د مولانا سميع الحق د پام وړ : که منځګړيتوب نه شې کولی، نو د حق خبره خو کولای شې

0 985

سيد حسين پاچا

د مولانا سميع الحق د پام وړ :

که منځګړيتوب نه شې کولی، نو د حق خبره خو کولای شې

که د خپلو نظاميانو له لورې له مولانا فضل الرحمان سره يوځای له روسانو سره په هيليکوپتر کې لاهور ته تلای شئ، فتوی ورکولای شئ، نو بيا خو هلته په افغانستان کې د جهاد او د فساد، د تخريب (ورانکارۍ) توپير هم کولای شئ. جنرال حميدګل چې ورانکاری او ښه طالب تعريفولای شي، نو بيا خو تاسې هم جهاد وفساد له قرآني پلوه تعريفولای شئ

 

وينه تويونه، ترهګري، فتن و وېره خپرونه خو د فساد په حکم کې راځي. طالب و داعش خو نن د بېګناه خلکو وينه توينه اصلاً ګناه نه ګڼي

 

ښاغليه مولوي صاحب،

ستاسې پام دغه لاندې څو پښتنو ته رااړوم :

لومړۍ پوښتنه :

جنرال حميدګل، سرتاج عزيز و رحمان ملک

کله چې ستاسې نظامي، سياسي واطلاعاتي واکمنان د ښه و بد (good & bad Talibs) طالبانو توپير کولای شي، نو بيا خو تاسې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د ښه و بد حتمي کولای شئ.

د بېلګې په توګه جنرال حميدګل به ويل ((هغه چې په افغانستان کې جنګيږي هغه ښه طالب دی، خو هغه چې په پاکستان کې جنګيږي او پاکستاني نظاميان وژني، نو بد طالب دی)). مرکې يې شته چې تاسې يې هم اورېدلای شئ. ان تر دې چې ځينو پښتنو ملتپالو او لوبغاړو مو طالبانو ته مشوره ورکوله، که جهاد غواړئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ.

تاسې خو لا مذهبي حق لرئ، خو دې نظامي، سياسي، څارګري او لوبغاړو نامسلکو ته چې د فتوی اهل نه دي چا د فتوی او مشورو حق ورکړی؟

که مستحق د فتوی يې بولې، نو بيا ستاسې د مذهبي بنسټونو او اشخاصو دنده څه ده؟ که نه وي، نو بيا ولې تاسې خپل مسووليت نه دی اداء کړی؟ ولې چوپ واست؟

 

دويمه پوښتنه :

ستاسې او د مولانا محمد خان شيراني فتوی د لاسوندونو پر بنسټ سره په ټکر کې دي، لکه :

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

 

قاضي حسين احمد :

د امريکا ته : زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

مولانا فضل الرحمان :

مولانا فضل الرحمان د ښاغلي کرزي په وخت کې ويلي وو چې که افغانستان له موږ ((پاکستان)) سره د سرحد ستونزه ومني موږ به يې د امنيت تضمين وکړو.

 

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

دا چې تاسې د طالبانو هر اړخيز ملاتړي ياست، خو ستاسې او د مولانا محمد خان شيراني فتواوې د مخينې له مخې هم سره توپير لري.

دا چې ستاسې د دواړو فتواوې او ستاسې د حکومت پاليسي، سياسي، نظامي واقتصادي موخې سره لولو او شنو يې، نو دلته خو له پيله له بوټو، ضياءالحق، نصيرالله بابر، حميدګل، کرنيل امام او د داسې نورو ان تر شيري رحمان پورې يو هم زموږ لپاره ښه نيت نه لري، نو دلته خو ستاسې موخې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي، نو دا د جهاد حکم وفتوی تاسې د کوم صلاحيت له مخې ورکوئ؟ ايا د داسې دروغژنو موخو لپاره فتوی ورکول له اسلامي واخلاقي پلوه هېڅ مسووليت نه لري؟

 

دا چې د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف په زغرده وويل چې د ترهګرۍ په نوم جګړه زموږ نه، بلکې موږ د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی، نو ستاسې هغه ايماني (اسلامي)، اخلاقي وکلتوري رسالت و مسووليت به څه وي؟ تاسې خو پوهېدئ چې دا جګړه زموږ نه، بلکې د پردۍ جګړه او جعلي جهاد دی، نو بيا دغسې جهاد ته تاسې ولې او څنګه مذهبي رنګ وتوجيه ورکوئ؟

 

ښاغلی مولوي صاحب، که اوس ستا دغه وروستۍ او د مولانا محمد خان شيراني هغه مخکېنۍ خبره سره پرتله کړو، نو هغه رښتيني لاسوندونه لري چې په رسنيو کې نشر شوي دي. د بېلګې په توګه نصيرالله بابر د ډيورند کرښې او د افغانستان د بېثباته کونې، کمزوري کولو او شاته پاتې والي خبره کوي. اختر عبدالرحمان بيا د کابل د سوځولو وايي. ضياءالحق بيا د دوامداره جنګ خبره کوي چې درد و سوخت يې وي او رغښت يې نه. همداسې ستا فتوی به د مولانا محمد خان له دې وروستۍ نوې مرکې سره څنګه پيوند وخوري چې دا خو لا سره په ټکر کې دي، لکه :

 

د مولانا محمد خان شېراني خبرې

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-45607807

https://www.bbc.com/pashto/bbc_pashto_radio/w3csx97t

 

ډېر وختي مې هم ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

ښاغلی مولوي صاحب،

که د مولانا محمد خان شيراني هغه مخکېنۍ خبره چې ((د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي)) ستاسې له فتوی ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي)) پرتله شي او بيا دا ستا فتوی له قرآني نص ((والصلح خير)) سره پرتله شي، او بيا د قاضي حسين احمد، خواجه محمد آصف او نورو له خبرو سره پرتله شي، نو ستا فتوی ته به څه مشروعيت پاتې شي؟

 

د مولانا محمد خان شيراني په نچوړ کې د ملا، سياستوال، نظاميانو، استخباراتو او د طالب حيثيت ټول ښه بربنډ شوی او له ورايه ځليږي.

 

درېيمه پوښتنه :

سود و جهاد

ښاغلی مولوي صاحب، ښاغلي عمرانخان اوس په رسنيو کې ډاګيزه کړه چې پاکستان دومره قرضدار دی چې د يوې ورځې سود يې پنځوس ميليونه ډالره دی، نو دا اوونۍ، مياشتې او کال وکلونو ته واړوه چې څومره کيږي؟ په نژدې راتلونکې کې ستاسې د قرض کچه له سل ټريلونو نه اوړي. تاسې خو د خپلو لګښتونو او سود ورکونې لپاره بيا IMF ته اړ ياست او هلته د امريکې د هوکړې پرته تاسې پور ترلاسه کولای نه شئ، نو په سودي پيسو خو جهاد نه کيږي. د بېګناه خلکو وژنه به تاسې (ستاسې حکومت) او طالبانو ته په څه بيه تمامه شي؟ ايا داسې کوم حکم په اسلامي ارزښتونو (قرآن وحديث) کې شته چې د سود پيسې دې د جهاد په نوم خپلې نااعلان شوې و تپل شوې جګړه کې وکارول شي؟ که وي، نو هيله ده چې ثبوت يې وړاندې کړئ.

 

پايله و مشوره :

دا چې افغان ولسمشر ويلي چې ((افغان حکومت له پاکستانه د نااعلان شوې جګړې درېدل غواړي)) بده خبره خو نه ده. تاسې (پاکستان) به ترڅو د يو او بل په دوکه کولو او چورولو افغان جګړه د کراييکښو قاتلانو په وسيله مخته وړئ؟ پاکستان د خپلو ډېرو بېسارو ستونزو د حل لپاره اړ دی چې د امريکا غوښتنو ته اخر هم غاړه کښيږدي.

 

تاسې ته پته نشته چې ((افغانستان د زقوم مړۍ ده چې تېرول يې اسان، خو هضمول يې ګران دي)). لويې برتانيا د وخت دا خبره هسې خوشې نه ده کړې. پاکستان بايد په خوا کې له ځان سره افغانستان وزغمي. کنه نو اخر به پکې خپل ځان هم وبايلي. تاسې بايد پوه شي چې افغانان له پنجاب سره حساسيت لري. ښه به دا وي چې د ديکتاتور ضياءالحق هم زړې پرسودې پالېسۍ نه تېر شئ او د ښه ګاونډيتوب رويه خپله کړئ.

 

زما مشوره (وړانديز) خو دا دی چې خپل ځان دې نور د يو پښتون سياستوال واسلامي بنسټګر په توګه له دغه نااعلان شوې جګړې، جعلي جهاده او د بل لپاره له جګړې مخته وړلو او د کراييکښو قاتلانو له جلب وجذب نه يوې څنډې ته شه. ګوندې حکومت و زموږ کراييکښ قاتلان هم نور تېری له ځان سره سوچ وکړي او تشدد وسختګيرۍ نه لاس واخلي او له افغان حکومت سره خبرو ته کښيني، نو دا به دې لږ تر لږه خپل هغه اسلامي، اخلاقي او کلتوري (پښتني) مسووليت ترسره کړی وي.

 

د امريکې په نوم او داسې نورو اوتو بوتو او ولس غولونې نه ته تېر شه او خپل دنيوي واخروي مسووليت ته پام وکړه او هم د ګاونډيتوب او دواړو لوريو ته د خپل لوی پښتني ټبر سوچ هم له ځان سره وکړه چې ولې او تر څو به دا خلک د جهاد په نوم وژل کيږي؟ دوی هم د ژوند حق لري.

 

دا چې تاسې د نړيوال سياست خبره کوئ، نو ضياءالحق د هغه وخت دوه لوړپوري چارواکي يعقوب خان و جونېجو ولې بېواکه کړل؟ ولې مو هغه وخت له نړيوال سياسته د ځان پورې وتړله؟ ولې ضياءالحق هغه وخت د روسانو د مخامخ خبرو وړانديز سبوتاژ کړ؟ ضياءالحق خو مجاهدينو ته دا حق نه ورکولو ((ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي))، نو نن مو ولې روسان او نور راګډ کړل؟ ستونزه زموږ، هېواد زموږ ورانيږي او خلک زموږ وژل کيږي او استازولي مو تاسې کوئ. اوس هم همدا تاسې ياست چې د خپلو موخو د لاسته راوړنې لپاره مو روسان راګډ کړل. دغه حق تاسې ته چا درکړی؟ د روسانو نظامي هيئت مو ولې وزيرستان او د افغانستان ځېنو برخو ته وړی وو؟

 

زما مشوره و وړانديز طالبانو او مشرانو ته يې هم دا دی چې دوی دې له ښه وړاندې او ژور سوچه کار واخلي چې تر څو به د بل د ګټو لپاره د ((کراييکښو)) په توګه کارول کيږي؟ د جهاد مشروعيت يې د بهرنيو چارو د وزير خواجه محمد آصف په رسمي دريځ سره بالکل له مينځه ولاړ او هغه دغه جګړه خپله د رسنيو له ليارې روښانه او تعريف کړې او دا د هغه وخت د حکومت غوڅ دريځ وو چې نړيوالو ته واورولو، نو طالب و داعش و مجاهد يو او بل ته نور هېڅ مشروعيت پاتې نه دی. که دوی جنګ، ترهګرۍ او وژنو ته زور ورکوي، نو مولانا محمد خان شيراني خلاصه کړې چې دلته ((کراييکښ قاتلان)) هم موندلای شې. طالب، حقاني او نورو ته نور تېری هېڅ پاتې نه دي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

د افغانستان د ديني عالمانو د شورا يوپلاوی پاکستان ته تللی

https://www.pashtovoa.com/a/afghan-clerics-delegation-went-to-islamabad/4591068.html

له مولانا سميع الحق غوښتل شوي د سولې خبرو کې منځګړی شي

https://www.pashtovoa.com/a/afghanistan-Pakistan-peace-talks-/4595953.html

مولانا سميع الحق: بښنه غواړم، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړېتوب نه شم کولی

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=71554

د طالبانو مشرانو د سولې د خبرو د پيلولو يا نه پيلولو پر سر خپلمنځي خبرې پيل کړي

http://www.taand.com/archives/114166

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply