د سیلۍ او باولۍ د شاعر تلین

عبدالهادي هادي

242

د ۲۰۲۰ ام د می پر ۱۴ مه د اسطورو او نوښتونو دردېدلي شاعر، علي ګل پيوند په جرمني کې پور پرې کړ او نن یې تلین دی.

ارواښاد علي ګل پيوند د ژوند وروستي کلونه د خپل ښايستوکي او شاعر زړه ماته هنداره په چل او زغم ساتله او د ژوند په نوم يې د دردونو يو دروند پيټی پر اوږه ګرځاوه، ما به په راوروسته کلونو کې بالواسطه اړيکه ورسره ساتله دا ځکه چې زياتره وخت به پر ده خبرې بوج وې، تر اوسه مې ارمان پاتې دی چې بيا مې يې غږ او مينه وړې خندا اورېدلې وای.

ارواښاد علی گل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتې په يویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلي کې زیږیدلی وو.

لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي كې او نورې زده کړي يې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې وې. په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځې نه د لیسانس دیپلوم تر لاسه کړی او په ۱۳۵۶ کال کې یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمۍ کې د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړې وې .

په سفر تللي پیوند ، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد ، د انیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسؤل مدیر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال په توگه دندې سرته رسولې وې. علي گل پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره گوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو . له جیل نه تر وتلو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توگه و گمارل شو چې بيا د نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کې جرمنې ته وليږدېد او د ژوند تر پايه هماغلته واوسيد.

له ارواښاد پيوند نه يو شمير چاپ او ناچاپ آثار پاتې دي.

(( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال په پاي کې چاپ ، خو له خپریدو د مخه د (تور جلات) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه . (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو دوه جلا مجموعې وې چي پخوا په کابل کې چاپ شوې وې او په نويمو کلونو کې زما ( هادي) له خوا په يوې مجموعې کې راټولې او د سيلۍ او باولۍ په نوم په پيښور کې د دويم ځل له پاره چاپ شوې.

پیوند د شعرونو نورې ټولگې هم لري ، چی چاپ ته تیارې دي .

زموږ په ابدي سفر د وتلي يار علي ګل پيوند اروا دې ښاده او يادونه دې يې تلپاتې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.