د مولانا فضل الرحمان په ځواب کې : افغانستان وکشمير پرتله کېدای نه شي

0 957

د مولانا فضل الرحمان په ځواب کې :

افغانستان وکشمير پرتله کېدای نه شي

افغانستان له پنجابي استعماره کړيږي، خو کشمير د برتانوي استعمار د زاړه ميراث د ناسم وېش ستونزه ده. د پنجاب برخه نه ده

سيد حسين پاچا

يو څوک چې د پلار له لورې عاق شي د هغه به څه وزن وي؟

 

مولانا فضل الرحمان :

[[د افغانستان انتخابات په دې خاطر مشروعيت نه لري چې افغانستان خپلواک هېواد نه دی بلکې غضب شوی دی.

ده وويل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې انتخابات بې معنا دي او د دې هېواد پر راتلونکې به هېڅ راز مثبت اغېز ونه لري.

له فضل الرحمن څخه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وويل «هماغسي چې د هند له لوري په مقبوضه کشمير کې خپلواکي متبادل نه لري، عين قضيه پر افغانستان هم صدق کوي.»]]

 

ښاغليه،

که بالفرض دا ومنو چې افغانستان غصب شوی، نو په دې غصب کونه خو ته هم ورسره وې. ولې دې خپل درېواړه بحري، ځمکني او هوايي حريمونه ورته خوشې او په واک کې ورکړل؟

 

که دلته ټاکنې بې مانا دي، نو خپلې ټاکنې دې څنګه وې؟ هغه خو هم بل چا له مخکې درته ډيزاين کړې وې. تا خو خپله ټوله وسه وکړه، خو څه دې وکړل؟ تا خو د شهباز شريف او نورو ټولو سياسي واسلامي ډلو په شمول په ګډه ټاکنې بې اعتباره وبللې، ولې دې هغه بې اعتباره ټاکنې بيرته ومنلې؟

 

تا خو په رسنيو کې ټاکنې رد کړې، خو هماغه مردودې ټاکنې دې ومنلې. دا خو ستا خپلواکي نه، بلکې بلواکي يا بېواکې توجيه کوي؟ ان تر دې چې ستا د خلقۍ پيرې زوی خو ستاسې د ټولو ګوندونو غونډې ته هم رانغی، دا خو د بل چا د زور او ګواښنې څرګندويي کوي. يا په بله مانا ستا د خلقۍ پيرې زوی يې درته رانه پرې نه ښووه او شينګړ يې پرېښووه او ستاسې هڅې سبوتاژ شوې.

 

ښاغليه،

زموږ د غصب له غمه مه مره، د خپل ځان غم دې وخوره چې د بنده بنده يې. زه حيران يم چې رب العالمين به له تا سره د نياو پر ورځ څنګه محاسبه کوي؟

 

له لسيزو راهسې چې په افغانستان کې د پنجابي استعمار د بړېڅو له لاسه چې تپل شوې او نااعلان شوې جګړه روانه ده او بلهاريان يې بېګناه افغانان دي په دې ارزي چې رب العالمين درته د محشر پر ورځ په زغرده درغږ کړي چې :

اخسئوا فيها ولاتکلمون

 

دنيوي ذلت ته خو ګوره چې له پښو تر سره په سود کې ډوب ياست. لومړي وزير خو دې ويل چې زه له IMF نه پور نه اخلم، خو نن يې د هماغو دروازه وروټکوله چې د هماغو د سپارښتنې له امله سعودي شپږ ميليارده ډالر د پور ورکړې درته ومنلې چې نن خو پمپيو هم ورته په رسنيو کې اشاره وکړه چې له يو ډول شرطونو سره درکړل شوي دي، نو ولې د چين سود نه اخلئ؟

 

د چين دوه ميليارده ډالره سودي پور ورکړه کې خو د امريکا خوښه نه ده او تاسې خو تر پينځلس ميليارده ډالره پورې پور ته اړتيا لرئ، نو دا پاتې نور نهه ميليارده ډالره پور به لا نور څومره شرطونه له ځان سره ولري؟ عمران خو د نوازشريف د مېښو په خرڅولو سره دومره پور نه شي لنډولی او له دې پرته تاسې خو د ورځې پينځه ميليونه نور سود هم ورکوئ، نو دا د سود پيسو باندې د يو مسلمان وژنه روا ده؟

 

هماغه متل دی چې :

د موزيګي شکېدليه کټه

چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

 

نو زما ګرانه د مفتي صاحب زويه،

لږ هوښيار شه چې سر دې يو لورې او سومبۍ دې بل لورې کږه ده، نو زموږ د غصب خبرې ستا له واکه پورته خبره ده. ان تر دې هغه څوک چې تا څه په غوږ کې وايی هغوی هم د تا غوندې بلواکه او بېواکه دي. د سپينو خوند خو دې ډېر وڅکه، خو نن د سرو خوند ته هم ټينګ شه. اوس خو به يې خوند وي، خو زور به يې وروسته راوځي چې دا پټی څومره سورور دی.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان انتخابات مشروعيت نه لري

http://www.taand.com/archives/114927

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply