د اداري فساد او منظمو جرمونو راپور ورکولو پروژې د «څه ډول په مردارو پیسو په دوبۍ کې جایدادونه اخیستل شوي» تر عنوان لاندې د ګڼو سیاسیونو په اړه معلومات خپاره کړي، چې په تېر جمهوري نظام کې یې پیسې غلا کړي او په دوبۍ کې یې پرې جایدادونه اخیستي دي.
دغه لېست کې څوارلس سیاسیون شامل دي، چې د افغانستان بېوزلو خلکو سره شوې سلګونه میلیونه ډالره بهرنۍ مرستې یې د جایدادونو اخیستو لپاره یوازې دوبۍ ته انتقال کړې دي.
راپور د هغو قراردادونو کاپیانې خپرې کړي، چې ښیي یادو سیاسي څېرو په دوبۍ کې ځانته په میلیونونو ډالرو کورونه اخیستي دي.
د پخوانۍ ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني یوازې په دوبۍ کې په ۱۵ میلیون ډالرو کورونه اخیستي. لېست کې وړاندې، د عبدالحسین فهیم او د هغه کورنۍ، د پخواني جهادي قوماندان قسیم فهیم زوی ادیب فهیم، احمد ولي مسعود، امیرزي سنګین، اسدالله خالد، عتیق الله بریالي، کمال الدین نبي زاده، رشید پوپل، سید اسماعیل امیري نومونه یاد شوي دي.
دې لېست کې د اوکراین، پاکستان او د افغانستان د شاوخوا نورو هېوادونو د سیاسیونو نومونه هم ذکر شوي دي.
زاویه نیوز
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.