له ایران او پاکستان څخه ۲۵۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوي

126

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې تازه ۲۵۶ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.

باختراژانس نن سې‌شنبه د ثور ٢٥مه خبر ورکړی چې ٢٥٦ کورنۍ پرون د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه د افغان کډوالو رالېږل زیات شوي دي.

بلخوا د بشري حقونو سازمانونو وخت ناوخت له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ته د پای ټکی کېږدي.

د ویلو ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغان کډوال په داسې حال کې ایستل کېږي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي او بېړنیو مرستو ته یې اړتیا زیاته شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.