له ځان نه خپلې خوشالۍ پخپله مه اخلئ
په ژوند کې هره پېښه د انسان د زغم په اندازه وي او خدای د تحمل توان ورکوي.
کله چې په ژوند کې د چا د خوښې خلاف کار کېږي، ډېر جدي يې بايد ونه نيسي او ځانته د انديښنو غر جوړ نکړي.
ولې؟
ځکه چې که چېرته يو کس پېښه جدي ونيسي، د محرک پر وړاندې…