د ټولنې د ډاینامیزم طبیعي ارتقا / هارون سمون

0 1,376

د دې عنوان کلي هدف دا دی، چې د فکر وده، ټولنیز کېدل، له یو پاراډایم بل پاراډایم ته تګ او په طبیعي توګه پرمختګ په هره ټولنه کې شته او مخه یې نه نیول کېږي، ډاینامیزم پدې مانا کوم فعالیت او حرکت چې په یوه ټولنه کې په طبیعي توګه موجود وي او ورو ورو وده کوي.

دودیز پالنه، جنګ، تشدد، ویره، د نوو افکارو سرکوبول او د پرمختګ شدید مخالفت د ټولنې د عمومي فکر د ودې او ټولنیز پرمختګ خنډ کېدای شي، خو درولی یې نشي. د هرې ټولنې ډاینامېزم ایجابوي، چې پرمختګ وکړي، ټولنیز جبر او خڼډونه د ټولنې د ډاینامېزم طبعي حرکت ورو کول شي، خو درولی یې نشي؛ پدې مانا پرمختګ او د فکر پراختیا په طبعیي توګه په هره ټولنه کې شته. که هر څو د نوو افکارو مخالفت وشي، روحانینون تقریرونه وکړي، خولې ستړې کړي؛ په بشپړه توګه د افکارو د ودې او ټېکنالوژک پرمختګ مخه نیول محال دي.

دا دوه پرمختګونه به دودیز باورونه او روحانینون ځنډني کړي؛ خو مهارولی یې نشي. د اروپا دویم تولد یا رنسانس یې ښه مثال دی هلته کلیسا د پرمختګ هر ډول مخنیوی وکړ، حتی تر دې چې ځینې اسلاف د کلیسا له وېرې له خپلې ساینسي تیورۍ تېر شوي، خو بیا هم اروپا له منځینو پېړو او تورو تیارو ووته. موږ اوس د هغه وخت اروپا په څېر له دودیز فکر او د ټولنې د ځانګړي قشر له راج په وتو یو.

که له خپلې ټولنې سره هغه اروپا مقایسه کړو د اروپا د هغه وخت پاپ او کلیسا زموږ له اوسنیو دودیزپالو او روحانیونو یو په سله د پرمختګ او ساینس مخالف وو، خو جدیدو افکارو او نوي ساینس پسې واخیستل. که خبره پر خپله ټولنه را وچورلوو، نوي افکار او ټیکنالوژیک پرمختګونه زموږ دا لږ ناسم عامه باورونه او عقاید لا ننکوي او د ټولنې د دودیز فکر ګیلم به ډېر ژر ټول کړي.

دا یو حقیقت دی، چې ټیکنالوژي راځي او که هر څو مخالفت یې وشي بیا هم راځي. په لنډ وخت کې په اطراف کې چا مبایل نه پېژانده خو اوس یې هر سړی جېب کې ګرځوي.

تر هرچا وړاندې دا جبر زموږ په ټولنه اوس ډېر حاکم دی. دلته ټیکنالوژیک پرمختګ ته د کفر د دسیسو په سترګه کتل کېږي، د افغان انسان جېب کې مبایل له لویدیځې نړۍ را انتقال شوې شیطاني وسیله بلل کېږي، دې ته ورته داسې عام باور خپور دی، چې کفار شپه ورځ لګیا دي د مسلمانانو د سرکوبولو لپاره ټیکنالوژي جوړوي، شیطاني وسیلې جوړوي او مسلمانان مصروف ساتي. دا ټول چټیات دلته د حقایقو په توګه ځینو راج چلونکو په عامه خلکو منلي، خو د ټولنې شته ډایانامیک حرکت دا مفکورې او پرمختګ د وخت په تېردو ننګوي او پرمختګ ته لار هوارېږي. د ټولنې تقاضا ده، چې مبایل، کمپیوټر، ټلوېزیون او نور اړین ابزار وکارول شي. اوس په اطراف کې د ټلویزیون شدید مخالفت کېږي، خو په باوري توګه ویلی شو، چې نیمه پېړۍ وروسته به د هر افغان په کور کې ټلویزیون وي، تفریحي پرګرامونه به ګوري او له ژوند به خوند اخلي.

پدې پوه شوو، چې د پرمختګ مخه نه نیول کېږي؛ خو ټولنیز جبر او ناسم ذهنیتونه پرمختګ ځنډنی کولی شي، ښه دا ده، چې ځوانان په شعوري توګه خلک وهپوهوي او ذهنیتونه له معاصرۍ نړۍ سره سازګار کړي، تر څو د سلو کلو پرمختګ لسو ته راښکته کړو. که ځوانان دا کار وههم نه کړي د ټولنې ډاینامیزم یې کوي؛ ځکه ډایانامیزم باورونه ننګوي او هر څه ورو ورو بدلوي ارتقا ورکوي، خو شعوري کار کول پرمختګ او ټولنیز کېدل رالنډولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply