د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ یادونه

ولي الله ملکزی

543

له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلامي علومو نومیالي پوهان وو، پخپلې سيمې او ولس کې د ډیر درناوي او ارادت څخه برخمند وو. پلار یې د افغانستان د عدلي محاکمو په بيلا بیلو برخو کې د پنځو لسیزو لپاره دنده درلودله چې په پوره امانت، مسلکیتوب او ديندارۍ سره یې سرته رسولې ده. همدارنګه ارواښاد يوه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد هم وو.

لومړنۍ او ثانوي زده کړې:

ښاغلی یاد د څلورو کلونو وو چې پلار یې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. سربېره پردې چې د پښتو ژبې د کتابونو سره آشنا شو، د رحمان بابا ديوان به تل د دوئ په کور کې د تبرک په توګه ساتل کېده. د کوچنيوالي راهیسې، د علم او مطالعې سره یې مينه درلودله او د پښتو او پارسي ژبې د شاعرانو او ليکوالانو کتابونه او شعري ديوانونه به یې لوستل؛ البته تاريخي موضوعاتو ته یې ځانګړې تلوسه او شوق درلود. څرنګه چې پلار یې د افغانستان په ګڼ شمیر ولايتونو کې رسمي دنده اجراء کوله، نو خپلې لومړنۍ زده کړې یې په لاندینيو ښونځيو او ليسو کې سرته رسولې دي.

١د هرات ولايت د سيفي هروي په لومړني ښوونځي کې.

٢د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ د ملکيار هوتک ليسه کې.

٣د ننګرهار ولايت د سره رود د ميا فقيرالله جلال آبادي ليسه کې.

٤د جلال آباد ښار د حضرت مياعمر څمکني ښوونځي کې.۵

۵د کابل د رحمان بابا په ليسه کې.۶

۶د لغمان ولايت د روښان په ليسه کې.

لوړې زده کړې:

دې تکړه لیکوال او تاریخپوه خپلې لوړې زده کړې د هندوستان په لاندینيو پوهنتونونو کې بشپړې کړې دي:

١لیسانس (BA) یې په ټولنیزو علومو کې د هند د پنجاب پوهنتون د چنديګړ د ګورنمنټ کالج څخه اخيستې دی.

٢ماستري (MA) یې په تاريخ کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کالج څخه اخيستې ده.

٣بله ماستري یې په فلسفې کې (MPhil) د هندوستان د ډهلي پوهنتون څخه اخيستې ده.

۴ډکټورا (PHD) یې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پوهنتون څخه ترلاسه کړې او د ډکټورا تيزس (علمي لیکنه) یې د شير شاه سوري د ريفورمونو او اصلاحاتو په اړه ده.

دندې:

١په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څيړنو د نړيوال مرکز د ريسرچ د څانګې غړیتوب وو؛ په دغه موده کې یې ډير پښتو کتابونه ليکلي، ژباړلي او ايډيټ کړي دي. ۲د يوې لنډې مودې لپاره، د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون کې د پښتو په ډيپارټمنټ کې د پښتو ژبې تدريس او استاذي.

د ژبو سره اشنايې:

١پښتو یې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې یې پرې کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

٢په دري/ فارسي ژبې په بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې هم پرې کوي.

٣په اردو ژبې روانې خبرې کوي، لولي یې او ليکنې هم ورباندې کوي.

٤انګريزي؛ ټول لوړ تحصیلات یې په همدې ژبه کې کړي، پوره برلاسې او حاکم دی. همداراز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولای شي.

په پښتو ژبې کې چاپ شوي کتابونه او مقالې:

١پښتنې قبيلې: دا کتاب د لرو او برو پښتنو د قبيلو او د دوئ د نسب شجره یوه پراخه څيړنه ده. په لومړي ځل کابل کې د اريانا مطبعې له خوا په ۱۳۷۹ لمریز کال کې چاپ شو، بیا کويټې او ورپسې پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې خپور کړ. څه موده وروسته یې په دې هر اړخیز تحقیقي کتاب بیا کتنه وکړه او ډيرې برخې يې د کتابتون سایټ په فيسبوک، خيبر ډاټ اورگ سايټ، د بينوا ویبپاڼې او د ويکيپيډيا له خوا آنلاین شوې.

٢خوشحال خان خټک: دا په اصل کې د ارواښاد، دوست محمد خان کامل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى وو، بیا ده پښتو ته وژباړه. په کابل کې د اريانا مطبعې او پيښور کې د دانش خپرندوئ ټولنې له خوا په ٢٠٠٦م کال کې چاپ شوى دی.

٣داودي تاريخ: نوموړی کتاب په هند کې د لودي او سوري او د بنګال د سيمې د کرلاڼي پښتنو واکمنانو تاريخ دى کوم چې له انګريزي څخه یې پښتو ته ژباړلى دی؛ اريانا او بیا دانش خپرندويئ ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړ.

٤حيات افغاني: دا کتاب ١۵۰ کاله وړاندې د انګريزانو د وخت پښتون مؤرخ، محمد حيات خان چې د بنو په سيمه کې د دوئ له خوا ډپټي کمشنر وو، له شهید فرهاد ظریفي سره په ګډه د پښتنو تاریخ په اردو ژبې ليکلی دی. ډاکټر یاد هغه له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى، اريانا او دانش خپرندويه ټولنې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ کړیدى.

٥په هند کې پښتني رياستونه او نوابان: که څه هم د دې څيړنې يوه برخه په هندوستان کې د افغانستان د سفارت په اووه نيزې «ميزان» کې چاپ شویده؛ خو اوس غواړي چې هغه د يو جلا کتاب په توګه چاپ کړي.

ډاکټر لطیف یاد په هندوستان کې د ۱۷ کتابتونونو خطي نسخې چې په عربي او فارسي ژبو لیکل شوې وې؛ فهرستونه یې ترتیب او تنظیم کړي او ټول يې په ډهلي کې د « نور مايکرو فلم مرکز » له خوا چاپ شوي دي. نومونه یې په دې ډول دي: په ډهلي کې د انجمن ترقي اردو کتابتون، د ډهلي دهرديال کتابتون، د هند د جامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين کتابتون، د عليګړ پوهنتون د مولانا ازاد کتابتون. د ډهلي د پوهنتون کتابتون، د ډهلي د جامعه همدرد پوهنتون کتابتون، د حکيم سيد ظل الرحمن کتابتون، د ګجرات د درګاه عاليه چشتيهاحمد آباد کتابتون، د هند د ګجرات د درګاه عاليه مهدويهپالنپور کتابتون.

د ډهلي د ايوان غالب کتابتون، د عليګړ د مزمل الله خان کتابتون، د لکهنو د ناصريه کتابتون، د حضرت پير محمد شاه د درګاه کتابتون، د راجا محمود اباد کتابتون، د هند د پنجاب ايالت د پټيالې ښار عمومي ارشيف، د ډهلي د مظهر جان جانان کتابتون او د ګجرات د احمد آباد ښار د درګاه پير محمد شاه کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرستونه. د پاسنیو سترو ادبي او علمي خدمتونو ترڅنګ، د دې ښاغلي څیړونکي گڼ شمير پښتو او دري مقالې د افغانستان د انيس او هیواد په ورځپاڼو، د زيرې په اووه نيزې، د ژوندون، کابل، جرګې او الفت په مجلو او د هندوستان د قومي آواز په ورځپاڼې، ټونک، قند پارسي مجلې او د ډهلي پوهنتون د فارسي ډيپارټمنت په تحقيقاتي فارسي مجلې کې چاپ شويدي.

نا چاپه کتابونه:

١حيات حافظ رحمت خان: په هند کې د پښتون نواب، حافظ الملک نواب خان بړيڅ د ژوند او کارنامو په اړوند په اردو ژبه ليکل شوى او ده  پښتو ته ژباړلى دى .

٢شير شاه او د هغه عصر: دا کتاب، کالک آرنجن کننګو ليکلى، ده  له اردو نه پښتو ته اړولى چیرته چې د شير شاه سوري اړوند ګټور معلومات په کې راغونډ شويدي .

٣افسانه شاهان يا تاريخ افغاني: ليکوال يې د مغولي واکمن جهانګير د وخت مؤرخ، محمد کبير دى. د هند د لودي، سوري او د بنګال د کرلاڼي پښتنو په اړوند ګټور معلومات په کې دي. د کتاب اصلي نسخه د لندن په برټش موزيم کې خوندي ده، خو ده د مايکرو فيلم له مخې ژباړلې ده.

٤تاريخ شاهي يا تاريخ سلاطين افاغنه: ليکوال يې پښتون مؤرخ، احمد ياد ګار نومیږي چې د لودي او سوري پښتنو اړوند په زړه پورې معلومات یې را ټول کړي او پښتو ته یې ژباړلي. همدا کتاب اوس بل چا پښتو ته ژباړلی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.

٥شرح احوال و اثار تاريخي علامه عبدالحى حبيبي په دري/ فارسي ژبه.

٦هندواېزم (هندومت) یو تحقيقي اثر دى چې همدا اوس يې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي او دا لړۍ روانه ده .

٧د هند د ستر اسلامي شخصیت علامه مولانا علي ميا د کتاب، المرتضى د دوو څپرکو ژباړه.

٨د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې: ده په خپل فيسبوک پاڼې خپرې کړیدي، خو په کتابي بڼې لاچاپ شوى نه دي.

٩سکهان او د دوئ مذهبي لارښوونکي: دا د سکهانو د لسو ګوروګانو (مذهبي لارښوونکو) تاريخ دى چې له ګورو نانک نه پيل شوى او د ګورو ګوبند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.

۱۰پښتو ویي: د پښتو لغاتونو لړۍ ده، اتیا برخې لري او د فیسبوک په پاڼې کې خپرې شویدي.

۱۱د هند بیلا بیلو ایالتونو ته یونلیکونه / سفر نامې.

۱۲کشمیر، د درانیانو د امپراتورۍ په وخت کې. په عین حال کې د ډاکټر یاد په فیسبوک او ویبپاڼه کې خپرې شوې مقالې او څیړنې چې شمیر یې سوونو ته رسیږي.

پر کتابونو سریزې او تفریظونه:

په ډیرو تحقیقي کتابونو او شعري ټولګو باندې سریزې او تقریظونه لیکلي چې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي

۱– (زموږ د هیواد سیمې او څیرې) ښاغلي داد محمد راسا لیکلی دی.

۲– (د ملیار ګلونه) د هیواد د پیژندل شوي شاعر، ښاغلي عبدالحفیظ ملیار شعري ټولګه.

۳– (د بریالي ژوند ۲۶۹ رازونه) د ښاغلي محمد عزیز پردیس لیکنه.

۴– (د پښتنو د شجرو تاریخي ریښه) د ښاغلي زمري محقق تالیف.

۵– (خپل اتلان وپیژنئ!) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او څيړونکي، ښاغلي ډاکټر ایاز ایسپزي/ یوسفزي کتاب.

۶– (د مارشال شاه ولي خان یادښتونه) د ښاغلي داود افغان پښتو ژباړه.

۷– (غږیدلې پاڼې) د ښاغلي ساجد احمدزي د غزلونو ټولګه.

۸– (رڼا د قلم) د کوزې پښتونخوا د شاعر او لیکوال، ښاغلي سېماب وزیر کتاب

۹– (د نړیوالو اړیکو اصول) د ښاغلو عبدالمقیم علیزي او محراب الدین واکمن په ګډه لیکلی کتاب.

۱۰– (د افغان واکمنانو کرونولوژیک تاریخد ښاغلي داود افغان تالیف.

۱۱– (صولت شیر شاهي) د شهید فرهاد ظریفي ژباړل شوی کتاب.

۱۲– (اکبر سیال، شاعري او شخصیت) د کوزې پښتونخوا د لیکوال او شاعر، ښاغلي علي اکبر سیال کتاب.

۱۳– (ژوند زده کړه) د ښاغلي حبیب الله حبیب منګل اثر.

۱۴– (د سیاسي افکارو تاریخ) د ښاغلي اسدالله الفت لیکنه.

۱۵– (د ډيورنډ د تپل شوې او کرغیړنې کرښې په هکله) د ښاغلي متقاعد تورن جنرال، دولت وزیري کتاب.

۱۶– (تصوف، روحانیت او کږلیجونه) د ښاغلي ولي الله ملکزي کتاب.

۱۷د هند د ګجرات د بروډا پوهنتون د مهاراجا سياجي د کالج د عربي او فارسي ژبو استاد ښاغلي ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي، ايډيټ کړیدي.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

ډاکټر لطیف یاد ګڼ شمیر هيوادونو ته د علمي څیړنو، لرغونو آثارو د لیدلو او تفریح لپاره سفرونه کړي چې په هغو کې هندوستان، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، تايلينډ، روسيه، هنګري، پولينډ او سينګاپور شامل دي.

په علمي غونډو او سمينارونو کې ګډون: د افغانستان او هندوستان په لاندینيو سمينارونو او علمي کنفرانسونو کې یې ګډون کړى؛ هلته یې تحقیقي مقالې وړاندې کړی او په مباحثو کې یې خپل نظر څرګند او شریک کړیدی.

١ په کابل کې د خوشحال خان خټک نړيوال سمينار.

٢په کابل کې د زرغونې ياد سمينار.

٣په کابل کې د راحت زاخيلي سمينار.

٤په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين نړيوال سمينار.

٥په کابل کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.

٦په هند کې د شير شاه سوري نړيوال سمينار.

٧د هند د راجستهان په ټونک کې د فارسي/عربي خطي نسخو سمينار.

٨د هند د پنجاب په پټياله کې د پنجابي مؤرخينو سمينار.

٩د لويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سمينار کې گډون چې د افغانستان په اړه جوړ شوى وو.

د یادونې ده چې ښاغلی ډاکټر لطیف یاد د ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا ایالت مرکز، د پرت په ښار کې د خپلې کورنۍ سره اوسیږي. د کډوالۍ په چاپیریال کې څیړنیز فعالیت کوي، د نوي کول د تعلیمي بهیر او کلتوري پوهاوي په برخې کې منډې ترړې وهي او له وطن څخه د تازه راغلو هیواد والو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

 

ژوند یې له خوندونو، قلم یې له رنګونو او ذهن یې له رنګینو خیالونو ډک

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.