رښتينې جهادي کيسه/غلام سرور ظهیر

0 900

له روسانو سره د مجاهدينو جګړه په درز کي روانه وه. زموږ په سيمه کي د کابل-کندهار سړک ته څېرمه د “ملوک” په نوم په يوه کوچيني خړ کلي کي ښايسته خان چي تازه يې ماټ تور شوي ول؛ له خپلو وړو يتيمو وروڼو او پېغلچکې خور سره د بل په بزګري ژوند کاوو.

مجاهدينو به د ورځي د امريکا په مرميو له افغان وسلوال پوځ او روسانو سره جګړه وکړه، که به کوم ځاى مټر او دوه روغ سړک يا پُلچک پاته وو؛ هغه به يې وران کړ او ماښام به د کليوالو په کورونو درې او څلور ور ننوتل او تر ډوډۍ خوړلو روسته همهغلته ويده شول.
د ښايسته خان دوى غريبانه جونګړې ته د قوماندان نور الله مرستيال ور اموخته وو. د خداى کړه او د مجاهد ملت ورته کاته ول؛ څو مياشتي روسته د ښايسته خان خور مېندواره شوه او د مرستيال قوماندان او نجلۍ د يارانې اوازې خپرې شوې.
مولوي عبدالرحمن چي د قوماندان نور الله امير وو؛ د سيمي نور جهادي قوماندانان، علماﺀ او متنفذ غازيان را وغوښتل چي خبره پټه کړي او د دوى سپېڅلې مجاهده او جهادي اتلان بدنام نه شي.
جهادي قوماندانانو و علماوو پرېکړه وکړه چي بايد مرستيال قوماندان صاحب ته برائت ور کړل شي او د مېندوارې نجلۍ تر وېرولو او رټلو روسته يې هغې ته وويل چي ته په جهادي محکمه ووايه چي له ما سره مرستيال قوماندان نه بلکي خپل ورور؛ ښايسته خان جنسي اړيکي لرلې او حمل مې ترې اخيستى ځکه چي که خور او ورور جنسي اړيکي ولري؛ په شريعت کي پرې حدود نه پلي کېږي مانا له مرګه خوندي شوې.
سبا سهار په جومات کي جهادي محکمه دايره وه او د سيمي مولويان، قاضيان او جهادي شخصيتونه په کي ناست ول. نجلۍ په ورور پسې له غټي خېټي سره را دننه شوه او هغه خبره چي علماوو او د سپېڅلې لاري قوماندانانو پرې تحميل کړې وه؛ د ځان ژغورنې په لالچ کي کټ مټ جهادي محکمې ته وکړه.
نجلۍ د خپل نجات په خيالو کي ډوبه وه چي څو دقيقې روسته حالات 180 درجې بدل شول او جهادي محکمې پرېکړه وکړه چي:
[- شرعاً ورور په خور (د زنا په حالت کي) نه وژل کېږي خو دوى دواړه ياني ښايسته خان او خور دې سياستاً ووژل شي.]
نجلۍ چي هر څومره چيغي او نارې ووهلې، وېښتان يې وشکول او جامې يې څيري کړې؛ د الله تعالى جل جلاله د خليفه ګانو پرېکړي تغير و نه کړ.
شېبه روسته يې نازک ښايسته او د ښايسته خان تنکۍ خور چي ماشوم يې پر خېټه وو؛ د ملوک په مکتب کي د مجاهدينو په مرميو غلبېل غلبېل کړل او مرستيال قوماندان بچ او د جهاد حيثيت او وقار بې داغه پاته شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply