ملاعبدالسلام ضعيف : امريکا تېروتنه کوي

0 806

ملاعبدالسلام ضعيف :

امريکا تېروتنه کوي

د مولويصاحب او رستم شاه خبرې سره په ټکر کې دي

سيد حسين پاچا

مولويصاحب له امريکا تضمين غواړي، خو د ده تضمين به څوک کوي؟

 

 

رستم شاه مهمند :

ښاغلي رستم شاه ځېنو ټکو ته اشاره کړې چې :

  • ((د همدې پاکستان لامله خو طالبانو ماتې وخوړه او د طالبانو حکومت ختم شو.
  • پاکستان ورته اډې ورکړې،
  • پاکستان شپږ سوه (۶۰۰) کسان ونيول او هغه يې امريکې ته ورکړل.
  • سره له دې چې عافيه صديقي يې هم ورکړه،
  • سره له دې چې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف يې هم ورکړ چې داسې کار خو هېچا هم نه دی کړی)).

 

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

مولوي عبدالسلام ضعيف :

[[حل لاره:

د موضوع حل داسې راوتلای سي چې امريکايانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان يې په شهادت رسولي دي او تر دوه لکه زيات يې په زندانونو کې توهين کړي، تعذيب کړي چې تر اوسه هم ځينې په ګوانتانامو او ګڼ شمېر يې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بنديان دي، دوی يې له ټولو حقوقو څخه محروم کړي، دنيا ته يې د ترورستانو په نوم معرفي کړي دي، د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت يې له منځه وړی يا يې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بې باورۍ يوه لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ يو لوی حساب پروت دی.

ښه به دا وي چې دا حساب تصفيه سي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا رامنځته سي او طالبان په دې مطمئن سي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي او له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې سي او له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پېل سي، هيچاته اجازه ورنه کړل سي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېني او د هېواد په راتلونکي، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي، بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

لومړۍ مرحله: د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولویږي.

دوېمه مرحله: کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وسوه،  بیا بین الافغاني مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.

همدا د افغانستان لپاره ترټولو ښه لاره ده چې بيا کولای سي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.]].

 

افغان ولسمشر :

ښاغلي غني زياته کړه “سوله زموږ هدف دی، طالبان دوه انتخابه لري :

  • طالبان غواړي له پاکستانه استازيتوب وکړي
  • او که له افغانستان څخه؟

که له پاکستان څخه استازيتوب کوي موږ به له پاکستان سره خبرې وکړو.”

 

هغه وويل، د سياسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي يې اساسي هدف دی او زياته يې کړه که راتلونکو ټاکنو کې بريالی شي اساسي قانون به بشپړ عملي کړي‌ او د ټولو افغانانو لپاره به د حقونو برابري رامنځته کړي.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

 

مولويصاحب چې د ښاغلي کرزي پر هڅو راخلاص شو، له رسنيو سره په مرکه کې وويل : ((زه به له نړيوالې محکمې د مشرف پر ضد د خپل حيثيت د اعادې غوښتنه وکړم)). هغه غوښتنه څه شوه او کوم ځای ته رسېدلې ده؟ مولوي صاحب او ډله يې چې چا رامينځته کړې، روزلې او له هر اړخيز پلوه پاللې ده، نو دی څنګه له هغوی تضمين غواړي؟ پر چا يې پر رسميت وپېژندل؟ ولې يې د هغوی پر لاس ورسره مرستې کولې؟ نه پوهېږم چې مولويصاحب لا ناپوه دی او پر دې مسايلو يې سر نه خلاصيږي او که ځان يې ناګاره کړی؟ مولويصاحب دې د يو ديپلومات په توګه لومړی له ځانه وپوښتي او د بي بي سي په هغه مستند ريپورټ ((Secret Pakistan)) کې يې څه ويلي؟ ولې او د څه لپاره ورته جنرال محمود تېلېفون وکړ او څه يې ورته وويل؟

 

ارواښاد زرملوال د مولوي متوکل د لندن د سفر په تړاو اشاره کړې چې طالبان ترې د يو بهرني هېواد په سفر کې هم خلاص نه ول. ولې ميجر رشيد پوځي دنده پرېښې وه او له تاسې سره په جهاد کې ملګری شوی وو؟ ولې يو نظامي صاحبمنصب خپله رسمي نظامي دنده پرېږدي او له تاسې سره په جهاد کې ملګری ګيږي؟ ولې کشمير ته نه تللو چې افغانستان ته له تاسې سره راته؟ خلک رشوت / پيسې ورکوي او پر واسطو په پوځ کې رسمي دنده پيدا کوي او دی يې پريږدي، نو زموږ ديپلومات مولويصاحب به کله پوه شي؟

 

ښه، که اوس ستاسې مذهبي مسلسل تېروتنو ته راشو، نو په :

  • ان الله اصطفاه عليکم وزاده بسطة فی العلم والجسم …
  • فان تنازعتم في شيئ فردوه الی الله ورسوله
  • والصلح خير
  • فبما رحمة من الله لنت لهم ولو کنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک، فاعف عنهم واستغفر لهم وشاورهم فی الأمر، فاذا عزمت فتوکل علی الله ….

 

د چا په وسيله يې چې رامينځته کړي ياست، روزلي او پاللي ياست، نو حق لري چې هماغو لومړی راونيسي چې لارې ته مو راولي. تر پرونه مو څه نارې وهلې او نن څه واياست؟ همدا پاکستان، امارات وسعودي يې چې راايسار کړل خپله دې خبرو ته غاړه کېښووله. که د امريکا او متحدينو يې خوښه نه وي تاسې په قطر کې څوک پريږدي؟ تاسې ته دا روزي له کومه راځي؟

 

که مو د بنديانو او پر خپلو مشرانو د بنديز ليرې کولو او يا نورې غوښتنې وي دا به ښه وي چې لومړی پخپل کې سره حل شي او بيا د پوځيانو د وتلو غوښتنه شي. ايا تاسې ته دا مذهبي ارزښتونه هېڅ ارزښت نه لري او که ارزښت نه ورکوئ او که مو ورته څوک نه پرېږدي؟

 

ښاغلي حکمتيار هم يو وخت ويل چې ((موږ زر کاله جنګيږو، خو نن په کابل کې له تاسې يوځای ناست دی. ان تر دې چې امريکا يې د تېر وخت اړيکو رابرسېره کړې، نو تاسې لکه چې له هغه نه زيات پوه ياست که څنګه؟

 

پوښتنه دا ده که امريکا تېروتنه کوي، نو د سياسي تېروتنې امکان شته، خو تاسې مذهبي، سياسي واخلاقي درېواړه کوئ او خپله سرزوري مو نيولې ده چې حکومت سره خبرې نه کوو. ايا دا ستاسې ناپوهي او انکار د تېر جهادي وخت تېروتنه ده چې هلته مو د بل په لمسون له خبرو انکار وکړ او بيا زموږ پر استازيتوب بل چا خبرې کولې.

 

که هغه وخت مو خپل ځان پېژندلی وای او خپل حق او حد مو پېژندلی وای، نو نن به مو داسې بده ورځ نه لرله. پخوا په موږ مجاهدينو او تاسې طالبانو کې د يو چا پړی پروت وو، خو نن را کې بېشماره پراته دي. هسې بېځايه مو ګيرې پرېښي او تورې پګړۍ مو پر سر کړي او د بل په روزنه و پالنه ((من وسلو)) باندې د تش په نوم اسلامي امارت و اسلامي دولت پر نومونو او شعارونو غولېدلي يو چې کړه وړه مو نه له اسلامي، نه له سياسي او نه له اخلاقي نورمونو سره سر خوري.

 

د امريکا تضمين خو لا ډېره ليرې خبره ده، خو ستاسې تضمين څوک کوي؟ خليلزاد مجبور دی چې لومړی خپل درېواړه متحدين ((عاپ)) راټينګ کړي چې لارې ته دې راولي. تاسې ته دومره خپلواکي څوک نه درکوي او نه د دې لپاره رامينځته شوي ياست چې دومره بېلارې شئ. داسې تاريخي وسياسي تېروتنې مو کړي چې جبيره کول يې نن ګران دي، خو دا د افغان ولسمشر د سياسي واقتصادي بصيرت ثمره ده چې امريکا او ټلواله او نړيوله ټولنه يې قانع کړې چې د طالب و د داعش په شتون کې مو ګټه نشته. پاکستان له ۱۲ تر ۱۵ ميليارده ډالره پور ته اړتيا لري. همدا اوس يې په څو مياشتو کې څومره پور اخېستی دی؟

 

مولويصاحب ما ته خو په دنيا کې داسې ساده څوک نه ښکاري چې هغه دې خپلې د سود پيسې چا ته ورکړي؟ خو البته که ورکوي يې، نو هم به خپله ساده او هم به اخېستونکي ساده ګان وي. د سود پر پيسو خو جهاد نه کيږي، نو هيله ده چې خپل منطق، ضمير وجدا، اخلاق، قانوني ومذهبي يا اسلامي ارزښتونه لږ په سړه سينه بيا له سره مطالعه کړې او پرې سوچ وکړې، نو ګوندې سر دې پرې خلاص شي.

 

په درنښت

 

 

امريکا تېروتنه کوي ملاعبدالسلام ضعيف

http://www.taand.com/archives/119074

رستم شاه مهمند: د افغانستان په امن کې د پاکستان “دلچسپي” کمه ده

https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-afghanistan-india-us-peace/4750187.html

غني او عبدالله هم ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد شول

https://www.pashtovoa.com/a/abdullah-registered-as–presidential-election-candidate-/4750775.html

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply