افغانستان په وچه ټټنګه کې را ګیر هېواد

لیکنه: مشعل سمسور

279

د افغانستان جغرافیایی موقیعت په کتو سره که چیری مونږ ارزونه وکړو دا هیواد په وچه او  بی ځنګله غرونو کی راګیر یو هیواد دی، چی یو لور ته مرکزی اسیا په شمال او جنوب کی موقعیت لری، افغانستان په یو اقصادی څلور لاری کی پروت هیواد ده چی نړیوالو او لوی قدرت لرونکی هیوادنو  ته د ستراتیژیکی نقطی حیثت لری چی ختیڅ، لویدځ او مینځنی ختیڅ هیوادونه د یو بل سره نښلوی خپله لویه سوادګریزه، د راکړه ورکړه او اقتصادی برخه تکیه یی په ګاوندي هیوادونو  په ځانګړی توګه پاکستان، ایران او اوسمهال د میځني آسیا هیوادنو تاجکستان، ازبیکستان او قزاقستان سره تر سره کویی چی په لویه پیمانه ګاز نفت اوړه او نور خوراکی توکی افغانستان ته ځمکی له لاری  سر ته رسوی.

په دی ورستیو او جمهوریت په وخت کی د افغانستان زیاتره راکړه ورکړه خپل څلور طرف ته په لویه کی د هوایی دهلیزونو او ځانګړي توګه د چابهار بندر له لاری تر سره کړی، افغانستان وتوانید خپلی ډیری سوداګریزی معاملی له یادو لارو څخه هم تر سره کړی تر څو په خپل ځان بسیا شی او د نورو هیوادونو له منګولو نه خلاص شی.

د اقتصاد لر نظره افغانستان په طبیعی زیرمو کی سره زر، سپین زر، الماس، یاقوت، لاجورد، زمرد، مس، چست، یورانیم، د سکرو دبرې لوی زیرمی، قیمی کاڼی، د مرمرو مختلف اقسام پکښی شامل دی، د هیواد په شمال کی نفت او ګاز چی د وطن لوی اقتصادی منابع دی نغښتی دی له همدی کبله افغانستان ځان اقتصاد محوره بولی .

د روسانو له یرغل نه را واخله تر ۲۰۰۱ کال پوری  افغانستان د لویو غریبو هیوادنو په کتار کی شامل وه ځکه چی دلته ۴۵ کاله دوامداره یرغل او جګړی تر سره شوی او افغانستان یی ترقۍ او تمدن ته نده پریښی تر څو دلته د فقر، د بدبختیو، د جګړی او لمن غونده او پر ځای یی اقتصادی پرمختګ، تعلیمی پرمختګ، نظامی پرمختګ تر سره شی او خلک په ځان بسیا شی .

  د افغانستان په څیر ورسته پاتی هیوادونه  چی په هغه قطار کی ډیری افریقایی هیوادونه شامل دی  چی اوس ورسره فلسطین، اوکراین او هغه هیوادونه شامل شول  چی جنګ په کی روان دی، فقر او نابرابری چی د افغانستان غوندی د دریمی نړی هیوادونه بلل کیږی یو غټ او په اوګو درونګ بار دی چی وړل یی آسانه کار ندی . په دی عرصه کی په میلیاردونه ډلر ولګیدل تر څو دا ستونځه حل کړی او یا کومه بله لار ورته پیدا کړی خو ناکامی په همیشه د افغانانو په نصیب وه  د دی ناکامی ترشا ځینی ستونځی دی چی صحیح پایله نه ورکوی ، هغه د افغانستان په مختلفو ادارو کی اداری او مالی فساد شتون ده چی هیواد نه پریږدی چی خپل هغه مسیر وټاکی کوم چی ضرورت ګڼل کیږی.

افغانستان تر اوسه پوری په رزاعت، مالدارۍ د ګاونډیانو سره په تجارت او پر بهرنیو مرستو ولاړ هیواد دی  افغانستان کی بغیر له لویو ښارونو نه  مه وایه ځینی ولایتونه هیڅ ښارونه نه لری، د پاکو اوبو نه شتون، صحت ته نه پاملرنه، معیاری استوګنځایونه، د برق نشتون ،د انجونو تعلیم  ته پراته خنډونه، د ښځو حقوق نه مراعتول او کار ته نه پریښودل هغه ستر ګواښونه  دی  د افغانستان غوندی هیواد چی اقتصاد یی پرمختګ له خنډونو ستونځو سره لاس او ګریوان دی مخی ته لکه ډب پراته دی او نه پریږدی چی افغانستان د ترقۍ په لار روان شی.

راځو دی ته چی اوس مهال په افغانستان کی  امنیتی اړخ نه حالتو کی ډیر مثبت بدلون لیدل کیږی جنګ تر ډیره حده خپل لمن له دی سیمی غونډه کړی ده زمونږ ښاری اوپه خاصه توګه کلیوال ژوند د آرامۍ ساه اخلی بزګران، باغداران مالداران چی څاروی یی په دښتو او د غرو په لمنو کی لیدل کیږی چی څری د وطن عام وګړی چی شپه او ورڅ هر خوا ته ځی راځی او کومه ستونځه ورته نه پیښیږی په داسی حالتو کی  ایا افغانستان کی پانګونه/ سرمایه ګذاری او ځینی نور کارونه لکه ، ژوند کول، کار کول ، تجارت کول تعلیم کول پکار دی که نه ؟ آیا هاغه  زمینه چی د یو تجار او سرمایه ګذار لپاره برابره شوی دی چی دوی خپله پانګه په افغانستان کی وکاروی او کی چیری دلته سرمایه ګذاری تر سره کړی د پیسو راکړه ورکړه د بانک په ذریع ترسره کیږی چی دا اوسنی حالت کی امکان لری. سره له دی ټولو استونځو چی بهرنی بانګوال او سیلانیان افغانستان ته  به راشی؟ زمونږ شخصی او دو دولتی بانکونه باندی د راکړی ورکړی لپاره بندیزونه لیږدلی دی ، تعلیمی اداری تر ډیره حده فلج شوی دی او یا هم د فلج کیدو په حال کی دی زمونږ صحی سکتور هم له ګڼو ستونځو سره مخ دی د پخوا په شان ورسره بهرنی مرسته نه ترسره کیږی چی زمونږ غریب خلک د هغو له ګټو نه مستفید شی.

د انجونو او ښځو پر وړاندی تاوریخوالی، کار ته نه پریښودل او د تعلیمی دروازو تړل د دی لامل شوی چی افغانستان باندی بندیزونه ولګول شوی له مشکلاتو سره مخ کړی د افغانستان خپله سرمایه کنګل شی عام خلکو ته زیانونه ور واړول شی تر څو ملک او نظام بیا له بربادۍ سره مخ شی.

که چیری مونږ په خپل ګاونډ کی نورو اسلامی ملکونو ته مخ ور واړو هغوی د خپل خلکو او وګړو د هوساینی لپاره هر ډول سختیانی پر ځان اخلی او حکومت یی کوښښ کوی چی خلک یی آرامه ژوند وکړی خپل کاروبار، تعلیم  او د ژوند نوری برخی ټولی فعالی اوساتی تر څو خلک یی په خپل هیواد کی ژوند وکړی نورو ملکونو ته کډه نشی له سختیو یی وساتی خو د افغانستان دا بیلګه بیخی سر چپه ده دلته خلک له خپل هیواد نه تښتی ، ځوانان کوښښ کوی چی خپل ژوند اسوده کړی او اکثره یی بیا د مسافری له سختیو ورسته ذهنی ناروغی ورته پیدا شی زیاتره خلک تر منزل نرسیږی او په لاره کی ده غلو ، بدماشانو ، قاچابرانو په واسطه وژل کیږی او دی غمیزی سره افغانان همیشه لاس او ګیروان دی چی باید د حال لاره ورته ومندل  شی.

بل راځو دی ته چی د افغانستان موسمی یا اقلیمی جوړښت په سیمه کی ساري نلری وچکالي ، بارانونه، واوري، بی سارې سړه هوا او ځینی ولایتونو کی د تودوخی لوړه درجه افغانستان له داسی اقلیم سره یو ځای کوی چی سارې یی په جنوبی آسیا او مینځی آسیا او ختیځي آسیا کی نشته له همدی وجه دلته وچی د شګو ډکی دښتی او بی ځنګله ډبرین او خاورین غرونه شتون لری چی له امله یی سخت بارانونه ګلۍ او ځینی ځایو کی واوری کیږی چی له امله ډیر ستر سیلابونه راوځي چی خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړوی په دی تیرو دوو کالو کی د داسی سیلابونه راوتل چی تر دی دمه ندی تر سترګو شوی ، البته دی ټولو طبعیی آفتونو ته د حل لاره شتون لری که چیری په جدی توګه ورته پام وشی ترځو خلک ده دی سرګردانی نه خلاص شی.

نه تر اوسه ورته خلکو پام کړی او نه هم پخوانی حکومتونو چی د حل لاره ورته ومندل شی د اوبو مدیریت ، د سیلابونه اوبه مهارول، د خلکو مخه نیول چی د سیندونو، کانالونو، سیل بردونو ، خوړونو شاوخوا او نیږدی کورنو جوړولو مخه ونیول شی تر څو د مالی او ځانی زیانونو مخه ونیول شی، اوس اړینه ده چی حکومت ورته په لومړی کی خپل پام ور واړوی او بیا د خلکو دی ستونځه ته د پای ټکی کیږدی تر څو خلک دی داسی لوی ناورینو نه خلاص شی دلته د خوړونو کی چی پخوا په کی سیلاب تللی دی او نښنی نښانی یی موجودی دی خلکو په کی کورونه جوړ کړی دی سیندونه ، بندونه ، چیک ډیمونه  کانالونه او ویلی له خټو، شګو او فاضله موادو ډکی دی یوه بیلګه دی کابل سیند ده چی په مختلف ځایونه کی غصب او تنګ او له ګنده ډک دی چی باید ورته ژر پاملرنه وشی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.