د هند او ایران ترمنځ د چابهار تړون او د امریکا خبرداری

168

14 ساعتونه مخکې

هند له ایران سره د چابهار په ساحلي ښار کې د شهید بهشتي بندر د چارو د مدیریت کولو لس کلن تړون لاسلیک کړی دی. خو امریکا په دې برخه کې د خپلو احتمالي بندیزونو له خطر څخه خبرداری ورکړی دی.

د هند او تهران ترمنځ د ایران په چابهار ساحلي ښار کې د «شهید بهشتي بندر» د چارو د مدیریت کولو په هکله د تړون له لاسلیک کیدو څخه لا څو ساعته تیر شوي نه وو چې امریکا پر دې خبرې ټینګار وکړ«هر هغه څوک چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو او معاملاتو په هکله فکر کوي، باید د واشنګټن له لورې د احتمالي بندیزونو له خطر څخه خبر اوسي.»

دغه څرګندونې په داسې یو وخت کې کیږي، چې په دې وروستیو کې پر اسرائیل د ایران له خوا تر برید وروسته امریکا پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل د هند او ایران ترمنځ د شوي تړون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ له دغو رپوټونو خبر یو چې ایران او هند د چابهار بندر په هکله یوه تړون لاسلیک کړی دی. زه د هند حکومت ته اجازه ورکوم چې له ایران سره د چابهار بندر ترڅنګ، د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په باب د بهرني سیاست پر اهدافو خبرې وکړي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «زه یوازې دومره ویل غواړم، دا چې دغه خبره د امریکا پورې اړه لري، پر ایران د امریکا بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي او موږ به یې پلې کولو ته دوام ورکړو.»

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا دا په دې معنا ده چې د هندي کمپنیو پر وړاندې بندیزونه هم په دې کې شاملیږي، نو پټيل وویل: «په عام ډول تاسې اورئ چې موږ څو څو ځله ویلي دي چې هره اداره یا شخص چې له ایران سره د کاروباري مسائلو په اړه فکر کوي، باید له دې احتمالي خطر څخه هم خبر اوسي، چې هغه ځان د احتمالي بندیزونو د خطر پر لور را ټیل وهي.»

له دې تړون څخه د هند موخه څه ده؟

دغه نوی تړون تیره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د ښار جوړونې وزیر مهرداد بازرپاس، او د هند د انتقالاتو وزیر سربندا سونووال، ترمنځ لاسلیک شو.

د ایران وزیر په دغو مراسمو کې وویل چې هند هڅه کوي د چابهار پروژې او د ایران د اورګاډي پټلۍ او سړکونو شبکې له لارې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ګرجستان او سوریې په شان د منځني آسیا هیوادونو ته لاسرسی پیدا کړي.

په دغو مراسمو کې د ایران وزیر بازرپاش، د هند او ایران ترمنځ د بیړۍ چلونې د یوې ګډې کمپنۍ د رامنځته کولو اعلان هم وکړ.

د هند وزير سونووال، د دې تړون اړوند یو شمیر انځورونه په ټولنیزو شبکو کې هم خپاره کړل او دا یې د دواړو هیوادونو د اړیکو او سیمې له پاره یوه «تاریخي شیبه» وبلله.

د کتونکو په وینا دا چې له کلونو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترېنګلي پاتې شوي دي، نو له دې امله هند د کراچۍ او ګوادر بندرونو په له پامه غورځولو سره، د ایران په سویل ختیځ ساحل کې د چابهار بندر یوه برخه جوړوي.

هند د پاکستان په نه پام کې نیولو سره غواړي خپل تجارتي سامان الات او توکي د چابهار له لارې ایران، د منځني اسیا هیوادونو او افغانستان ته صادر کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.