طاهر اشرفي خېټه ور چرګوړی څه وايی؟

0 1,178

سيد حسين پاچا

 

د مولانا سميع الحق په وژل کېدلو سره به د افغانستان جهاد کمزوری نه بلکې لا نور قوي شي

Making the water boil in Afghanistan

The Five Evils who destroyed Afghanistan

د ملايانو، سياستوالو او نظاميانو خبره موږ ته يوه ده

لوړه غره، سر دې له واورو خالي مه شه

خوشال :

لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

د ځوان کهول او زړه ور ولس د پوهاوي په پار :

د ملايانو، نظاميانو، استخباراتو او سياستوالو کړنلاره :

[[تاند د پاکستان د علماوو د شورا رئيس، مولانا طاهر اشرفي، وايی چې د مولانا سميع الحق په وژلکېدلو سره به د افغانستان جهاد کمزوری نه بلکې لا نور قوي شي.

ښاغلي اشرفي د پاکستان نيوز تلوېزيوني چينل سره په خبرو کې چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، وويل، «هغه خلک چې وايي چې د افغانستان جهاد به د مولانا سميع الحق په شهادت سره پایته ورسیږي هغوی په غلط فهمۍ کې دي. په خدای قسم چې د مولانا سميع الحق شهادت به د افغانستانجهاد دومره پياوړی کړي چې هلته به هېڅ باطل پاتې نشي،»

طاهر اشرفي په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې تر اوسه پورې کومې ډلې د سميع الحق د وژنې مسؤليت پرغاړه نه دی اخېستی.]]

سټيف کول، د پيريانو جګړې

Steve Coll, Ghost Wars

“The water in Afghanistan must boil at the right temperature.”

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once saidKABUL MUST BURN.

The Five Evils who destroyed Afghanistan

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

پرتله :

که د سالم عقل په رڼا کې لږ په سړه سينه د ملا طاهر اشرفي ((په خدای قسم))، د سياستوال ذوالفقار علي بوټو، د نظاميانو او استخباراتو ضياءالحق، اختر عبدالرحمان او نصيرالله بابر خبرې او د دوی کلک هوډ((Must boil, must burnt and must be destabilised)) په ګډه سره پرتله او وسنجوو، نو جوته به شي چې موږ ته زموږ په وژنه او بربادۍ کې ټول يو دي.

په پښتو کې سوګند oath او په انګرېزي کې ختمي must هوبهو يوه موخه تعقيبوي. الفاظ (توري) مترادف، خو موخه هماغه يوه مخته وړي چې هغه له افغانستان سره د دوی نه پخلا کېدونکې دښمني ده. موږ اوس بايد لا هوښيار شو او دا ومنو چې دوی ټول له يو مورچله پر موږ ډز fire کوي. برابره خبره ده چې هغه له ديني بنسټه وي، که له نظامي بنسټه وي، که استخباراتي بنسټه وي او که له سياسي بنسټه وي، خو ډز د ټولو يو دی چې هغه افغانوژنه، د افغانستان بېثباتونه، بربادي او تلپاتې راتپل شوې جګړه ده.

نړيوال پوهيږي چې افغانان د چا له لاسه کړيږي؟ نړۍ په دې پوهيږي چې په افغانستان کې جګړه د ملا او طالب او د حقاني شبکې او نورو اجيرو ډلو ټپلو او ان د سيمه ييزو لوبغاړو او هېوادونو له کچې لوړه ده. ان تر دې چې هېوادونه يې له مهارولو ناتوانه دي، بلکې نن يوه بين القاروي يا په بله مانا د وچو جګړه ده. د چا چې اردو د بل مزدوره وي، نو د خېټه ور ملا اشرفي به څه حال وي؟ دی خو د مزدور مزدور دی. پښتو کې موږ يو متل لرو :

ورکه دې شي هغه وينځه چې د بلې تر لاس لاندې وي.

له بده مرغه چې مولانا د ديني بنسټ په څنګ کې ځينې نور اړخونه (بُعدونه) هم لرل چې هغوی يې د ديني چوپړ مزه ور پيکه کړې وه، ځکه خو د سيمه ييزو او نړيوالو نيوکو لاندې هم راغلی وو. افغان ولسمشرانو ترې د يو پښتون ديني مشر په توګه د پنجاب د نااعلان شوې او تپل شوې جګړې په تړاو د درېيمګړي رول لوبولو وړانديز وکړ، خو له بده مرغه چې نوموړي خپله دغه ديني، اخلاقي او کلتوري رسالت کې مرسته تر سره نه کړه، بلکې د نورو په نغوته يې منفي لوری ونيوه او لوری واقع شو. ښکاره خبره ده چې دغه جګړه د مولانا له توانه پورته ده. د نوموړي نظامي، استخباراتي او سياسي چارواکيو پخپلو خبرو او مرکو کې ډېر ځله د خپل زړه غوټه رسنيو ته راايستلې. افغانستان کې جهاد نه، بلکې فساد او د پنجاب نااعلان شوې او تپل شوې جګړه روانه ده. پنجاب دغه جګړه نوره په دوکو نه شي سرته رسولای او نورو لږکيو ته به لار خلاصيږي. پنجاب به تر څو سنديان، بلوڅان، کشميريان، پښتانه او نور د مذهب په نوم تېر باسي؟

مشوره وهيله :

افغان ولس له ځينو خيټه ورو، مزدور، سياسي ملايانو او نورو نه هيله لري چې هسې بېځايه د خلکو پر زخمونو مالګې ونه دوړوي. څوک چې په استخباراتي سوړو او د موچيو په جالو کې ګوتې وهي، له دغسې ناوړه پايلوسره به مخ کيږي.

د موزيګي شکېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

خېټه ور چورګوړی دې پوه شي چې پنجاب له افغانستان پرته نورې ډېرې سوړې هم لري چې له هغو نه به چيچلشوی وي. موږ هم د مولانا پر مرګ له پښتني انګله خواشيني يو، خو له نورو څو بُعدي اړخونو سره يې سروکار نه لرو. بس دُعا به ورته کوو چې څښتن تعالی دې پرې ورحميږي. د دې تر څنګ له ځينو خېټه ورو نه هيله لرو چې هسې بېځايه پاروونکې خبرې، ګواښنې او ګوتڅنډنې ونه کړي. افغانان د چا له ګواښنو او له حرام او غلا شويوجهادي پيسو جوړ شوي اتومه نه ويريږي. حرام حرام دي او حلال حلال او حق تل غالب (سرلوړی) وي.

يا للعجب! زموږ يو پخواني جهادي نوموتي وياند چې پلار يې ديوبندی او خپله يې د جماعت اسلامي لکۍ تينګهکړې وه، خواخوږي ښوولې لږه هېښنده وبرېښېده چې د پلار تګلوری يې اګاهانه يا نااګاهانه يا په بله مانا په شعوري يا ناشعوري توګه پرېښی وو که څنګه؟ زموږ په پښتني ټولنه کې خو زياترو د پلار منډ پسې تلي وي، خو ده لکه چې هغه پښتني رسم له پامه غورځولی دی که څنګه؟ په پښتني، سندي او پنجابي ان د عربي نړۍ په سياستوالو کې خو سياست کورنی شوی، خو جماعت اسلامي ته ورته نور شعوريان له نوموړي پرته خو لروبر نور د ټولو زامن تل د پلار ځای ناستي شوي دي.

د افغان مېړني ولس مشوره دغه پسکن و خېټه ور چرګوړي ته دا ده چې هسې ځان په سوګندونو (قسمونو) مه پړسوه، بې له هغې هم پړسېدلی يې داسې نه شي چې دا بېځايه د باټو سوګندونه دې نور ورپسې ونه پړسوي او په Diabetes مبتلا نه شې.

له دې سره سره چې مولانا په دې وروستيو کې طالب پلوی وو، خو بيا هم افغان ولس ورته درناوی درلود او لاس يې پرې نه پورته کولو. دا ځکه چې افغان ولس نوموړی خپل هډ بللو او افغانان هېڅکله خپل مټ و هډ نه غوڅوي. له اسلامي، اخلاقي او کلتوري پلوه افغان ولس پر ښځه او عالم لاس نه اوچتوي او درناوی يې کوي. ان په تېرو وختونو کې هم هېڅکله افغان ولس او حکومتونو مولانا ته بد نه دي کتلي. ان تر دې چې د هغه غاړې طالبانو د هغه وخت مشر بيت الله محسود د بېنظيرې د مرګ په تړاو په زغرده وويل چې ((پښتانه پر ښځه لاس نه اوچتوي))، خو هندي الاصله مهاجر او مکار نظامي ديکتاتور چې نن يې غرب پخپله خاوره کې نه پرېږدي او هلته د رنځورتيا په پلمه د عربو په لمن کې پروت دی تور ولګاوه او هسې بېځايه بلهاري شو.

دغه خېټه ور چرګوړي به خامخا د آغلې Carlotta Gall کتاب “The Wrong Enemy” لوستی وي چې هغې پکې د دوی له حکومت او نظامي چارواکيو له کړو وړو پرده پورته کړې

The Wrong Enemy: America in Afghanistan, 2001–2014

by Carlotta Gall
Reviewed by Peter Tomsen

Carlotta Gall, a reporter for The New York Times, spent 13 years covering Afghanistan and Pakistan and has a lifelong connection to the region: her father, Sandy Gall, is a well-known British journalist who himself spent a good portion of his career covering Afghanistan. Her deep knowledge of the region lends authority to the basic argument her book makes about the U.S.-led war in Afghanistan, which might sound reductive if it came from a less well-informed source: “Pakistan, not Afghanistan, has been the true enemy.”

د افغان زړه ور او توريالي ولس سياسي پوهاوی ورځ تر بلې زياتيږي. دوی اوس پوهيږي چې اصلي نه پخلاکېدونکی دښمن يې څوک دی؟ لروبر پښتنو او افغان ولس دا درک کړې چې د دوی د خپلو اسلامي احساساتو له امله د يو مکار ومخيّل دوه مخي مسلمان د ناسم پوهاوي ښکار شوي او د ((غلط دښمن)) د فريبانه پالېسيو(کړنلارو) ښکار شوي دي. په دې هيله چې زموږ لر اسلامپال ديوبنديان او ناديوبنديان خپلو هغو تېروتنو ته متوجه شي چې د خپلو نظامي، استخباراتي او سياسي چارواکيو د دوکو (چلونو/غولونو) ښکار شوي. افغان ولس دوی خپل تن و وجود او خپل مټ و هډ (هډوکی) بولي او افغان ولس خپل مټ هېڅکله له ځانه نه غوڅوي، ولو که له تېرو څلورو لسيزو راهيسې ورته د پنجاب د دغه نااعلان شوې او تپل شوې جګړې له امله په ډېره درنه بيهپرېوته. په دې هيله چې نور خپل ګرېوان ته سر ښکته کړي او د پنجاب له مکارانه او مخيّلانه لومو نه خپل ځانونه د خپل سياسي پوهاوي په رڼا کې خلاص او له خپل بر کور سره کښېني. افغانستان د دوی کور دی، خو که دوی نور دا خپل کور خپل کور وګڼي او له پنجابي استعماره نور ځانونه خپلواک او د ستر ارواښاد پاچا خان ارمان پوره کړي چې ويلي وو:

((يا به يو کيږو او يا به ورکيږو.))

برتانوۍ نوموتې او پياوړې ليکوالې آغلې کارلاته ګال سپينې ماڼۍ ته د خپل کتاب په مخکتنه کې همدغه سپارښتنه کړې چې دغه دوست مو رښتينی نه دی، خو کاشکې چې زموږ طالبان، حقاني شبکه او د لرې پښتونخوا اسلامپال او سياستوال نور خپل رښتينی دوست و دښمن وپېژني.

د افغان ولس مشوره دغه خېټه ور چرګوړي ته دا ده چې له ((عنقريبې فتحې)) له خيالي خوبونو نه دې تېر شه. له دې څه نه جوړيږي. ستاسې نظامي چارواکيو د کابل د نيولو ارمانونه له ځانه سره ګور ته يووړل. تاسې به يې هم يوسئ. د کابل تېرول او هضمول د پنجاب لپاره ګران دي. دا د جنون وهوس بېځايه خيال او سوچونه دې له سره وباسه. انسان شه!

Behave yourself!

خېټه ور چرګوړيه،

د افغان ولس څپېړه دې لا نه ده خوړلې، که دې وخوړه، نو بغارې به دې نړۍ پر سر واخلي. افغان ولس پاکستان خپل دويم کور بولي او خپل حد پېژني. زموږ له جهادي بغارو تېر شه او ځان دې سنبال کړه چې د نورو له اوامرواو غوښتنو پوره کولو خلاص شې. افغان ولس چې چا ته درس ورکړی هغه بيا خپل ځای ته هېڅکله نه دی راستون شوی. د افغانستان سوچ دې له روح و روانه وباسه!

په درنښت

طاهر اشرفي: د مولانا سميع الحق مرګ به د افغانستان جهاد پياوړی کړي

http://www.taand.com/archives/115471

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply