ستر پیغمبران او د قومي ملاتړ غوښتنه

ولي الله ملکزی

874

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي، په دې یو پوټې عمر کې مې چشم بد دور، دولس پاچاهۍ ولیدلې. د السلطان ظل الله له خطبو را واخله چې زه په ابتدائیه ښوونځي کې ووم، د شهید داود خان د «تصمیم د بري لومړی شرط دی» تر شعارونو پورې ډیر څه مې په یاد دي. د بریتورو ملګرو سور پرولتاري خونړې انقلاب؛ د هورا نارې؛ بیا د سیاسي اسلام د غازیانو وروڼو د تکبیر زمزمې او ملوک الطوايفي خو د نغري د بلې غاړې خبره ده. لاکن مګرم، د لومړني إمارت له سپینو جنډو او ملا بورجان د ملکوتي تراڼو سره خو د ډیرو وطنوالو غوږونه آشنا دي. ګمان د ایمان زیان دی، ولې د جمهوریت فسادونه، د لنډه غرو نخرې کرشمې او د ملا صیبانو اوسنۍ د «میم زرما ټوله زما» واکمني خو یو پرانیستې کتاب دې او هغه د هوښیارانو خبره: عیان ته څه بیان؟

د مرګي دې هیر شي، زموږ د کلي امام به بلاناغه خپله موعظه په دې مقولې پیل کوله چې «خَيْرُ الْـكَلامِ مَا قَلَّ و دَلَّ» یعنې د کار خبره چې څومره لنډه وي، هماغومره یې مزه زیاته وي. نو ځکه مو سر نه خوږوم او سیده د زړه خواله در سره شریکوم. د شورويانو وحشي یرغل، د شین آسمان ټکه وه چې یو شان د ګناهکار او بیګناه په ککرۍ راپریوته. ملامت او سلامت معلوم نه وو، خو هرچا دوه پښې خپلې او دوه پور کړې او په منډه شو. زه هم دغه مهال تنکې ځوان ووم، په یوه ساه مې ځان پيښور ته ورسولو او د کمشنرۍ د خیراتي راشن پاس ترڅنګ، د یو ګوند کارت مې هم واخیست.

د یو درجن تنظیمونو په ډله کې، یو تنظیم داسې وو چې په خپلو غړو باندې یې د الأنفال او التوبې د سورتونو حفظ لازمي ګرځولې وو؛ پدې خاطر چې هلته د جهاد او قتال احکام دي. مشرانو به د هر سټیج، محراب او منبر د پاسه خپله بیانیه په همدغو مبارکو آیتونو باندې پیل کوله. د ملي ارزښتونو، وطن، ولس او قوم د نوم اخیستل، له کبیره ګناه څخه هم غټ جرم او سزا یې د سر په بدله وه. اټکل مې دا دې چې د پوهاند مجروح، جنرال کټوازي او عزیر الرحمن الفت د وینو رنګ به لا اوس هم تازه وي. جنت، حورې، غلمان، شهید، مجاهد، مهاجر، کمونست، ماټریالست، نشنلست او اپرچونست د دغه پړاو د جهادي ادبیاتو محراق ګڼل کیده. هره خوا به مبارک اسلامي شعارونه وو. ګوند اسلامي، جبهه اسلامي،‌ مورچل اسلامي، لوحه اسلامي، مجله اسلامي، مطبعه اسلامي، مکتب اسلامي، حتی دواخانه او آشپز خانه هم اسلامي.

شپږ کاله وروسته، زه د یوې میاشتینۍ مجلې چلوونکې مقرر شوم. په یوې ګڼې کې مې اسلام آباد ته د اروا ښاد یاسر عرفات د راتګ خبر او د عربي قومیت په اړه د هغه دریځ خپور کړ. کله چې مجله چاپ شوه، نو د توزیع کولو د اجازې په خاطر مې د یو مقام بالا په مخ کې کیښودله؛ د جناب عالي رنګ او لهجه یو دم بدله شوه. د اخطار په ډول یې راته وویل: دا به دې لومړۍ او وروستۍ غلطي وي، دغه پاڼه څیرې کړه او بیا مجله وویشه! نه پوهیږم چې کومه دعا یا خیرات به مې قبول شوې وو چې له دفتره یې روغ او ګړندې راووتم؟

په غبرګو سترګو مو ولیدل؛ کومو جهادي او ملیشه اي ډلو چې په تیرو څلورو لسیزو کې د خپل قوم او ټبر ملاتړ درلود،‌ څوک د اصحابو په تله وتلل شو سید الشهداء ورته ویل کیږي. د چا اوږې له ستورو او سینې له مډالونو ډکې او د ټولو جرمونو سره سره، سرداران او باداران شول. خو هغو صاحبانو چې خپل ولس ناګڼلې وګڼلو، ویې وژل، ویې رټل، نن یې څوک په خوله پیاز هم نه خوري. فتوی او قومنده چې د هرچا وه؟ وه به؛ خو زیان او رسوايی د دوئ په برخه شوه.

د ابراهیم علیه الصلاة و السلام وراره، حضرت لوط چې په خپل قوم کې بې کسه او بی وسه وو، نو د ښایستوکو میلمنو په بڼې د دواړو ملائکو له دفاع څخه عاجز پاتې شو. قرآن کریم دغه حالت داسې بیانوي🙁 قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍلوط داړه مارانو ته وویل؛ کاش زما مټې په تاسو قوي وای، یا مې کوم غښتلي قوم ته پناه وړې وای). له بله پلوه، په مَدیَن کې د کنعان سرسبیلو چې د نن ورځې د اردن په جنوب کې میشت وو، د شعیب علیه السلام ګریوان ته ځکه لاس نه شو اچولاې چې مزبوت قوم یې ورسره ولاړ وو؛ نو مخالفینو یې په ډیر افسوس وویل: (وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍکه د قوم او خپلوانو ملاتړ دې در سره نه وای، نو خامخا به مو په ډبرو وژلې وې، کنه نو ته خو دومره تکړه نه یې).

کله چې موسی علیه السلام ته د خپل قوم (بني اسرائیلو) ربړیدل او غلامۍ نوره د زغم نه وه، نو ستر همت یې وکړ او د خپل ورور،‌ هارون په ملتیا نیغ د فرعون دربار ته لاړ. پرته له کوم ډار او شرمه، په هسکه غاړه یې له هغه چا د خپل قوم د آزادۍ غوښتنه وکړه چې ځان یې خدای بللو. (فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فقولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ العالمين أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بني إِسْرَائِيلَتاسې دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووایاست چې موږ د ستر خالق استازي یو او بني اسرائیل پریږده چې خپلواک او زموږ سره ولاړ شي). له همدې بابته، یو مشر د خپلې داعیې او دعوت د بریا لپاره اړ دی چې د خپل قوم او ولس ملاتړ له ځانه سره ولري.

کله چې ابلیس د نژاد او خلقت له مخې، خپل ځان په آدم غوره وبللو نو تر قیامته رټلې، مختورې او سپک سپاند شو. د قوم او توکم د برترۍ احساس د یو ویشتمې پیړۍ د جاهلیت نښه او بلکل د منلو نه ده؛ خو په عین حال کې له وطن او ولس سره مینه، د وقار سمبول او زموږ د پیغمبر (ص) سنت دي. د الله تعالی د مرستې او قریشو د ملاتړ له برکته یې په مکي کې دعوت او په مدینه کې دولت جوړ کړ. ښايي زموږ ستونزه همدا وي چې یا په دین سم نه پوهیږو او یا مو دینداري سمه نه ده. شاعر څه ښه وايي: نه مې دلبري، نه دلداري وکړه ــ هسې مې د ژوند سره خواري وکړه

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.