هغه لاره چي يې بل ته ورښودله / ح حقوېش

0 619

کله چي مي په ټولنيزو رسنيو کي د سميع الحق د استوګنځاى په عکسونو سترګي ولګي، چي د شرابو بوتلونه او پيالې پکښې له ليري ښكاري. نو مغزو ته مي هغه د طالبانو د وخت خبره لکه برېښنا په  يوه ټک ورسي، چي ويل کېده به شمالي ټلواله چي طالبان د جنګ په حال کي ونيسي نو په سرونو کي ميخونه ورته وهي او په دې ډول يې وژني. وروسته دا په ډاګه شوه چي د سيمي د هېوادونو استخباراتو چي د طالبانو په ليکو کي يې پراخ نفوس درلود او طالبانو به خپل غمخواره بلل، چي له دوى سره په يوه سنګر کي د دوښمن په خلاف جنګيږي او دوى ته وسلې او نور ډير مهمات هم ورکوي، له دې جملې څخه يو کس چي تر اوسه پورې يې له دوى سره خواخوږي کوله همدغه سميع الحق وو. هغوۍ به هڅه کوله چي طالبان په جوش راولي او جنګ ته ادامه ورکړي. نو هغوۍ به ډير وخت داسي کارونه تر سره کول چي د طالبانو مړيو ته به يې په سرونه کي ميخونه وهل دې کار به طالبان دومره جلاليان کړل چي د مخالف لوري په مورچلو به مخامخ ورتلل، او دې کار به نور هغه خلک چي په کورو ناست وو او د جنګ ډګر ته به نه تلل هغه به يې هم هڅول چي د جنګ ډګر ته ولاړ شي او ددې ظلم مخه ونيسي. چي په پايله کي يې د ډيرو بې ګناه افغانانو ويني تويي شوې. ميندي بوري شوې، ناوې کونډي، ماشومان يتيمان شول او داسي نوري ډيري بدمرغۍ. خو ددې جنګ ګټه هم هغو استخباراتو خپلو سيمو ته يوړه خپل بې روزګاره خلک يې پرې ماړه کړل، په کار يې کړل. د بل د ماتاتي څخه يې وساتل.

هغه وو چي همدې استخباراتو بيا دا طالبان په امريكا وپلورل امريكا د کار کسان ورڅخه په نښه کړل او وې وژل هغه پاتي چي شول هغه يې د افغان دولت سره په جنګ واچول، په دې وخت کي امريكا له دواړو لورو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ او تر اوسه يې ورسره کوي. ځکه دا د امريكا پاليسي ده چي دلته جنګ اوږد کړي څو دوى له بيلابېلو لارو خپلي ګټي تر لاسه کړي. او هم هغو استخبارتو ته يې کمېشن ورکړي.

اوس هغه سميع الحق ده چي دې استخباراتو د خپلو ګټو لپاره جوړ کړى وو چي د دوى لپاره يې له يوه شيي هم مخ نه اړاوه، د هغوۍ لپاره دومره وفاداره وو، هلته چي به د اسلام څخه هر ډول سرغړونه وشوه نو دى به يې په هكله خاموشه کېده يا يو ډول نه يو ډول به يې حل لاره ورته غوښته چي څوک په تاوتريخوالي لاس پوري نه کړي. خو د افغانستان په هکله به يې هره پرېکړه دومره جدي وه چي هلته وژل، ورانول، او نور هر څه ورته روا وو. دده داسې فتوې د امريكايانو او د سيمي د استخباراتو لپاره په ګټه وې. ځكه به د په عامه داسي خبري کولې. خو اوس چي هغوۍ خپلي ګټي ورڅخه واخيستې نو په داسي ناځوانه مرګ يې مړ کړ او په رسنيو يې يو څه عکسونه هم پسې خپره کړل چي په استوکنځاى کي يې شراب او نور ناروا توکي هم وو. په څلورو لسيزو کي ډول حالت راغلل خو سميع الحق ازاد ګرځېده ان چا به خوله هم څه نه شو ورته ويلى خو اوس چي د پاکستان په مرکزي ښار کي چي تر هر ځاى ډير امنيت ده هلته وژل کيږي نو مالومه خبره چي د سيمي استخباراتو وژل دى، هغوۍ او امريكايان غواړي چي دلته يو بل نوى جنګ پيل کړي او نوري ګټي له هغه څخه تر لاسه کړي، نو د هغه جنګ لپاره دوى نو جلب وجذب کوي او هغه پخواني کسان چي له دوى سره په نوې تګلاره نه ځئ يا بيا خنډ ورته جوړيږي نو دوى هغه تر وار له مخه له منځه وړي.

همداسي پرون د پښتونخوا پوليسو مولانا فضل الرحمن ته يو ليک لېږل وو چي پکښې ورته ليکل شوي وو، د سميع الحق له وژلو وروسته په فضل الرحمن باندي له بېلابيلو لارو د بريد کولو راپور راغلى، مولانا که د پېښور په راتګ باندي بياغور وکړي ښه به وي، خو د دې تر څنګ پوليس هم د امنيت لپاره هلي ځلي کوي.

نن محمدخان شېراني هم ويلي دي چي د سميع الحق له وژلو وروسته به نور علما هم په نښه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply