د هند د یوې پښتنې فلمی ستورې مدهو بالا یاد

داکټر لطیف یاد

298
د مدهو بالا له نامه سره به د هندي فلمونو ډیر مینه وال آشناوي .مدهو بالا د۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ زیږدیزو کلو نو ترمینځ دنړیوا ل شهرت لوړو پو ړیو ته ورسیدله . د مدهوبالا اصلي نوم ممتاز جهان دهلوي دی چې د۱۹۳۳ زیږدیز کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۴ نیټه دهند په پلازمیینې ( نوي ډهلي ) کې زیږیدلې وه . د بالیووډ دغه ستورې او اداکاره په اصل کې دپښتونخوا دصوابۍ دسیمې وه او په قام یو سفزۍ پښتنه وه . دپلار نوم یې عطاءالله خان او او د مور نوم یې بیګم عایشه وه . پلار یې په ډهلي کې د امپیریال تو باکو په کمپنۍ کې د یوه مزدور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله او کله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور شو چې د خوارۍ مزدورۍ د پیداکولو په هڅه کې د بمبئي ( مو مبایی) ښار ته چې د هند لوی صنعتی ښار و لاړشي . د مدهو بالا درې خویندې او دوه ورونه په ماشومتوب کې مړه شول . د ۱۹۴۴ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځید او نهه کلنه مدهوبالا مجبوره شوه چې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډودۍ د پیداکولو لپاره فلمی نړۍ ته لاړه شي .
لومړنی فلم چې مدهوبالا پکې کار وکړ بسنت و او دا ( ۱۹۴۲ زیږدیز کال) و. مدهو بالا په ۱۹۵۲زیږدیز کال کې د دومره نړیوال شهرت نه بر خمنه شوه چې د هغه وخت امریکایی مجلې ( تیټر آرټس ) د هغې په باپ په غټ عنوان سره ولیکل چې (مدهوبالا د نړۍ ستره فلمي اکټریسه د ه) او کله چې په بمبئي کې د فلمونو نړیوا ل فسټیوال جوړشوی و نو امریکایی ډ ایرکټر فرینک کاپرا د مدهو بالا نه وغوښتل چې د هالیووډ په سینما کې کار وکړي .
مدهوبالا په خپلو هنري فلمونو کې د هندوستان د مشهورو ایکټرانو لکه : آشوک کمار ، راج کپور ، پرتهوي راج ، پردیپ کمار ، شمي کپور ، دلیپ کمار . سنیلدت او دیو آنند سره کار کړی دی.
خدای بخښلي اجمل بابا خبرہ کوله او ویل یې : ((چې کله هندوستان ته تللے ؤم يو ځائ د فلم شو ټېنګ روان ؤ لاړم د چائ وقفه وه د نورو نوموړو اداکارانو نه علاوه مدهو بالا هم موجوده وه وې راج کپور خو مې د سکول ملګرے ؤ او زما په يوه قيصه یې فلم هم جوړ کړے ؤ مدهو بالا راسره په پښتو کښې خبرې اوکړې وې زه پښتنه يم خپل ذاتي نوم مې ممتاز بي بی دے ما ورته اووې زه اجمل خټک يم زما یې ډېر دار و مدار او مېلمستيا اوکړه په اصل کښې د مدهو بالا د پلار نيکه تعلق د صوابۍ سيمې سره ؤ دا حسينه اداکاره د زړه په رنځ په ځوانۍ کښې د عالم برزخ په لور لاړه د انډيا فلم انډسټري د پښتنو اداکارانو په سر اباده ده ـ ـ ـ ګل حميد ستاره هند ـ قادرخان دليب کمار ـ شاه رخ خان راج کپو ر امجد خان، رنګيلا سد هېر يوسف خان، ريما وغېره ټول پښتانه دي.))
مدهوبالا په خپل ۳۶ کلن ژوند کې په ۷۳ فلمونو کې کار وکړ چې ددغو ځینو فلمونو نومونه دا دي : بسنت.، ممتاز محل ، دهانا بګهت ،پو جاري ، پهول واري ،راجپوتاني ،نیل کمل ،چیتار ویجي ،میري بهګوان، خوبصورت ، دنیا ، دل کی راني ،پرایی آګ ،لال دوپټا.دیش سوا ،امر پریم ، سپاهی ،سینګار ، پارس ، نیکي اور بدي ، محل ، امتحان ، دولاري ،دولت ، اپرادي ، پردیس، نشانه ، نیرالا،مد هو بالا، هنستي آنسون ،با قصور ، ترانه ،سایه ،نازنین ، بادل ،آرام ، سا قي ،سنګدل ، ریل کا ډیبه ارمان ، بهوت دن هوي ، امر ، تیر انداز ،نقاب ، ناطه ،مسټر اینډ مسیز ۵۵، شیرین فرهاد ، راج هات ،ډهاکی کا ململ ،ګیټوی آف انډیا ،یهودي کي لړکي ،ایک سال ، پولیس ،پهاګن ،کا لا پاني ، هورا بریج ،چلني کا نام ګاړي ، یا غي ، سپاهي ، کل همارا هی ،انسان جګ اټها،دو استاد ، محلون کا خواب، جعلي نوټ ،برسات کارات ،مغول اعظم،پاسپورټ ، جهومرو، هاف ټکټ، شرابي ، جوالااو بای فرینډ .
داسې ویل کیږي چې مدهوبالا د دلیپ کمار (یوسف خان ) سره مینه درلودله خو هغه ورسره واده ونکړچې په دې کارسره د مدهوبالا زړه مات شو. مدهو بالا بیا په ۱۹۶۰ زیږدیزکال کې دهند د مشهور سندر غاړی او فلمي ایکټر کشور کمار سره واده وکړ.
مدهوبالا په خپل هنري ژوند کې ډیره بریالۍ وه . د دې فلمونه ډیر مینه وال درلودل په تیره بیا د مغول اعظم ، نیل کمل ، ساقی اوشیرین او فرهاد فلمونه یې ډیر مشهورشول. د مدهوبالا ښایسته مسکالا تر اوسه د ټولې فلمی او غیر فلمی نړۍ په خلکو کې شهرت لري .
مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه شوه او دهغې علت داو چې بدن یې ډیره وینه جوړوله .همداراز دپیپړو او ځیګر ناروغی هم ورته پیداشوه او ټوخی هم ورته پیداشو. که څه هم دعلاج لپاره لندن ته لاړه ،خو له دې کبله چې ناروغي یې ډیر پرمختګ کړی و نو ډاکټرانو یې هم علاج ونه شوکړای او بیرته بمبئي ته راستنه شوه .
په پای کې دغه بریالۍ فلمی اداکاره د۱۹۶۹ زیږدیز کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۳ نیټه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه ستر ګې بټې کړې او د سنټا کرو ز د مسلمانانو په ادیره کې خاوروته وسپارله شوه.
تاسو په لاندیني لینکونو کې د مدهوبالا د مغول اعظم او شیرین او فرهاد د فلمونو یوه سندره لیدلای شئ !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.