ډیلیت شیان چیزته ځی؟

محمود فهيم

367

کله مو په دې اړه فکر کړئ دی چې تاسې له کمپیوټر، موبایل یا کوم بل الکترونيکي ماشین څخه يؤ فایل ډېلېټ (پاک) کړئ، هغه فایل چېرې ځي؟

اصلي کیسه داسې ده چې د فایلونو خرابول (Deletion) دوه ډوله دی.
لومړی: کله چې فایل له هارډېسک څخه ډېلېټ سي او Recycle Bin ته ولاړ سي.

دوهم: کله چې فایل د تل لپاره ډېلېټ سي، په کیبورډ کې یې لنډیز Shift+Delete دی (Hard Delete)، په دغه حالت کې فایل Recycle Bin ته نه ځي.
په لومړي حالت کې چې کله فایل ډېلېټ سي Recycle Bin ته ځي او Recycle Bin خپله د Hard Drive برخه ده چې اپرېټینګ سیسټم یې تر انسټالېشن وروسته جلا کوي، عموماً یې سایز اووه جي بي 7 GB وي. کله چې فایل Recycle Bin ته ولاړ شي، له کومه ځایه چې ډېلېټ شوی وي، او هغه ځای یې ساتل شوی (Reserved) وي بل فایل یې ځای نسي نیولای، هلته یې ټول معلومات پراته وي.

کله چې بېرته وغواړئ فایل Restore یا بېرته ذخیره کړئ، نو د Restore تڼۍ یې بیرته هغه خپل پخواني ادرس اؤ فایل سیسټم ته اړوي.

دوهم حالت: چې کله فایل د تل لپاره له ډرایو څخه یا په Shift+Delete باندې اؤ یا له Recycle Bin څخه ډېلېټ سي.
نور ټوله پروسه د اول حالت رقم ده خو دا چې فايل د تل لپاره خراب شو، هغه ادرس (Address) یې د Reserve پر ځای Free نښاني کېږي تر څو راتلونکو فایلونو ته ځای شتون ولري او ذخیره شي، خو بیا لا تر دغه وخته فایل سیسټم جوړ پاتې وي، که کوم Recovery Software وکاروئ ان که ډېر ښه یې هم نه وي بیا هم فایلونه تر ډېره حده پیدا کوي خو که چېرې نوي فایلونه ور واچول سي نو بیا هغه زوړ فایل سیسټم (File System) له منځه ځي او نوی File System صورت نیسي، بیا یې پیدا کول ډېر ځانګړي تخنیکونه او د لوړې بیې Recovery Sofware غواړي چې پیدا یې کړي یا شاید هیڅ پیدا نه شي.
که چېرې مو فایل ډېلېټ شو اؤ غوښتل مو بیرته یې پیدا (Recover) کړئ  نو تر هغو پورې نوي فایلونه مه جوړوئ تر څو یې چې Recovery نه وي خلاصه شوې.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.