ملي محور

ولي الله ملکزی

637

د پیرنګیانو د واکمنۍ په تاریخ کې، یو هندو پنجابي او دوو مسلمانو پنجابیانو داسې سیاسي معجزې نندارې ته وړاندې کړې چې د بالیوډ په فلمونو کې هم چا نه وې لیدلي. تیره اونۍ د سکاټلند نشنل ګوند، حمزه یوسف د خپل لومړي وزیر په توګه وټاکلو. ۳۷ کلن حمزه چې د همجنس ګرایانو د واده کلکه ننګه کوي، پلار ېې د پاکستاني پنجاب، مور یې د کینیا او میرمن یې فلسطینۍ ده. له ده پنځه میاشتې وړاندې، د انګریزانو محافظه کار ګوند هندو مذهبی ریشي سوناک چې مور او پلار یې له هندي پنجابه راغلي؛ د صدراعظم په توګه وټاکلو. په سبا له یې د هندوایزم د بهگواد گیتا په کتاب له قسم خوړلو وروسته کار پيل کړ. ورځې لا تیرې نه وې چې د صدارتي ماڼۍ مخ ته یې د هندوانو د دیوالي (رنګونو) مذهبي میله ترسره کړه او لیرې نه ده چې د خپل رسمي دفتر په انګړ کې د غوا یوه مجسمه هم ودروي.

په ۲۰۱۶م کال کې صادق خان د لندن ښاروال غوره شو. د نوموړي پلار له پاکستاني پنجابه راغلی او د لندن د ښاري بس موټروان وو. هغه مغرور انګریزان چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه ډوبیدلو او د دغې سیمې له عامو خلکو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوند نه ورکولو، نن د هغوئ د لمسیانو راج ته غاړه ږدي. له دوئ ټولو ترمخه، په ۲۰۰۹م کال کې تور پوستې باراک اوباما د امریکا ولسمشر شو او اته کاله یې د نړۍ په بام واکداري وکړه. هغه امریکا چې یو مهال تور پوستو شاګردانو له سپين پوستو سره په یو بس او صنف کې د کښیناستلو اجازه نه درلودله، حاضره شوه تور پوستي سیاستوال ته د مشرۍ پګړۍ په سر کیږدي او د سپینې ماڼۍ کیلي ورته وسپاري. ځکه امریکایان په بدلون او سمون باور لري او پوهیږي چې ملي محور، تل د ملي ګټو او ملي مصلحتونو ضامن وي.

راځئ خدای ته مخ او شیطان ته شا کړو، که چیرې همدا څلور واړه نامتو شخصیتونه په کوم عربي هیواد کې میشت وای، نو هرکال به د خپلې اقامې د تمدیدولو لپاره په لاین کې ولاړ وو، ځینو به الله تعالی ته دعا کوله او چا به بهګوان ته زارئ کولې چې د کفیل له غضبه مې وساته. لویدیځه نړۍ نه جنت دی او نه په دې هیوادونو کې څوک د عمري عدالت خبرې کوي؛ بلکې یواځنې لامل یې دا دې چې غربیان د خپلو ملي مصلحتونو په خاطر، په یو منلي محور باندې راټول دي. هلته انسان، انسان ګڼل کیږي؛ مدني او ټولنیز حقوق یې خوندي دي. ښايي د همدې ټولنیز عدالت له وجې، هرکال له درې ملیونو څخه زیات مسلمانان هڅه کوي ځانونه غرب ته ورسوي چې له بده مرغه، ډیر یې په سمندرونو کې د نهنګانو خوراک شي او څه په ځنګلونو او ټرکونو کې له لوږې او تندې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي.

کوټلې خبره همدا ده چې موږ ملي محور، ملي ګټو او ملي ارزښتوتو ته چندان ارزښت نه ورکوو. په همدې یوې پیړۍ کې مو پخپلو لاسونو درې ځلې ملي اردو ړنګه کړه او د وارد شوو ایډیالوژیو او ازمونو په تنور کې مو خپل ولس وریت وریت کړ. موږ د دوست او دښمن په تعبیر کې یوه خوله نه یو؛ حتی د ملي بیرغ په رنګونو نه جوړیږو او خپل هویت، تاریخ او کلتور د ګاونډیانو د تمدني حوزې برخه بولو. په یویشتمې پیړۍ کې خپلې لوڼې او خویندې له هغو حقوقو څخه محروموو چې دین، قانون او فطرت ورکړیدي. موږ له هغه چا ډاریږو چې د قلم، کتاب او رڼا په خاطر، په تورتمونو کې د خلکو غوږونو ته غږ رسوي. د هغه چا مرۍ خپه کوو چې د حق، برابرۍ او پخلاینې اواز پورته کوي. د ملي محور کمزورتیا مو دا ده چې د خپل وطن هندوان او سیکان د هغوئ د عقیدې په خاطر وژنو، جایدادونه او درمسالونه یې لوټ کوو او بیا په ډَډ ستوني د اسلامي عدالت شعارونه هم زمزمه کوو!

بله بدنصیبي دا ده چې زموږ مذهبي محور هم د اختلافاتو او سلیقو نذرانه شویدی. که له غټو خبرو تیر شو، یواځې د تراویح په حکم او رکعتونو هم اتفاق نه لرو چې آیا هغه شل دي، اته دي او که هیڅ نه؟‌ د کوزې پښتونخوا یو مشهور مفتي صیب وايی: قیام اللیل شته خو تراویح لاچا راویستلې دي؟ همدا شان موږ د عقیدې په ډیر مهم اصل کې هم د تذبذب په لومه کې ګیر یو. په پنځه وخته لمانځه کې وایو «إیَّاکَ نَعْبُدُ وإیَّاکَ نَسْتَعِین» خو چې سلام و ګرځوو او یا د جومات له دُرشل پښه را د باندې کړو، نو زیارتونو او بابا ګانو ته چیغې وهو چې را رسیږئ. له کوډو، حسد او نظر څخه ډاریږو او د کرونا او بواسیرو علاج په تعویذ او د قبر په خاورو باندې کوو. خپل تقدیر د سړک د غاړې په فالبین لټوو. ډالر مو خوښ دی، ټایټینک او د ټام کروز فلمونه ګورو، آیفون او د ایپل کمپوټر ګرځوو، ختمونه کوو چې ربه زوئ، زوم، لور او ننګور مې په عافیت سره امریکا او اروپا ته ورسوه، له یهودو او نصاراو خیرات غواړو، بیا په مړه ګیډه د زنده باد او مرده باد شعارونه ورپسې ور وشړو!

حق تعالی فرمايي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ – الله ترهغې د یو ولس په ژوند او حالت کې بدلون او رغون نه راولي، ترڅو یې پخپله په ځان کې تغیر نه وي راوستې). نور نو بس دی. د هیڅ نوم، شعار او داعیې په پلمه باید جنګ ونه شي. ځکه نور جنګونه به نور جنګي اتلان او بې سواده مارشالان وزیږوي؛ نورې میندې به بورې، خویندې کونډې او ګلالي یتیمان به د ځناورو د هوسونو ښکار شي. اوس د دې وخت رارسیدلی چې د څلور نیمو لسیزو خړاوو، تربګنیو او یرغلونو په پای کې په داسې یو محور باندې راټول شو چې زموږ اسلامیت، افغانیت، عدالت، خپلواکي او سوکالي په کې خوندي وي. کنه نو، دا به د تاریخ جَبر وګڼو او جَبر تل نازولې وي.

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.