو یا خپرندویو ټولنو هم دا اعتراض راته سم نه ښکاري، چې دوی ګواکې د لیکوال معاوضه یا حقوق نه مني، په تېره لسیزه کې چې د درس و تدریس تمایل نسبتاً زیات و، استادانو پر خپلو شاګردانو د خپلو پیچپټري کتابونو اخیستنه دومره وکړه، چې ایله یې دوی ته د حقوقو په نامه یو څه ورکړل، خو دا تمایل هم د زور او کمزوری و، یعنې دا لوستنه یا کتاب اخیستنه هم طبعي او عمومي نه وه. همدا ډول د اخبارونو، مجلو او په فرهنګي کارونو کې د لیکوالو معاوضې هم دومره وې، چې ایله یې د همغه دفتر، اخبار او جریدې ګوزاره ورباندې روانه وه، سره له دې چې اکثریت فعالیتونه یې پروژيي وو، چې باید لیکوالو ته یې مادي ګټه رسیدلی وای؛ خو هر هغه څه چې خپل طبعي هدف او مسیر ونه لري، کار و زیار یې همداسې نیمګړی او ناتکمیل وي. نه خو په موږ کې د اخبار او جریدې لوستنې فرهنګ عام و او نه اخبارونه او جراید هغسې ملي، سوچه او غیر پروژيي وو؛ نو دا یې بل عامل و، چې زموږ لیکوال یې د خلکو د لوستنې یا اخیستنې په زور د شتو څښتن نه کړل.

د کتاب ویړیا ویشنه زموږ د کتاب اخیستنې یا د لیکوالو د نه ابادیدو یو بل علت دی، دا هر څو که د ښه نیت په اساس هم وي، خو یوه شی واضحه کوي، چې موږ په کتاب او مطالعه کې یو ډول په ویړیا کتاب ورکولو او اخیستلو معتاد یو، تاسې شاید ووایاست، چې په نورو ژبو کې هم یو شمیر کتابونه په همدومره تیراژ چاپ او مفت توضیع کېږي، خو په نورو ژبو او فرهنګونو کې دا اعتیاد بلکل دومره عمومي او صریح نه دی.

د لیکوال شتمني دا هم نه ده، چې یوازې لوستل او لیکل وکړي او د خلکو د معنوي ګټو په چارو کې دې ټول ژوند تېر کړي، چې هیڅ مادي ګټه او امتیاز یې هم نه وي؛ نو حد اقل لوستونکي خو یې باید وي، دای خو باید یو چاته لیکل وکړي، که یوازې لیکل کوي او لوستونکي نه لري او مادي ژوند یې هم له مشکلاتو سره مخ وي، دا نو په واقعي مانا سخت ژوند دی، چې له بده مرغه زموږ پښتانه لیکوال د همدې مادي شتمنۍ ترڅنګ د معنوي شتمنۍ د نه لرلو له بحران سره هم عموماً مخامخ دي.

د لوستنې یا د لیکوال د دغه معنوې تشې نقص خورا لوی نقص دی، ماته رخه راشي، چې ځينې ټولنې او د هغوی د لوستنې ځينې ارقام او سروې او د لیکوالو حالت یې ووینم، امریکايي ناول لیکوال اسټیفن کینګ د خپل ژوند لومړني وختونه نهایتاً له تنګ لاسۍ سره تېر کړي دي، له کاري شرکتونو سره د ورځنیو مزدوریو نېولې د جامو او موټرونو تر وینځلو پورې یې پردي کارونه کړي دي او حتی یوه ورځ یې د خپل ناروغ زوی لپاره یوازې د یوې ګولۍ د درملو د اخیستلو توان هم نه درلود، مګر وروسته یې جالبه دا وه، چې هغه د کتاب او د لیکوالۍ له وجه ملیونر شو، هغه د خپل وخت تر ۵۰ زیات ناولونه او تر ۲۰۰ زیاتې لنډې کیسې ولیکلې، کینګ ته چې کله د لومړۍ کیسې ۵۰۰ ډالره معاوضه راغله نه یې شوه منلی او د خپل ناول هغه پاڼې یې بېرته راټول کړې، چې ده رد کړې او خځل دانۍ کې غورځولې وي، وايي هغه ناول یې یوه خپروندیه ټولنې ته ۳۰ واره وروړه او هغه رد کاوه، بلاخره یې بل ناشر همدا د (کیري) په نامه ناول چاپ او خپور کړ، چې یوازې کینګ ته یې ۳ ملین ډالره حقوق ورسېدل. له هغې وروسته د کینګ ناولونه په میلیونونه ټوکه تیراژه خپریدل او دای یې د خپل ژوند په همدې دواړو مادي او معنوي شتمنیو تر اخره موړ او جوړ و.

د اسټیفن کینګ له لیکوالۍ سره د تړلي ژوند کیسه راته وايي، چې کومې ټولنې چې دکتابونو او لوستنې خلک ولري، لیکوال یې پر همدې دواړو امتیازونو موړ او پټ وي. ځکه خلک کتاب لولي، اخلي او بلا اخره د لیکوال او لوستونکي همغه مشترک هدف هم سره روان وي، چې یو یې د همدې لوستونکي لپاره لیکي او بل یې لوستونکی لولي او لیکوال ته یې خیر رسېږي. بل دا تصور هم نفي کوي چې لیکوالي یوازې دا هم نه ده، چې لیکوال به یې هر وخت خوار او بې شتو وي، که د کینګ په څېر مو لیکوال په ۳۰ واره رد هم مورال ونه غورځوي او د زړه په ژمنتیا کار وکړي ممکن دواړه شتمنۍ ترلاسه کړي.

موږ چې د لباسونو په برخه کې یو څه جدي یو او د اوسمهالي انټرنیټي کڅوړو لپاره زرګونه پيسې بېلولی شو او کتاب او د کتاب لیکوال لپاره چې کتاب يې پر بیعه وپيرو زړه نه شو کولای دا شته حالات (خدای دې نه کړي) شاید نور هم سره تنګ او لنډه شي، ځکه لیکوال او لیکوالي د یوې ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي شعور مغز ده، دا مغز باید عام او د ګټنې لپاره تقویه او سوق شي.

زموږ د لیکوالو او د هغې د لوستونکیو دا شته حالات او ژوند راته وايي، چې موږ خو شاید صاحب کتاب یو؛ خو صاحب لوستونکي نه یو یا یې نه لرو، دا نه لرل، یوازې نه لرل نه دي؛ بلکې د یوې لوړې انساني، علمي، فکري او د عالمي معاصرو سیالیو نه لرل دي. چې دا د لیکوال او لیکوالۍ په برخه کې خورا خطرناکه تشه ده.

راځئ خپل لیکوال د هغوی د کتاب لوستنې او اخیستنې په دود او کلچر وقدروو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.