طالبان به سوله او داعش به تقویه کوي / خلیل احمد هجرت

0 608

سیاسي شنونکي باورلري چې امریکا او روس دواړو په افغانستان کې سړه او پراکسي (نیابتي) جګړه روانه کړې، پراکسي جګړه ځکه چې دوی دواړه زبرځواکونه په افغانستان کې خپل ملاتړي جګړه ماران  داعش او طالبان سره جنګوي ، خو اوس دواړه زبرځواکونه غواړي چې طالبان له افغان دولت سره سولې ته وهڅوي. سوال دا دی چې ولې امریکا اویا روس اوس د افغان دولت او طالبانو سولې ته دومره لېواله شول؟ ولې به طالبان سولې ته هڅول کېږي او داعش به تقویه کېږي؟

د طالبانو سوله:

ډېری شنونکي په دې اند دي چې روس د طالبانو اقتصادي، سیاسي او نظامي ملاتړ کوي خو روسیې  په وار واردا خبره تردید کړې او په ډیرو بین الملي کنفرانسو کې یې ویلي چې دوی د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او د هڅ کومې ډلې حمایت نه کوي. څېړونکي دا شننه کوي چې روسان په دې وېره کې دي چې امریکا به داعش د افغانستان شمال یعنې د روس تر سرحدونو پورې ورسوي نو ځکه روسیه مجبوره ده چې د طالبانو په څېر یوه ‌ډله وساتي چې داعش ورباندې وڅپي. د طالبانو او روسيې د مشرانو د غونډو په اړه ډېرو رسنیو راپورنه خپاره کړي دي او په دې کې هڅ شک نشته چې دوی به اړیکې سره نلري ځکه چې روس د طالبانو جنګي قوت او طالبان د روس نظامي مرستې ته اړتیا لري. د نړیوال قانون د مخې هڅ کوم هیواد یا وګړی نشي کولای چې د تریرستانو په نوملړ کې شاملې ډلې یا شخص سره مرسته وکړي او کچېرې دا ثابته شي نو د ملګري ملتونو لخواه ورباندي بدیزونه لګول کېږي.

روسانو اوس د طالبانو په ډله کې قوي نفوس موندلی ده نو ځکه غواړي چې دې نفوس ته سياسي بڼه ورکړي او طالبان په دولت کې منحل کړي. د طالبانو له دولت سره د سولې او یا  په دولت کې شمولیت نه وروسته به روسیه دوه مهم هدفونه تر لاسه کړي. د طالبانو سوله د خارجیانو انخلا سره تړلې ده، که چېرته روس په طالبانو کې د خپل نفوس نه په استفادې سره د افغان دولت او د طالبانو سوله په افغانستان کې د ناټو او يا په ځانګړي ډول د امریکا له افغانستان نه له وتلو سره منسلک کړي نو دې سره به د روس  يو مهم سیاسي هدف پوره شي او په سیمه کې به یواځنی سپر پاور یا زبر ځواک پاتې شي. د روسانو دوم هدف به په ډاګه او قانوي طور د طالبانو سره اقتصادي، سیاسي او نظامي کمک کول او د افغانستان په سیاسون کې ژوره ښکېلتیا وي.

په افغانستان کې د ملي اردو نه وروسته طالبان یواځنی ځواک دی چې د داعش سره په ژوره جګړه کې ښکېل او د داعش د انتشار مخه یې نیولې. دواړو ډلو د افغانستان په مختلفو سيمو کې یو بل ته اقتصادي او نظامي زیان رسولی،  په اکثره جګړو کې دواړو خواو ته ډېر انساني تلفات رسېدلي دي. امریکا به هڅکله ونه غواړي چې طالبان د روس په همکارۍ داعش وڅپي او خپلو موخو کې پاتې راشي. د امریکا د خاص نماینده زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب مشرانو سره ناسته او لیدنه دا ثابتوي چې امریکا اوس غواړي طالبان افغان دولت سره سولې ته کېنوي.   

د امریکایانو لخواه طالبان سولې ته هڅول د افغانانو په خاطر نه بلکې د روسانو پشان سیاسي اهدافو ته رسېدل دي. د طالب جنګیالیو سره روغه جوړه به د امریکا څو اړین مقاصد پوره کړي. که چېرې د سولې او پخلاينې دا هڅې کامیابې شوې نو طالبان به له جګړیزو سیمو نه راووځي او په دولت که به ورته حصه ورکړای شي چې په د کار سره به  د داعش مخه خلاصه او د روس تر سرحدونوبه په اسانه ورسېږي. امریکا په دې پلان کې ده چې د طالبانو په دولت کې د ونډې نه وروسته به دوی طالبان له نږدې څاري او په یو نه یو ډول به یې د روس له اغېزه خلاص او په خپل کنټرول کې کړي.

د داعش تقویه:

په افغانستان کې زیاتره شنونکي د داعش پروژه  امریکايي استخباراتو سره تړلې او یا د هغوی په لاس جوړه شوې ګڼي چې د خپلو استخباراتي موخو نه ورنه ګټه اخلي. د شنونکو په تحلیلونوکې دا نه ثابتېږي چې دا مبهمه پروژه د چا په لاس جوړه شوې او د چا خلاف استعمالېږي خو موجوده حالاتو او د داعش جنګي پرمختګ ته په کتلو دا واضح ښکاري چې کوم هیواد یې همایه کوي او څوک یې د ختمولو اراده لري. سوریه کې د داعشیانو جنګي ساحه ورځ تر بله په کمېدو ده او قوت يې له نه سره برابر شوی دی ځکه چې روس په مستقیمه توګه د دوی پټنځالې بمباره وي او د داعش ډلې خلاف د سوریې د دولت په ډاګه اقتصادي او نظامي حمایت کوي. روس په سوریه کې د داعش خلاف جنګ کې د امریکې نه هم د مرستې غوښتنه کړې خو امریکا په دې ټنګار کوي چې روسیه په سوریه کې د داعش سره سره په ملکي وګړو او د بشرالاسد په مخالفینو هم بمبار کوي کم چې امریکا ته د منلو وړ نده.

په افغانستان کې د داعش د تقوې اول دلیل دا ده چې په سوریه کې له ماتې او د روس لخوا د څپل کېدو له وجې به داعشیان افغانستان ته مخه کړي او یا به راوستل شي ځکه چې دلته به ورته له مخکې نه زمینه سازي شوې وي. داعش جنګي ډله به د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې منظم او قوي شي، ،دوم دا چې روس به د سوریې په شان د افغانستان هوایي حریم نه پر داعش په اسانه بمبار  ونکړای شي، دوی به انتشار وکړي او خپله جنګي ساحه به د افغانستان تر شماله د روس او چين سرحدونو پورې ورسوي. دریم مهم دلیل د طالبانو له افغان دولت سره سوله ده، سولې نه وروسته به طالبان له جګړو لاس واخلي او د یو سیاسي ګوند په څېر به راڅرګند شي، له دې سره به داعش د افغانستان په کلیو او بانډو کې خپل کنټرول قوي او پراخ کړي.


د مقالې لیکوال په چين کې د دوکتورا (پي ايچ ډي) د دورې محصل دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply