ورک عقلانیت

نعمت الله صدیقي

764

ورک عقلانیت

کالم/ رنسانستان
عقلانیت یوازې د اروپايي رنسانس د دورې میتافیزکي او فلسفي بحثونه نه ول، چې یوازې له مذاهبو او فکري ډسکورسونو سره دې یې په جنګونو او لاینحله مباحثو تعبیر کړو؛ بلکې دا د انسان له طبعي اړتیاوو سره سم یو داسې ضروري او مهم تمایل هم و او دی، چې ان انساني تعریف یې له ذکر پرته ممکن نه دی. دلته یې د دې کالم له موخې سره سم له یو څه پراخ او اسانه مفهوم سره واخلئ؛ ټوله هغه فکري، علمي او سیاسي ګټه، چې محراق او محور یې افغان انسان وي او د همدې انسان پر هوساینې راڅرخي، دا عقلانیت دی.
زموږ د علمي او فکري تعریفونو تر ټولو اساسي مشکل همدا دی، چې علوم یا په مجموع کې پوهه، تفکر او فرهنګي تحولات پر خپلو ګټو او ارزښتونو نشو اړولی. په علومو او پوهنو کې خپلې ګټې همغه دي، چې د ذاتي اوصافو او اصولو ترڅنګ یې د انسان پر عملي او فکري ژوند کې پر مثبتو اخیستنو او تحولاتو فکر وشي. اصلاً علم، پوهه او عقلانیت همداسې یوې مثبتې او منطقي اخیستنې او پايلې ته وايي. چې نتېجه یې د انساني شرف ګټه او پېژاند وي.
زموږ د تېرې خواوشا یوې پېړۍ د سیاسي، دیني، فرهنګي او ان تاریخي او فکري زوال تر ټول ورک ارزښت همدغه څه و. د تاریخ په زړو مګر جالبو پاڼو کې د قومونو، ملیتونو او ملتونو د عروج او زوال کیسه همدغسې یو باب لري، چې غرقېدل او پر یوه ناتمامه عذاب یې اوښتل، همغه وخت واقع شوي دي، چې د فکر او شعور فکټورنه یې د بل پر ژرندو څرخونه تاووي.
فکر او سیاسي شعور دا نه دی او نه یې ګټه دا وي، چې موږ یوازې د نن سیاستونه کولای شو او د پرون پر سیاست یوازې بد او لعنت ووايو؛ بلکې دا یې حتمي قاعده ده، چې د نن او پرون د سیاست پر بنسټ به د سبا سیاسي ثبات او هوساینه تضمینوو. د څلویښت کلنې اوږدمهالې نیابتې جګړې یوه ډېره خطرناکه او بزدله روحیه دا هم وه او ده، چې د فکر، پوهې او اوږدمهالي سیاسي ارزښتونو پر ځای یې پر برسیرنو علتونو او احساساتي چلندونو یې سره معتاد کړي یو.
زموږ په کلیوالو او ان پر کمو لوستو ښاریانو به دا اوس هم په خورا سخته ومنې، چې جګړې د استعمار او ستا د اوښیارو دوښمانانو لومه ده، تر هغې چې جګړه وي، دوی اباد دي او ته ذلیل یې، دوی ممکن همدغه جګړه پر دینې او مذهبي قیاس مقدسه جګړه وبولي او بیا پر همدې قیاس تا تکفیر کړي. زموږ د جهل جهنم ښايي اوس هم د لوستې طبقې له ادرسه درسره څوک ونه مني، که دې لږ هم د داسې یوې مغالطې د سمونې هڅه او یادونه وکړه، ښایي له ناممکن عکس العمل سره مخ شې، دا ځکه چې زموږ د فکر او پوهې شعور له داسې یوې روایتې پوهې سرچینه اخلي، چې که یې هر څومره د خپل ښه نیت توجیه وکړې، نتېجه یې همغه د جهل توجیه ده. دا خو درسره بېخي څوک نه مني، چې که دې چاته د سیاسي تحمل، فکري روادارۍ او ټولنیزو اخلاقو خبره کوله، لومړۍ درجه کلنکار او نوی پر خبرو راغلی یې!؟. ټولنیز اخلاق خو بیا دا دي، چې د هر ډول سپک او سپور او احساساتي برخورد پر وړاندې باید ځان عیار کړې، فکري او فرهنګي زغم دا دی، چې ان د خبرو او خوړو سټایل دې هم باید د بل په طبعه او مزاج برابر وي، کنه مردود یې، نااهل یې، او بلااخره د وژلو یې!؟
دا اصلاً زموږ د خپل سیاسي او ټولنیز فرهنګ د درک او تعقل ورکه ده، چې که مو زره هم لرلای، ممکن ژوند، سیاست، فکري او ټولنیز چلندونه مو داسې نه وای؛ دلته د خپل تعقل یا عقلانیت د تعریف اړتیا نشته ځکه موږ پورته عقلانیت تعریف کړی دی، یوازې دا پاتې ده، چې څنګه عقلانیت او شعور د خپل فکر، کار او عمل برخه وګرځوو.
زما په فکر لومړۍاړخ یې همدا په ټولو چار کې د عقلانیت او شعور تمایل اخیستنه ده، د دې لپاره زموږ د ټولنې او فرهنګ ټولې هغه خواوې، حکومت، رسنۍ، مدني فعلان، پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې، ښوونکي او ملا امامان د عقلانیت پر تطبیق، ګټو او زیانونو ملي اشر وکړي، چې هر څه له هره ځایه په هره کچه باید زموږ د عقلانیت خپلونې او اخیستنې عملي او نظري مبارزه او غږ پورته کړي. دا یاد ساتل پکار دي، چې دا زموږ د ژغورنې او ساتنې وروستي او اخري چانس دی.
عقلانیت له ایډیالوژیو او فکري نظریو پورته ګڼل پکار دي، زه او ته که د هرې سیاسي نظریې او فکري ایډیالوژی خلک یو، دا باید سره معلومه کړو، چې دا هر څه د یو معقول عقلانیت په نتېجه کې رامنځته شوي دي، زموږ د تېرو فکري ایډیالوژیو او نظري سیاستونو یو ډېر سپک او ناوړه تمایل همدا و او دی، چې هر څه د عقلانیت او مکالمې پر ځای پکې په ډېر سطحي او سرـ سري ډول واخیستل شول. دا هیڅوک نه شي ثابتولی، چې په دوی ټولو فکري او نظري سیاسي ګوندونو او غورځنګونو کې زره عقلانیت و، همدا علت دی، چې دوی ته په دقیقه معنا د (فکري او ګوندي) کلمې کارول هم د تامل وړ دي.
اردو ژبي لیکوال حسن نثار په یوه کالم کې د عقلانیت په اړه د قران سوره الانفال ۲۲ مفهوم راخیستی، چې (خدای ته نږدې بدترین خلک همغه دي، چې له عقل کار نه اخلي) نامتو مفکر علي شریعتي ته منسوبه خبره ده، چې د مومن یو تعریف دا دی، چې په ټول معاصرو سیاسي او فکري مسایلو یې سر خلاص وي. زه فکرکوم همدا سرخلاصېدنه د عقلانیت اساس او بنسټ ده، چې زموږ په څېر له عقلانیته لرې ټولنه ورته جدي او حیاتي اړتیا لري.
تصادف دا دی چې د همدې کالم د وروستیو کرښو د لیکلو پر وخت ممتاز اورکزي پر خپل فیسبوک وال زموږ پر عقلانیت څو بیته نوحه لیکلې ده، چې زه یې له خپل کالم سره پر بنسټیز تړاو د خپل عقلاني صورتحال عکسونه بولم.
که خدای عقل د باران غوندې راښکې کړي مونږ به ويړې چهترۍ نيسوو په سرونو کــــه خـــــدای راولي د عقل سېلابونه مــــونږ به اوخېژو په لوړو لوړو غرونو کـــه خدای عقل زمزمه لکه نغمه کړي مـونږ به ګوتې وي منډلې په غوږونو کــــه خدای عقل آيينه آيينه ويش کړي مــونږ به تورکي وي مښلي په مخونو که خدای عقل کړي نازل سيپاره وار هم مــــــــــــونږ به اور پورې کوو په کتابونو که خـــــدای عقل لکه نمر کړي را دبره مـــونږ به بيا هم باوري وو په خوبونو کـه خدای عقل اباسين چپې چپې کړي مـونږ به تنده کړوو حساب په ثوابونو کـــــه خدای عقل پيښور پټي پټي کړي زه به بــــــاد شم د لاهور په درمندونو که خدای عقل پسرلی هم کړي ممتازه زه به پورې کـــــــــــړمه اور په ګلشنونو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.